Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لويديزو هېوادونو پر روسیې نور بندېزونه لګولي

لویدیزو متحدینو په یوه سرمشریزه کې پر روسیې نور بندېزونه عملي کړي او ژمنه یې کړې ده چې اوکراین ته به نورې پوځي او بشري مرستې لېږي.

د غونډې مرام د روسیې د پوځي یرغل په ځواب کې یو متفقه غبرګون مخې ته راوړل وو.


دا پریکړې د مارچ پر مه ۲۴ په برسلز کې په یو بل پسې هغو سرمشریزو کې وشوې چې د ناټو، اروپايي اتحادیې او نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو د ډلې مشرانو پکې ګډون وکړ. د غونډې ګډونوالو د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي لخوا د غیرمحدودو پوځي مرستو خواست تر اوریدو وروسته، روان جنګ (چې اوس دویمې میاشتې ته داخیلیږي) ته د خپل غبرګون په اړه بحثونه وکړل.


د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې د روسیې یرغل د ناټو، اروپايي اتحادیې او جي ــ ۷ ډلې تر مینځ یووالی رامنځ ته کړی دی. امریکا د روسیې پر ضد بندیزونه پراخ کړي او په لسګونه روسي دفاعي شرکتونه، د روسیې د پارلیمان ۳۲۸ غړي او د روسیې د سترې مالیاتي ادارې "زبر بانک" مشر یې پکې شامل کړي دي. ولسمشر بایډن د بشري مرستو په ترڅ کې د یو بلین ډالرو اضافي مرستو اعلان هم وکړ.


د بريتانیې وزیراعظم بوریس جانسن پر دې مهال وویل چې د اروپايي اتحادیې لخوا سخت بندېزونه جنګ ژر پای ته رسولای شي. جرمني او هالېنډ د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د شته بندېزونو د بیا کتنې لپاره ځنډ غواړي. پولېنډ او د بالټيک هېوادونه د روسیې پر ضد د لا نورو اقداماتو لپاره فشار راوړي.


وروسته تر دې چې د فبرورۍ پر ۲۴مه روسيې پر اوکراین له ځمکې، هوا او اوبو له لاريو پراخ یرغل پیل کړ، ګڼو اروپايي هېوادونو د روسيې خلاف په بندیزونو کې فعاله برخه واخیسته.


روسيې د اوکراین لخوا له سخت مزاحمت سره مخامخ ده او تر اوسه پکې روسي ځواکونو او پوځي سامانونو ته ډېر زیان رسېدلی دی. روسیې په داسې حال کې د اوکراین پر ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې په نړیواله کچه یې غندنه روانه ده او په سمدستي توګه د ډزبندۍ غوښتنې ترې کېږي.




د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي وو چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.


پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.


پوتین د تېر کال (۲۰۲۱ز) له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل، چې واشنګټن رد کړل.




 


 


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus