Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکايي عسکرو په وژنه روسی انعام: له سپینې ماڼۍ راپور وغوښتل شو

د امريکا پارلېمان غړيو له سپینې ماڼۍ د يوې ورځپاڼې د هغه رپورټ په باب نورو مالوت غوښتې چې پکې راغلي دي، روسيې په افغانستان کې د مېشت امريکايي عسکرو د وژلو لپاره له طالبانو سره تړاو لرونکيو وسله والو ته د انعامونو پېشکش کړی دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې خبرې انکار کړی چې هغه ته کله هم د دې استخباراتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي خو نيويارک ټايمز ورځپاڼه چې د دې مبينه انعامونو په تړاو يې راپور خپور کړی، وايي، ټرمپ ته په دې اړه د مارچ په مياشت کې ويل شوي ول.


استازې لېز چېني د جون پر ۲۸مه نېټه ويلی ول، که په ورځپاڼه کې خپاره شوي تورونه ریښتيا وي نو د پارلېمان غړي حق لري چې خبر شي چې څوک په خبر وو او څه وخت؟


نوموړي پر ټويټر پاڼه ليکلي چې سپینه ماڼۍ بايد خامخا په دې اړه وضاحت وکړي چې ولې ولسمشر او مرستيال ولسمشر ته مالومات ورکړل شوي نه ول؟ هغه دا غوښتنه هم وکړه چې بايد خبر شي چې د دې په غبرګون کې د امريکايي ځواکونو د ژغورلو لپاره کوم ګامونه پورته کړل شول او دا چې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن څه احستاب شوی دی؟


نيويارک ټایمز د يوه نامعلوله چارواکي چې په دې اړه ورته مالومات ورکړل شوي ول له خولې ويلي چې د روس پوځي استخبارتي ادارې (جې ار يو) يوه پټه ډله چې په اروپا کې په وژنو او نورو کاررويانو کې لاس لري. د ۲۰۱۸ز کال د کاميابو حملو په بدل کې د انعامونو ورکولو وړاندیز کړی وو.


ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه نېټه په خپاره شوي رپورټ کې ويلي چې څو مياشتې وړاندې امريکايي استخبارات دې نتيجې ته رسېدلي ول چې د روس پوځي استخباراتو له طالبانو سره تړاو لرونکيو وسله والو ته د انعامونو ورکولو وړانديز کړی وو او په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي ول. خو ولسمشر ټرمپ د جون پر ۲۸مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې هغه ته د دې قضيې په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي. هغه زياته کړه چې هر څوک له دې خبرې انکار کوي او دده په وينا پر دوی (امريکا) زيات بريدونه شوي نه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus