Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو هړتال: د ډاکټرانو او حکومت خبرې ولې نتيجه نه ورکوي؟

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهيسې د خپلو غوښتنو لپاره پر هړتال ده چې له حکومت سره څو ځلې پر خبرو اترو سربېره هم جوړجاړي ته نه ده رسېدلې.

د دوی هړتالونو د صوبې هغه کسان له ستونزو سره مخامخ کړي چې په شخصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د علاج وس نه لري.


اغېزمن کسان وايي، حکومت ته په کار ده چې د ځوانو ډاکټرانو غوښتنې ومني او ډاکټران هم بايد پر ولس رحم وکړي.


د لورالايي اوسېدونکی جانان کاکړ یو له هغو ګڼو خلکو دی چې د بلوچستان په سرکاري روغتونونو کې د بیا بیا هړتالونو له کبله ځورېدلی دی.


دی وايي، د لورالايي په روغتون کې د اسانتیاوو د نیشتوالي‌ له کبله یې ناروغان کوټې ته وړي وو خو هلته ورباندې هړتالونه پیل شول. 


"په کوټه کې زما ناروغ داخل وو. ما دوې ، دوه نیمې میاشتې دلته تېرې کړې او بیا هړتالونه پیل شول او موږ مجبور شو چې خپل ناروغان د پنجاب ملتان ښار ته یوسو. هړتالونو موږ ته ډېرې پرېشانۍ جوړې کړې دي."




د ځوانو ډاکټرانو په وينا دوی له دې کبله هړتالونه کوي چې يو خو په روغتونونو کې ضروري سهولیات نشته او بل حکومت نور ډاکټران نه ګوماري.


د بلوچستان حکومت ورسره د دې غوښتنو منلو ژمنه کړې وه خو بیا یې د ډاکټرانو په وینا د عملي‌ کولو لپاره رسمي ګامونه وانه خیستل.


عام ولس شکایت کوي چې باید د صوبې سیاسي مشران د دوی د دې بنیادي‌ مسلې د هواري لپاره جدي هلې ځلې وکړي.


اوس پوښتنه دا ده چې ایا په صوبه کې زیات نفوذ لرونکي ګوندونه ولې په دومره جدي ولسي مسله کې دلچسي نه اخلي؟


د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړی ملک سکندر اېډوکېټ وايي، دوی د حکومت او ډاکټرانو ترمنځ د روغې جوړې هڅې کړې دي.


د ده په وینا، ډاکټران له خپلو غوښتنو لږ هم نه پرشا کېږي‌ او حکومت بیا له مالي‌ ناتوانۍ سر ټکوي. 


"خاص مسله د تنخاوو پر زیاتولو ده، د هغه دوی حقدار دي.‌ موږ حکومت ته ویلي دي خو حکومت وايي چې دا دومره ډېرې پيسې جوړېږي چې موږ یې په یو ځل نه شو کولای، نو په کار ده چې لږ دوی راکښته شي او لږ حکومت ور پورته شي‌ نو دا مسله به هواره شي."




د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر عبدالقهار ودان وايي، دوی اوس د ډاکټرانو د غوښتنو ځکه ملاتړ کوي چې هغه په پوره توګه د ولس مسلې دي. 


ده وویل چې پخوا د ډاکټرانو شخصي غوښتنې زیاتې وې خو اوس یې د ده په وینا، د دوی په هلو ځلو ولسي کړې دي. 


"د ډاکټرانو په غوښتنو کې شامل ول چې زموږ بېلا بېل مراعات دې را زیات کړل شي نو بیا موږ ورته وویل چې تاسو دا خپلې غوښتنې ولسي کړئ چې ولس مو ملګری شي، نو پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند هم له ډاکټرانو سره خبرې کولې او هم یې له سرکار سره."


د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي چې حکومت دې د هغو غوښتنو پوره کولو رسمي امر وکړي چې صوبايي حکومت ورسره منلې وې.


د بلوچستان د روغتيا وزیر سید احسان شاه ویلي وو چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي او هم به په صوبه کې ۱۴۵۰ نوي ډاکټران ګوماري. خو د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي، حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه رسمي امر نه دی خپور کړی.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus