د طالبانو حکومت: پلاوي مو تهران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره لیدلي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د دې پلاوي مشري یې کوله، د دې لیدنې په اړه نن په کابل کې خبریالانو ته وویل: "له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود او نورو افغانانو سره مو هم په ایران کې ولیدل. ټولو ته مو ډاډ ورکړ چې ټول راتلی شي په هېواد کې ډاډه ژوند کولای شي. موږ هېچا ته د امنیت او نورې ستونزې نهجوړو."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د هېواد راتلونکی د ټولو لپاره ډاډمنه وي او هېچا ته د مخالفت دلیل پاتې نهشي.
له دې مخکې کورنیو رسنیو د مقاومت د جبهې د ویاندویانو له قوله د مقاومت جبهې د مشرانو او طالبانو د کتنې په اړه راپورونه رد کړي وو.