هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان په اړه د هند په کوربتوب په جوړېدونکې غونډه کې ایران، روسیې او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو د برخې اخېستو ژمنه کړې ده.
دا غونډه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جوړیږي او هند د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
پاکستان ویلي دي چې خپل استازی دې غونډې ته نه استوي او تر اوسه چین هم په دې غونډه کې د ګډون پخلی نه دی کړی.
د افغانستان لپاره د سیمې په کچه د ملي امنیت د سلاکارانو ورته دوې غونډې په ۲۰۱۸میلادي او ۲۰۱۹میلادي کلونو کې په ایران کې شوې وې.
هغه وخت ژمنه شوې وه چې درېیمه غونډه په هند کې جوړه شي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له امله دا غونډه وځنډېده.