Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په بلوچستان کې څلور او جنوبي وزیرستان کې یو امنيتي سرتيری وژل شوی

د بلوچستان په سيوۍ کې د پاکستان سرحدي ځواکونو (ايف سي) څلور او د جنوبي وزیرستان په سرا راوغه کې يو پوځي وژلی دی. دواړه بريدونه په سړک کې د ايښودل شوو بمونو په ذريعه شوې دي.

د سيوۍ ځايي چارواکو د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په سانګان سيمه کې نامعلومه وسله والو ماسپخين مهال د ايف سي ځواکونو پر ګاډو د ريموټ کنټرول بم چاودنه وکړه چې له امله یې ۴ سرتيري مړه او ۱۰ ټپيان شول. د چارواکو په خبره حمله هغه وخت وشوه چې کله د امنيتي ځواکونه اهلکاران له يو چيک پوسټ څخه بل ته تبديليدل.




ګڼ امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او زخميان یې په هيلي کاپټرونو کې د کوټې سي اېم ایچ روغتون ته رسولي دي. هلته ډاکټرانو مشال راډيو ته ويلي چې د ځينو زخميانو حالت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.


بلخوا په جنوبي وزیرستان کې يو امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې د مارچ په ۱۴مه په سراروغه کې د پوځيانو يو ګاډی د سړک غاړې په بم وخوت چې له امله یې يو سرتیری ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې زمه واري منلې ده. 


د مارچ په ۱۵مه په يوه بله حمله کې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې يو ځايي قومي مشر ملک دریا جان حیدر خیل وژل شوی دی. د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر عقیق حسین د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې مخ پټو وسله والو د مارچ پر ۱۴مه په میرعلي بازار کی پر ملک دريا خان ډزې وکړي او وې واژه. هغه زياته کړه چې وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.


د نوموړی په وينا پولیسو د نامعلومه کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړې دي.


په تېرو څو مياشتو کې په پاکستان کې وسله وال بريدونه زیات شوي دي. په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې پر ولسي مخورو ۴ او پوليسو ۲ هدفي بريدونه شوي دي. د بلوچستان په سیوۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې د اېف سي ځواک د وژلیو سرتېرو شمېر اووه ته رسېدلی او ۲۵ کسان ژوبل دي. د سیوۍ د پوليسو ضلعي مشر دوستين دشتي مشال راډيو ته وويل چې د مارچ اتمې بريد له حکومتي مېلمستون سره نېږدې شاوخوا تر هغې شاوخوا نیم ساعت وروسته وشو چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هلته د سیوۍ د کلنۍ مېلې په اختتامي غونډه کې ګډون کړی وو.


د فرورۍ په مياشت کې له پاکستانه د ازادۍ اخیستو لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ ليبريشن ارمي په پنجګور او نوشکي کې د ايف سي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې تر درې ورځو یې دوام درلود. دې ډلې په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوی ۱۳ بريد کوونکو په دې حملو کې له يو نيم سلو ډير عسکر ووژل خو د پاکستان حکومت ويلي وو چې ۱۲ سرتيري او ۲۰ وسله وال وژل شوي وو.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus