د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ کابل کې پر اوربند توافق شوی
نوموړي ويلي، د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.
دغه راز مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.