Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د 'افغانستان رسنیو' کې تر نشر مخکې سانسور

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په یوه تازه سروې کې موندلي چې په افغان رسنیو کې له نشر مخکې په خپله د دوی له‌خوا سانسور موجود دی.


دغه ټول‌پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې له ۲،۰۰۰ خبریالانو سره د مرکو پر مټ چمتو شوې راغلي چې په سلو کې ۷۱ خبریالانو ویلي اداره‌يې مطالب له خپرولو مخکې سانسوري.


د دغه ۲،۰۰۰ خبریالانو له‌منځه یوازې پنځه په سلو کې له خپرولو وړاندې په خپله د دوی له‌خوا د سانسور موضوع رد کړې ده.


په دې ټول‌پوښتنه کې ۵۹ په سلو کې خبریالانو، دا کار د رسنیو د تړل کېدو عمده لامل یاد کړی دی.


د دې ټول‌پوښتنې موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۶۲۳ افغان رسنیو له ډلې ۳۱۸ بندې او له ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان بې‌دندو شوي دي.




د افغانستان د رسنیو د فدراسیون یوه غړي علي اکبر اضغرزاده د پنجشنبې په ورځ د خبریال د ورځې په مناسبت په یو خبري کنفرانس کې وویل: "۱۳۲ انځوریزې رسنۍ، ۲۹۳ غږیزې رسنۍ، ۱۱۴ چاپي رسنۍ او دغه‌شان ۸۴ انلاین رسنۍ د طالبانو په لاس د پخواني حکومت له سقوط وړاندې فعالې وې، خو له سقوط وروسته اوس‌مهال یوازې ۸۱ انځوریزې، ۱۶۱ غږیزې، ۲۰ چاپي او ۴۳ انلاین رسنۍ فعالې پاتې شوې دي."


د دغه ټول‌پوښتنې پر بنسټ په رسنیو کې د ښځو حضور هم ډېر کم شوی دی.


د دغو شمېرو له مخې د رسنیو له ۷۹۷ ښځینه کارکوونکو له ډلې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته اوس یوازې ۲۴۳ ښځې په ټول افغانستان کې په رسنیو کې کار کوي.


د خبریالانو ډېری اندېښنې هم اوس‌مهال ځاني نه‌خوندیتوب، مالي او اقتصادي ستونزې او د کاري خوندیتوب نشتوالی بلل شوی دی.


افغان خبریال شراف‌الدین کاکر وايي: "اقتصادي ستونزې، د کاري او ځاني خودندیتوب نشتوالی همدارنګه اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی هغه موارد دي چې زموږ د کار پر وړاندې خنډ دي."




ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه د طالیانو حکومت د چارواکو نظر واخلي، خو ویاندویانو د دې د راپور تر خپرېدو پورې څه ونه‌ویل.


د طالبانو حکومت له دې مخکې د رسنیو پخوانی قانون د اجرا وړ بللی او ویلي یې دي د بیان او رسنیو ازادۍ ته د اسلامي شریعت په رڼا کې ژمن دي.


تېره ورځ هم د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ازادو ژورنالېستانو ټولنې په خپل یو تازه راپور کې چې د حوت میاشتې د ۲۷مې د خبریالانو د ورځې په مناسبت‌یې درلود ویلي دې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په تېرو اوو میاشتو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۸۲ پېښې ثبت کړي چې د ډېریو عاملین‌یې طالبان دي.


د دې راپور په اړه هم طالبانو ازادي راډیو سره خبرې نه‌وې کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus