Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د جګړې دوام؛ طالبانو 'شولګره، دولت‌اباد، دوشي او جلګه' ولسوالۍ ونیولې

د طالبانو له‌خوا د ولسوالیو د نیولو په دوام، دې ډلې نن په بلخ ولایت کې شولګره او دولت‌اباد ولسوالۍ او په بغلان کې دوشي او جلګه ولسوالۍ نیولې دي.


د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي او د دولت‌اباد ولسوال جلال‌الدین قاري‌زاده ازادي راډیو ته د دې دوو ولسوالیو د سقوط خبره تأیید کړې ده.


خو د بغلان ځايي چارواکي بیا د دوشي او جلګې ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه‌وايي، خو طالبان‌یې د نیولو ادعا کوي.


پرون هم دې ډلې د نږدې ۱۷ ولسوالیو د نیولو دعوه وکړه، خو افغان حکومت رد کړه او ویې‌ویل، د جګړې پر مهال شاتګ او پرمختګ شته او دا د طالبانو بری نه‌دی.


بل‌خوا بیا افغان ځواکونه هم توانېدلي په تخار ولایت کې د هغو شپږ ولسوالیو له ډلې چې طالبانو ترې نیولي دوه‌یې، بنګي او خواجه غار بېرته ونیسي.


د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل، دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوي او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.




د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو پرون ازادي راډیو ته وویل، د لاسه وتلیو سیمو د بېرته نیولو لپاره بشپړ پلان شته، خو د پوځي محرمیت له کبله‌یې توضیحات ورنه‌کړل.


په ورته وخت کې د میمنې ښار ته چې پرون‌یې د امنیتي وضعیت په اړه د ترینګلتیا راپور ورکړل شو، تازه دمي سرتېري ور رسېدلي دي.


سیمه کې چارواکي وايي، د ښار د سقوط وېره نه‌شته او ژر به هغه سیمې هم بېرته ونیسي چې طالبانو پرې ولکه ټینګه کړې.


هلته له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای د سیمې خلکو او پخوانیو مجاهدینو هم وسله پورته کړې ده.


په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست او نوماند بسم‌الله محمدي له خلکو غوښتي چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر خوا ودرېږي او دوی چمتو دي چې وسلې او تجهیزات ورکړي.


ښاغلی محمدي زیاتوي: "زه یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د خپلو خلکو په ملاتړ ټینګار کوم. له خپلو وطن‌پاله خلکو غواړم، هر چېرې چې اوسي له خپلو ځواکونو ننګه وکړي. افغان حکومت چمتو دی چې له دې ارمان د دفاع په هدف هر ډول اسانتیاوې دوی ته برابرې کړي."




خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني که له یوې خوا د ولسي پاڅوون کوونکو په ملاتړ ټینګار کوي، خو د مدیریت غوښتنه یې هم کوي.


"حکومت باید ولسي پاڅون کوونکي تمویل، تجهیز او مدیریت کړي. د ولسي پاڅون کوونکو مدیریت یوه مهمه خبره ده، ځکه د نه مدیریت پر مهال کېدای شي دوی په راتلونکي کې د امنیت ضد په جریانونو بدل شي. "


په ورته وخت کې د کورنیو چارو نوماند وزیر عبدالستار میرزکوال د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو سره وېډیويي خبرو کې هغوی ته امر کړی چې جنګي کړنلاره بدله او له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.


ښاغلي میرزکوال خبرداری ورکړی، هغه کسان چې د خلکو او له خاورې د دفاع په برخه کې ناغېړي وکړي او یا خپلو سپارل شویو دندو ته پام ونه‌کړي، سخت او جدي چلند به ورسره وشي.


د کورنیو چارو نوماند وزیر داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې له وړاندې یو شمېر رپوټونه شته چې په یو شمېر سیمو کې امنیتي پوستې د ځینو مشرانو په منځګړیتوب طالبانو ته بې له کومې نښتې پرېښودل شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus