Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پرایس: که طالبان د ښځو په وړاندې سخته پالیسي بدله نه کړي له فشار سره به مخ شي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسي د انساني حقونو خلاف عمل دی.

دې وزارت زیاته کړې چې که طالبان د نجونو او ښځو په اړه له خپلو پرېکړو په شا نه‌شي، له ډېر فشار سره به مخ شي او په وينا یې که دوی احساس کړه چې طالبان د ښځو په اړه خپلې پرېکړې نه بدلوي نو داسې لارې او وسیلې شته چې پر هغوی د فشار اچولو لپاره به یې تر کار لاندې ونیسي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د مې په نهمه، په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال، طالبانو ته د سخت‌دریځي ډلې خطاب وکړ او وې ویل چې په داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي او ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو  اړتیا ده طالبانو د دې پر ځای د نجونو او ښځو د ځورولو سیاست ته لومړیتوب ورکړی.




هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په وړاندې له بشري حقونو ضد پرېکړو، په شا شي. نوموړي خبرداری ورکړ:  "موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره له نيږدې سلا مشورې کړي. که طالبان له خپلو دې پرېکړو په شا نه‌ شي، داسې لارې شته چې موږ یې په کارولو سره پر طالبانو د فشار زیاتولو ته د دې لپاره دوام ورکړو چې دوی هغه ژمنې عملي کړي چې تر ټولو مخکې یې له خپلو خلکو سره کړې وې. "


د طالبانو د حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد د امریکايي بيان په غبرګون کې د مې په لسمه مشال راډيو ته وويل چې حجاب د افغانستان داخلي موضوع ده.


د امريکا دا سخت غبرګون تر هغه وروسته راغلی چې د طالبانو د امر باالمعروف وزارت د مې په اوومه نېټه پر ښځو د جبري مخ پټولو لپاره يو لارښود وړاندې کړ. د طالبانو په دې امر کې راغلې چې تر دې وروسته ټولې افغان ښځې بايد ټول ځان پټ کړي. په دې طرحه کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې او زیاتوي، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه‌ وي، حجاب ګڼل کېږي.


همدراز زیاته شوې چې هغه مېرمنې چې په دولتي ادارو کې کار کوي او مخ پټول نه مراعتوي باید له دندو وویستل شي او  په حکومت کې کارکوونکي نارينه هم له دې امله دنده له لاسه ورکولی شي چې ښځې یې د طالبانو حجاب مراعت نه کړي. په افغانستان او بهر کې پر دې جبري پردې سختې نيوکې شوې دي.




د بشري حقونو نړيوالو ادارو او ملګرو ملتونو ويلي پر طالبانو غږ کړی چې افغان مېرمنې دې د خپل کلتور مطابق جامو اغوستلو ته پريښودل شې او پر هغوی دې د طالبانو خوښې نه عملي کيږي.


په کابل کې ښځو د مې په اتمه، نهمه او لسمه مظاهرې وکړي. دوی په لاسونو کې په راخیستو کاغذونو ليکي وو چې: "د ښځو پرغمل کول نور بس کړئ"، "برقع زموږ حجاب نه دی" او "موږ عدالت غواړو". مظاهره چيانو ښځو ويل چې افغان ميرمنو هېڅکله بې پردګي نه ده کړې او د طالبانو د حکومت دا پرېکړه یوازې د ښځو په وړاندې تعصب دی.‌ 




طالبانو د خلکو توند غبرګونونه ناديده نيولي دي. د دوی د امرباالمعروف وزارت د مې په نهمه وويل چې په دولتي ادارو کې یې کارکوونکو ته د نوې لارښود له مخې د پردې په اړه روزنیز سيمينارونه برابر کړي دي.


طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ منتخب او جمهوري حکومت چپه کړ. دوی یې پر ځای خپل سختدريځه حکومت قايم کړی دی. دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو بنديز لګولی او ښځې له نارينه محرم بغير له کوره نه شې وتلی. همداراز په دولتي رسنيو کې پر ښځو د ګڼو محدوديتونو له امله د هغوی شتون نيږدې صفر شوی او په حکومت کې کارکوونکو ښځو ته د موجودو خنډونو له امله په زرګونو یې دندې پرېښي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus