Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراین په ادېسه ښار کې لا هم ګن شمېر افغانان بند پاتې دي

په اوکراین کې د جګړې اور لا د افغانانو ګڼ مېشتې ښار ادېسې ته نه دی رسېدلی خو یو شمېر یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.


د ادېسې ښار یو افغان استوګنی خوشال چې پولنډ سرحد ته یې د موټر مزل کړی ازادی راډیو ته یې وویل:" حالات خو بس دغه حالات دي، چې سرحده پورې لس کیلو مټره پلې مزل دی، نور به موږ ورته پلې مزل کوو، توکل په خدای چې څه کېږي."


د اوکراین په ادېسې ښار کې د افغانانو ملي کلتوري ټولنه وايي، یو شمېر افغانان له ادیسې وتلي، یو شمېر په لاره دي خو دېری لا هم په ښار کې دي.


د دغې تولنې مشر جنت سبحان تڼي په دې اړه چې ولې دا افغانان تر اوسه په وتلو نه دي بریالي شوي ازادي راډیو ته وویل:" هغه کسان چې د اکراین تابعیت لري او عمر یې له اتلسو تر شپیتو کلنو دی نه شي وتلای ځکه چې د جمهور رئیس فرمان دی، البته نارینه، ښځینه نه."




د نوموړي په خبره، ډېری افغانان هم په دغه فرمان کې شاملېږي.


ادېسه د اوکراین په جنوب کې یو تجارتي ښار دی چې ډیری افغانانو هم په کې پانګونه کړې او د کار و بار خاوندان دي.


ښاغلی تڼی که څه هم وايي، په دغه ښار کې د استوګنو افغانانو شمېر هر وخت په یو حال نه دی پاتې خو په خبره یې، د اوکراین له نورو ښارونو دلته ډېر افغانانو اوسېږي چې تر دوه نیم زرو پورې یې اټکل کېدای شي.


مخکې د اوکراین په نورو ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنې کیف کې هم د استوګنو افغان مسافرو او محصلانو د ژوند په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.


په دې کې داسې کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تخلیې په پروسه کې اکراین ته تللي دي.


خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د افغان وګړو ژوند خوندي کړي.


په چک جمهوریت کې افغان سفیر شهزاد ګل اریوبي هم ازادی راډیو ته ویلي و دوی هڅه کوي چې اوکراین کې افغان کډوالو او محصلانو سره مرسته وکړي، څو یو خوندي ځای ته ولېږدول شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus