Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان ته به د کورونا وبا له لاسه لویه بېروزګاري ترغاړې وي

د پاکستان منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقی وزیر د یوې سرکاري څېړنېزې ادارې د ورکړو شمېرو پر اساس وايي، که یې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا له لاسه ښاربند او ټولبند همداسې دوام وکړ نو څه باندې دوه کروړه اتیا لاکه کسان بېروزګاره کولی شي.

وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له ښاربنده په یوه میاشت کې ۱۱۹ اربه روپۍ د محصولاتو په مد کې کمې شوې دي. د ده وینا وه: (په همدغه ۱۱۹ اربه روپو به مو د صحت نظام چلولو، د تعليم نظام به هم چلولو، بجلۍ به هم پیدا کول وي او هر کور ته به قدرتي ګیس هم رسول وي، له غريبو خلکو سره مرسته هم کول دی نو دا هغه څه دی چې حکومت ورسره مخ دی خو د دې هر څه نه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې سره په [هېواد] کې د غربت په کچه اغيز کيږي.)


اسد عمر د پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ د څېړنې په حواله وویل، چې د کورونا وایرس بنديزونو لږ تر لږه دوه کروړه او زیات نه زیات اوو کروړو پورې خلک به د بېوزلۍ تر کچې لاندې ولاړ شي.


هغه کومې اقتصادي څانګې دي چې ولس به پکې بېروزګاره کيږي؟ د څيړونکی ډاکټر محمد ناصر په اند تر ټولو بد اقتصادي اغېز به د ټرانسپورټ، رېسټورانونو، هوټلونو، تعميراتو او زراعت په برخو کې ډېر وي.


دی زیاتوي چې دا وخت د پاکستان د مزدور کاره طبقې تر نیمايي زیات د بې روزګارۍ له خطر سره مخامخ دي، ځکه چې ډېری یې بې له رسمي کاري تړونه (کنټريکټ) کارونه کوي. په ډېرو ادارو کې د کارګرانو ټولنې نشته او نوکري یې هر وخت له خطر سره مخامخه وي. لویو لویو کارخانه دارو لا له مخه په سوونه خلک له نوکریو ويستي دي. د شخصی سکولونو استادان په کورونو ناست دي او معاش ورته نه ورکول کيږي پاکستان کې یوازې حکومتی روزګارونه تر څه حده پورې خوندی دي او څه هغه روزګارونه چې په ښه شخصی ادارو کی دي خو که دا ښاربند یا لاکډاون دوې میاشتې نور داسې دوام وکړي نو په پاکستان کې ۳۳ ميليونه خلک بې روز ګاره کېدای شي. دا مهال په پاکستان کې ۶۵ مليونه خلک مزدور کاره طبقه ده چې پکې ۳۳ ميلیونه یې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ دي. 


د څېړونکي ډاکټر ناصر د څرګندونو په تاید د خيبر پښتونخوا د چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز مشر مقصود انور وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ټولبنده اتیا فیصده کارخانې بندې شوې دي. د نوموړي په خبره چې له دې څخه کارخانه دارو ته تقريبا ۵۰ یا شپیته اربه روپۍ زیان رسېدلی دی.


د مقصود انور په خبره چې د ملک اقتصاد بیا ښه کېدل به وخت واخلي او تر ډېرې مودې پورې به منفي اقتصادي وده روانه وي.


 خو د سرکاري اقتصادي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ څيړنکار ډاکټر محمد ناصر په اند اقتصادي وده دوې بڼې لري. یوه یې اقتصادي ځوړ یا لاندې تګ او څه موده پس بیا یک دم پورته تلل وي. او بله بڼه یې یې دا ده چې اقتصاد لاندې ولاړ شی او په لاندېنۍ کچه زیات وخت تير کړي او بیا ورو ورو پورته خېژي.


د ډاکټر ناصر په وینا د کورونا وايرس وبا په نتيجه کې د رامنځ ته شوي افتصادي صورتحال په اړه د نړۍ اقتصادی پوهان اټکل کوی چې چونکې دا مهال اقتصادی هلې ځلې موږ خپله په ټپه درولې دي، ټوله بنیادی ډانچه موجوده ده نو اقتصاد به بیا یک دم پورته کېږي. خو نوموړي اندېښنه وښودله که د کورونا وايرس له امله د ټولبند موده زیاته شي نو د معاشی بدحالۍ او زیاتې بې روزګارۍ له امله به په لويو ښارونو کې د جرمونو کچه لوړه شي او هېوادونه به له امنيتي ستونزې سره مخامخ شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus