Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګوادر کې د چينايانو پر ګاډي بريد: يو چينايي ژوبل

د بلوچستان په ساحلي سیمه ګوادر کې په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان ټپيان شوي دي. چارواکي وايي، د برید نخښه چینايي انجینیران ول.

د ګوادر ډېپټي کمېشنر عبدالکبیر زرکون او د هغه ځای د پولیسو مشر اېس پي فرحان زاهد د اګست د ۲۰مې نېټې په شپه ناوخته خبریالانو ته وویل، د چینايي انجینیرانو یوه قافله بلوچ وارډ ته نېږدې پر نېشنل های وې د تېرېدو په حال کې وه چې برید پرې وشو. هغوی وايي، برید ځانمرګی معلومېږي خو په دې پېښه کې هېڅ کوم چینايي تن ته صدمه نه ده رسېدلې خو په برید کې وژل شوي ماشومان د پېښې پرمهال هلته د لوبېدو په حال کې ول چې دغه حمله وشوه.




هلته په اسلام اباد کې د چین سفارتخانې د اګست پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي چې په ګوادر کې ترسره شوي برید کې یو چینایي انجینیر هم ژوبل شوی دی. په بیان کې ویل شوي، دا ډول بریدونه د چین او پاکستان اړیکې نه شي خرابولای خو پاکستان ته پکار ده چې د چینايي انجینیریانو امنیت ته کلکه پاملرنه وکړي.


د چین سفارت پر خپلو اتباعو غږ کړی چې له احتیاط نه دې کار واخلي او بې له ضرورته دې بهر نه وځي.


چارواکو پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې دا ماشومان له پېښې وروسته د امنیتي چارواکو پر ډزو وژل شوي دي. په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه د۱۰ او ۱۱ کالو ترمنځ ښودل کېږي.




د ګوادر د پولیسو مشر فرحان زاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په برید کې چینايانو ته ځکه ځاني تاوان نه دی اوښتی چې پاکستاني امنیتي سرتېرو د هغوی ښه ساتنه کوله. پولیس وايي، له پېښې وروسته یې پلټنې پيل کړي خو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.


بلوڅ ليبرېشن فرنټ په نوم وسله والې ډلې د ګوادر د چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده. پر ټولنیزو رسنیو په خپور کړي بیان کې یادې ډلې ویلي چې په دغه برید کې یې ګڼو چینايي انجینیرانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده خو پاکستاني چارواکي دا ادعاوې ردوي.


تر دې وړاندې، د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې پر یوه بس کې چاودنه لږ تر لږه نهه چينايان او درې پاکستاني وګړي وژل شوي ول. دوی د داسو ډېم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه. پاکستاني چارواکو ويلي‌ چې د چينايي‌ وګړو حفاظت ته یې پام دی او د پېښې پلټنې کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هغه مهال ویلي و چې د بر کوهستان په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس ترسره شوی برید ځانمرګی و او تور یې پورې کړی و چې په هغه حمله کې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو لاس وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus