Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له افغانستانه د افغانانو د وتلو په اړه د طالبانو د حکومت تازه درېځ

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې بهر ته د افغانانو پر تللو د ده وروستۍ خبرې سمې نه دي تعبیر شوي.


نوموړي نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ده د خبرو مطلب دا وو چې هغه افغانان چې اسناد نه لري، او بهر ته په غیر اصولي او قاچاقي ډول تګ چې هېواد وال له خطر سره مخامخ کوي منعه دي.




ښاغلی مجاهد دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا متحدو ایالاتونو او بریتانیا بهر ته د افغانانو د تګ په اړه د نویو محدودیتونو په اړه د نوموړي د تېرې یکشنبې د ورځې پر څرګندونو اندېښنه ښودلې او ویلي ېې دي چې ښایي هغه له افغانستانه د یو شمېر کسانو د ایستلو لپاره د دوی روانې هڅې له خڼد سره مخامخ کړي. 


د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مجاهد په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانان پرته له کوم عذره د تګ اجازه نه لري او ښځې هم نه شې کولای له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي. 


د افغانستان لپاره د بریتانیا شارزدافیر هوګو شورټر پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل چې د طالبانو له خوا پر ازاد تګ راتګ دغه محدودیتونه ورته د نه منلو دي.


نوموړي له طالبانو غوښتي و چې سمدستي دې د خپلو څرګندونو وضاحت ورکړي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون ناوخته وویل چې د طالبانو څرګندونې یې چې په رسنیو کې خپرې شوې لیدلي او په دې اړه یې خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي دي. 


دغه ویاند زیاته کړې چې زموږ د افغان متحدینو د ایستلو لپاره زموږ امکانات په دې پورې تړلي چې طالبان له افغانستانه په ازادانه توګه د خلکو د وتلو په اړه پرخپلو ژمنو عمل کوي که نه. 




خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ننني ټویټ کې د دغو اندېښنو په اړه دا هم ویلي چې هغه هېواد وال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي، کولای شي له هېواده بهر سفر وکړي او هم په ډاډمن ډول بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي. 


خو ښاغلي مجاهد له شرعي محرم پرته بهر د ښځو پرسفر د محدودیت لګولو په اړه څه نه دي ويلي.  


د رویترز په وینا تر اوسه نه ده څرګنده چې بهر ته پر افغانانو د سفر په اړه دغه نوي محدودیتونه به د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هغه هڅې چې په ترڅ کې یې غواړي له افغانستانه په زرګونو کسان وباسي، له خنډ سره مخامخې کړي.


دا هغه کسان دي چې په تېرو نږدې ۲۰ کلنو کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو، پوځونو او پروژو سره کار کړی او په لوېدیځو هېوادونو کې د پناه اخیستو مستحق پېژندل شوي خو تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus