د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست مسؤلين وايي، تېره ورځ ناوخته د دهراوود ولسوالۍ په د سياه سنګ سيمه کې د نامالومه کسانو لخوا د عبدالجان او جمعه خان په نومونو دوه کسان وژل شوي دي.
د اطلاعات او فرهنګ رئيس ملامحمد اصف ازادي راډيو ته وويل، پيښه هغه مهال رامنځته شوي ده چې ياد کسان په يوه موټر کې سپاره وه او پر دغه موټر ډزې شوي دي.
نوموړی د پېښې انګېزه شخصي دښمني بولي.
ښاغلی اصف وايي، سيمي ته ځواکونه رسېدلي دي او يادې پېښې په تړاو يې درې کسان نيولي هم دي.
يوه سرچينه وايي وژل شوي کسان زوی او پلار وو، تر اوسه نه ده مالومه چې يادو کسانو څه دنده درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په ارزګان ولايت کې د نامالومه کسانو په ډزو کې ملکي کسان په نښه شوي دي چې تر ډېره پوري يې لامل شخصي دښمنۍ بلل شوي.