د بښنې نړیوال سازمان د ایران پر حکومت غږ کړی چې هغه دوه ایرانیان چې بهرني تابعیتونه لري او له نژدې یو کال راهیسې د تهران په ایوین زندان کې د بند موده تېروي خوشې کړي.
ناهید تقوي د جرمني او مهران روف د بریتانیا تابعیتونه لري چې دواړه د ۲۰۲۰ میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په بند کې دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې دوی د خپلو انساني حقونو د کارولو په خاطر بندیان شوي دي.
د ایران یوې انقلابي محکمې په تېر اګسټ میاشت کې دا کسان د ملي امنیت د ګواښلو په تور په لس کال او اته میاشتو بند محکوم کړل.
ناهید او مهران دواړو دا تورونه رد کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان هغه مهال دا محاکمه ډېره غیر عادلانه بللې وه.