Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شمېر ښاريان: کابل کې ورځ تر بلې د غلا پېښې ډېرېږي

د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې په دې ښار کې ورځ تر بلې شوکې او غلاوې زیاتیږي.


خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د پخوا په پرتله د غلاوو او جنايي پېښو کچه ټيټه شوې او هڅه روانه ده چې دا کچه صفر ته راښکته کړل شوي.


د پلازمېنې کابل، د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکی عبدالمجید چې په دغه ښار کې خواري مزدوري کوي، وايي دوه شپې وړاندې ماښام ناوخته کورته په لاره، موټر سایکل سپرو غلو لوټ، پيسې او موبایل يې ترې واخیست.


دی  ادعا کوي چې په دې ښار کې د پخوا په پرتله وسله والې غلاوې زیاتي شوي.


نوموړی وايي: "د کابل په ښار کې غله بیخي زیات شوي دي، د ماښام له اذانه وروسته هیڅوک په لارو او کوڅو کې د غلو له ویرې نه‌شي ګرځېدای، چې پرې ورپېښ شې پیسې او موبایلونه درنه اخلي او دپاسه دې پرې وهي هم."


دی وايي له هغې شپې وروسته سخت وېرېدلی او نور د ماښام له ا‌ذان سره سم کورته ځي.


عبدالمجید وايي، فکر يې کاوه چې د طالبانو په راتګ به د غلاوو او جنايي پېښو کچه صفر شي خو په خبره يې داسې ونه شول.




د کابل ښار د کوټه سنګي سیمې یو اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي هم ورته ادعا کوي او وايي، د طالبانو حکومت د دې پر ځای، چې غله ونیسي خلک دومره ډار کړي چې لږ تر لږه د غلو د زیاتېدو په اړه غږ نه شي پورته کولای.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل لویه ستونزه د طالبانو د حکومت د امنیتي سرتېرو د یو منظم لباس نه موجودیت دی او هر څوک کولای شي، ویښته او ږیره اوږده کړي او له همدې کاره په ګټې په کابل ښار کې وسله وګرځوي.


نوموړي وويل: "طالبان باید خپلو امنیتي ځواکونو ته یو منظم یونیفورم پیدا کړي، تر څو له غلو سره يې تفکیک وشي، دا لس میاشتې وشوې چې دا ستونزې ورځ تربلې زیاتیږي، اوس که یو څوک لوی ویښته او ږیره پرېږدي او لونګۍ هم په سر کړي او وسله ورسره وي، تفکیک به يې څه وشي چې دا اوس غل دی که طالب،له همدې حالته غله ګټه اخلي."


خو دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د نوي یونفورم د وېش د پیل خبر ورکړ.


په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو او په ځانګړي ډول فېسبوک کې هم په پلازمېنه کابل کې د غلاوو او شوکو د زیاتېدو خبرونه ډېر شوي دي.




خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي د پخوا په پرتله د غلاوو او جنايي پېښو کچه ټيټه شوې او هڅه روانه ده چې دا کچه صفر ته راښکته کړل شوي.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دا موضوع هم ردوي، چې ګواکې دوی څوک غږ پورته کولو ته نه پرېږدي.


نوموړی وايي: "د غلاوو او جنايي پېښو کچه د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده او هڅه روانه ده چې دا کچه صفر ته راټېټه کړل شي، زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې افغانانو ته ډاډمن امنیت تامین کړي."


ښاغلی ټکور له خلکو غواړي چې د اړتیا پر مهال د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ ووهي او یا هم نږدې امنیتي حوزې ته ورشي تر څو ستونزې ته يې رسېدنه وشي.


کابل د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم له جنايي پېښو او غلاوو خالي نه وو، نږدې هره ورځ به د کابل په یوه سیمه کې د شوکې او ډاکې څو بېلابېلې پېښې رامنځته کېدې، خو د طالبانو په راتګ د دغه ډول پېښو د ورکېدو هیلې زیاتې شوې وې، اوس خلک وايي اوسنیو حالاتو ته په کتو يې د غلاوو او جنايي پېښو د ورکېدو فکر یې ورځ تر بلې ناسم ثابتیږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus