عزیزي بانک خپلو ټولو ګډونوالو ته اعلان کړی چې د دوی ټولې څانګې د کار لپاره چمتو دي.
دې بانک نن سې شنبه (د تلې په ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، هر څوک چې په عزیزي بانک کې خپلې پېسې لري او غواړي چې ترلاسه او یا هم بل چاته واستوي په اسانۍ سره کولی شي دغه چاره ترسره کړي.
د عزیزي بانک په اعلامیه کې ویل شوي، پخوا به د دې بانک ټول ګډونوال د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مرکزي دفتر تلل، خو اوس دغه چاره اسانه شوې او ټولې نماینده ګانې کولی شي خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې.
په اعلامیه کې د عزیزي بانګ چارواکو له قوله لیکل شوي چې د نوي نظام په راتګ سره ټول کابل میشتي په ځانګړي ډول مېرمنو ته به د کابل ښار په څو برخو کې نوې نماینده ګۍ پرانېستل شي.
دا بانک داسې مهال دا اعلان کوي چې له دې وړانډې خلکو نه یوازې له دې بانکه بلکې له نورو بانکونو څخه هم خپلې پیسې په ورځو ورځو نه شي ترلاسه کولی.
کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته پرېکړه وشوه چې ټول بانکونه به په اوونۍ کې خپلو ګډونوالو ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ او یا هم ۲۰۰ امریکايي ډالر ورکوي چې دې چارې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.