Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراین ولسمشر: د روس بمبارۍ ماریپول ښار په کنډرو بدل کړی

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلینسکي وايي د روس د څو ورځو "بې رحمانه بمبارۍ" محاصره شوی ساحلي ښار، ماريپول په کنډرو بدل کړی دی.

زیلینسکي د مارچ پر ۲۲مه د ايټلي پارليمان ته د ويډيو له لارې وينا پرمهال وويل چې په ماريپول ښار کې هېڅ نه دې پريښودل شوي، تشې کنډرې دي. "دا ښار چې تر جګړې مخکې يې څلور لکه ابادي وه، اوس يوازې ملبه پاتې ده. زرګونه عام وګړي يې وژل شوي او نور يو شمېر يې خوندي ځايونو ته د وتو لپاره د لار موندلو په لټه کې دي."




نوموړي تر دې مخکې د امريکا کانګرس او د بريتانيې ولسي جرګې (هاوس اف کامنز) په ګډون د نورو هېوادونو قانون سازو ادارو ته د ویډیو له لاری ویناوې کړي دي. 


روسي ځواکونو د کېیف، خارکیف او سامي په ګډون يوشمېر ښارونو کې په بنيادي ډانچو او ولسي اهدافو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی. په داسې حال کې چې د ماريپول دفاع کونکي په لېوالتيا سره په مبارزه بوخت دي، د اوکراین دفاع وزارت راپور ورکړې چې تر سختې جګړې وروسته يې ځواکونو د کېیف له يوې مضافاتي سيمې روسې پوځیان په شا تمبولي دي.


که چېرې د دې پخلی وشي نو دا پرمختګ به اوکرايني ځواکونو ته دا موقع په لاس ورکړي چې د لویې لارې کنټرول ترلاسه کړي او له دې سره به د روسانو هغه هڅې ناکامه کړي چې غواړي د شمال لویدیځ له لورې کېیف کلابند کړي.




د مارچ پر ۲۳مه زیلینسکي په خپله ويډيويې وينا کې وويل چې له روس سره مزاکرات سخت او ځينې وخت لانجمن وي خو نوموړي زياته کړه چې په دې برخه کې ورو ورو پرمختګ روان دی.


روس د فرورۍ په ۲۴مه په اوکراین یرغل کړی چې پکې له سخت مزاحمت سره مخامخ دی او تر اوسه پکې روسي ځواکونو او پوځي سامانونو ته ډېر زیان رسېدلی دی. روس په داسې حال کې د اوکراین په ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې په نړیواله کچه یې غندنه روانه ده او په سمدستي توګه د ډزبندۍ غوښتنې ترې کېږي.


په داسې حال کې چې د اوکراین ماریپول او د سرښار کییف شا اوخوا جګړه دوام لري، د روسیې د ولسمشر دفتر کریملین د اټومي وسلو د استعمالولو امکان نه دی رد کړې. د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف ويلي چې د اټومي وسلو کارولو امکان په هغه صورت کې موجود دی  چې د هیواد بقا ته یې ګواښ وي. د امریکا د دفاع وزارت پینټګان پر دې بيان تنقید کړی دی. د پینټګان ویاند جان کربي د اټومي وسلو د احتمالي کارولو په اړه د ماسکو څرګندونې خطرناکې بللي دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus