Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غزنی: طالبانو د جمعې خطبه کې د ملا هيبت الله اخندزاده د نوم اخيستلو لارښوونه کړې

په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي په دغه ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري ټولو ملا امامانو ته لارښونه شوې چې باید د جمعې ورځې په خطبه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوم واخیستل شي.


خو د طالبانو په مشرۍ د حج او اوقافو وزارت دا موضوع ردوي او وایي چې په دې اړه کوم رسمي حکم نه دی ورکړل شوی.


سره له دې چې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي د جمعې له لمانځه وړاندې په عربي خطبو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د نوم د یادولو په اړه رسمي حکم نه دی ورکړل شوی خو د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست ټولو ملا امامانو ته په خطبه کې د هیبت الله د نوم د یادولو لارښوونه کړې ده.


نوموړی وايي: "د غزني ولایت حج او اوقافو ریاست پرېکړه کړې ده چې




، د شریعت له اړخه دا یو مستحب کار دی دا باید وشي."


خو د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته وویل دوی په هېڅ ولایت کې ملا امامانو داسې څه نه‌دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۲۲ کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو په لومړۍ ځل واکمنۍ کې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد نوم د جمعې د ورځې له لمانځه مخکې په خطبو کې اخیستل کېده.


غزني ولایت کې داسې مهال د جمعې ورځې خطبو کې د ملا هيبت الله اخندزاده د نوم یادولو ویل شوي چې تر دې دمه د طالبانو دا مشر نه پر رسنیو را څرګند شوی نه یې چا غږ اورېدلی او نه هم ولس لیدلی دی.


یو شمېر دیني عالمان وایي، د اسلامي شریعت پر بنسټ په داسې حال کې چې د یو اسلامي هېواد ولس خپل زغیم یا د حکومت مشر نه وي لیدلی او ان مخامخ یې ورسره بیعت نه وي کړی د جمعې په خطبه کې یې نوم اخیستل جواز نه لري.


د کابل ښار اوسېدونکی او دیني عالم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دا شریعي بڼه نه‌لري، په شریعت کې خو دا راغلي چې په رښتیا مستقیماً خلکو باید خپل امیر یا زعیم لیدلی وي او بیعت یې ورسره کړی وي یا لاس په لاس او یا هم بالواسطه،خو له بده مرغه اوس وخت کې دا دواړه اپشنونه نه دي ترسره شوي نو شرعي نه ده."


وړاندې د طالبانو د حکومت ویاندویانو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وه چې د دوی مشر ملا هيبت الله اخندزاده څو جنوبي ولایتونو ته سفرونه کړي او له عامو خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره یې لیدلي، خو دا تر اوسه نه د عامو خلکو او نه هم د سیمه ییزو چارواکو له لوري تایید شوي دي.


په اسلامي شریعت کې د جمعې له لمانځه مخکې په عربي خطبه کې د اسلام د پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د څلور یارانو د نومونو اخیستل مستحب حکم لري، خو په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د حاکم نظام د مشرانو نومونه هم اخیستل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus