Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

راپور: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی

یو نوی راپور ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی.


د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې کلنی ګډ راپور چې د چهارشنبې په ورځ د کب د ۲۷مې په پلمه چې د خبریالانو ملي ورځ ده، خپور شو په‌کې راغلي، د خبریالانو پر وړاندې نه‌یوازې دا چې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې اطلاع‌رسونه او رسنیز کارونه هم ډېر محدود شوي دي.


په دې راپور کې راغلي، په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت د دورې په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی. 


د دې بنسټونو په ګډ راپور کې زیاته شوې، تېرو اووه میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۲ پېښې ثبت شوي چې ښيي خبریالانو سره ډېر تاوتریخوالی طالبانو کړی.


د ۱۴۰۰ کال په لومړیو میاشتو کې یعنې هغه مهال چې جمهوري نظام و، دا شمېره یوازې ۳۵ وه.


د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مرستیال فرهاد بهروز د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۱۱۷ قضیې ثبت شوي. له ۵ زرو زیات خبریالان بې‌دندې شوي او ۲۲۴ رسنۍ تړل شوې دي."




له رسنیو او خبریالانو د دې دوو ملاتړو بنسټونو رسمي شمېرې ښيي چې د تاوتریخوالي په ګډون، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اطلاعاتو ته لاسرسی، ځان سانسوري او اقتصادي ستونزې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ننګونې دي. 


په دې راپور کې زیاته شوې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۳۰ سلنه نورې د اقتصادي ستونزو له امله په وقفه‌يي او محدود ډول فعالیت کوي.


د دې راپور په اړه مو د طالبانو نظر وپوښت، خو ویاندویان‌یې خبرو ته حاضر نه‌شول. 


له دې وړاندې د طالبانو حکومت د جمهوري دورې د ټولیزو رسنیو قانون د عملي کېدو وړ بللی و او ویلي یې و، د بیان ازادۍ ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي. 


د دې دوو رسنیزو بنسټونو له‌خوا سږ کال صداقت غورځنګ، حسیب‌الله بهش، قطب‌الدین کوهي او عارف کریمي د غوره خبریالانو په توګه ونومول شول. 


د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دا دوه ملاتړي بنسټونه داسې مهال خپل کلنی راپور خپروي چې د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان، له رسنیو د ملاتړ نړیوال سازمان، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د خبریالانو ملي کور بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او ځینو نورو ادارو وغوښتل چې د افغان خبریالانو د ساتنې او ملاتړ په خاطر له دوی ملاتړ وکړي. 


د کب ۲۷مه د جمهوري نظام پر مهال د جمهور رئیس محمد اشرف غني له‌خوا په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې چې اوس هر کال نمانځل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus