په داسې حال کې چې د پاکستان د نورو برخو په څېر خیبر پښتونخوا کې هم د بجلۍ نیشتوالي له بحران سره مخ ده، صوبايي حکومت د بجلۍ پیدا کولو د ۱۹ نویو منصوبو منظوري ورکړې ده. بل خوا اپوزیشن ګوندونه وایي چې دا منصوبې به په سمه توګه عملي نشي ځکه چې صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده.د دې موضوع مختلف اړخونه د کرښې پر غاړه کې بحث شوي دي.