Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو په اړه د طالبانو د حکومت ځینې سپارښتنې

وروسته له هغه چې نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې  د امانت صندوق او نړیوالې ټولنې د تمویل کوونکو په غوښتنه له افغانانو سره د مرستې لپاره نوې تګلاره اعلان کړه، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت تازه په دې اړه ځینې سپارښتنې مطرح کړي. 


په دې اړه د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له بودجې د وتلو پروژو د تطبیق لګښت دې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا را کم شي، له موازي جوړښتونو دې ډډه وشي او د اساسي اصولو په توګه دې له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځواب وینې او پلټنې ډاډ ترلاسه شي. 




خو اعلامیه کې زیاته شوې، دغه پراختیايي پروژې د بشر دوستانه مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ودې لامل ګڼل کېږي چې یو غوره او ګټور ګام دی. 


د طالبانو حکومت د مالېې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل، په دې  اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د مالیې وزارت د نړیوال بانک د مدیره پلاوي له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخه یې افغانستان له وجهي صندوق یعنې، ARTF څخه له یوه میلیارډه ډالر ډېرې پیسې، ازادې کړي چې ۶۰۰ میلیونه ډالره یې بېړنیو اړتیاوو لکه د زده کړو، روغتیا، کرنې او کلي او پراختیا ته له ملي بودجې پرته، ځانګړې شوي."  




د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک د تازه اعلان شوې کړنلارې له مخې د افغانستان د بیا رغونې د امانت صندوق له یو میلیارډ ډالرو څخه زیاتې پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو نادولتي موسسو په ګډون په افغانستان کې د درېیمې ډلې په توګه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي ځانګړې شي. 


په ورته وخت کې د افغانستان بانک هم د دغو کنګل شوېو پېسو د ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي: "د دې مرستو د اغېزناکتیا او پایښت لپاره دې دا مرستې د اړوندو بنسټونو له لارې ولګول شي." 


 دې مرستو ۶۰۰ میلیونه ډالر به په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ته ورکړل شي. 


نړیوال بانک په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي: "هدف د مهمو لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د زیانمنونکو افغانانو خوندي ساتل او د بنسټیزو اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو دوام دی."


په دې صندوق کې شته پیسې د افغانستان له هغو ملي شتمنیو جلا دي چې دا مهال د امریکا او اروپا بانکونو کې کنګل شوي دي. 


له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په ټپه له درېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له ګواښ سره مخامخ شو او ملګرو ملتونو دې هېواد کې د بشري ناورین له خبرداري سره د مالي مرستو غوښتنه وکړه. 


د نړیوال بانک چارواکو هغه مهال ویلي و، که مرستندویه هېوادونه دا پلان تصویب کړي نو دا پیسې به د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان کې لګول کېږي او طالبان به ورته لاسرسی یا پرې کنترول ونه لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus