Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فضل الرحمان: د پارلېمان اکثریت له حکومت مخالفه ګوندونو سره ملګری دی

پاکستان کې د حکومت مخالفه سياسي اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر ويلي چې د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو لپاره د پارلېمان اکثریت له حکومت مخالفه ګوندونو سره ملګری دی.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې پرون (مارچ اوومه) په اسلام اباد کې د مسلم لیګ نواز ګوند له مشر شهباز شریف او د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره تر لیدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.


نوموړي وویل، د عدم اعتماد تحریک که بريالی کېږي او که ناکامېږي، دا د سیاسی بهیر یوه برخه ده.


بلخوا په پېښور کې د جمعيت علما اسلام یو مخکښ او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر اکرم خان دراني هم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد د تحریک راوړلو لپاره يې چمتووالی نيولی دی.


"موږ په روانه اوونۍ کې په قامي اسمبلۍ کې غوښتنليک جمع کوو. پر سپيکر دا لازمه ده چې په ۱۴ ورځو کي به د اسمبلۍ غوڼده رابلي او له هغه سره دا واک هم شته چې په دريو ورځو کي یې راوبلي. حکومت به وګوري، که د پارلیمان اکثریت ورسره وي، نو غونډه به ژر راوغواړي او که نه بيا به له ځنډه کار اخلي."




خو بل پلو، حکومت دریځ لري چې د پارلېمان تر نیمايي زیات غړي له هغوی سره ولاړ دي او پخپله وزیر اعظم عمران خان هم ویلي چې که د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړل شو نو مقابله به یې کوي.


بلخوا بيا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د يو مخکښ علیم خان "ډلې" د دې ګوند د يو بل مخکښ جهانګیر ترین په "ډله" کې د ګډون اعلان کړی دی.


عليم خان پرون (مارچ اوومه) په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دوی په پاکستان تحریک انصاف ګوند کې د څوکيو ترلاسه کولو لپاره نه بلکې د "نوي پاکستان" جوړولو لپاره شامل شوي ول خو اوس هغوی "له حکومتي چارو مایوسه دي" نو ځکه بیا خپلې هلې ځلې پيلوي.


کله چې خبریالانو له علیم خانه پوښتنه وکړه چې په عدم اعتماد تحريک کې به دوی له عمران خان سره ملګري وي یا به له حکومت مخالفه ډلو سره ولاړ وي نو په ځواب کې هغه وویل چې په دې اړه به له ملګرو سره تر مشورې وروسته پرېکړه کوي.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو تر څنګ د حکومت مخالفه ګوندونو احتجاجونو هم زور نيولی.




پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته به نن (مارچ اتمه) اسلام اباد ته رسېږي. په دې احتجاجي لاريون کې د ګډون لپاره د عوامي نېشنل ګوند قافلې هم نن له خيبر پښتونخوا څخه د اسلام اباد پر لور روانې شوې دي.


بلخوا د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.


په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا ايسټېبليشمنټ يې تر شا ولاړ ول. دوی له وخت مخکې د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي. خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي.


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus