هرات کې موټرپلورونکي د ګمرکي تعرفو له لوړوالي سر ټکوي
دوی پرون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسولانو سره په خبرو کې ویلي دي چې د ګمرکي تعرفو لوړوالی لامل شوی چې د سوداګریزو توکو ډېره برخه یې په ګمرکونو او سرحدونو کې بنده پاتې شي او همدا ډول په بانکونو کې د پیسو بلاکېدل یې لامل شوي چې ګمرکونو ته د خپل موټرو محصول ور نه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، د هرات د موټر پلورنکو ټولنې له مسوولانو سره په همغږۍ باید د ګمرکي تعرفو د کمولو په خاطر یوه طرحه حکومت ته وړاندې شي چې دا ستونزه حل شي.