امریکا له افغانستان سره د ۶۴ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوښت دا کنفرانس نن مازیګر پیل شو.
ښاغلي ګوترش غونډې ته په وینا کې پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د ۶۰۶ ملیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.
ښاغلي ګوترش وویل، افغانان له څو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته اوس له ډېر خطرناک وضعیت او د خپل هېواد د بشپړ سقوط له احتمالي ګواښ سره مخامخ دي.
که څه هم ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو لپاره لېوالتیا ښودلې، خو ځینو مرستندویانو له دې کبله اندېښنه ښودلې چې د بشري مرستو لپاره د دوی پیسې به په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، په څه ډول مصرف شي.
په همدې دلیل ځیني هېوادونو د دې پیسو د ورکولو په برخه کې د شرایطو غوښتنه کړې.