البانیا کې یوې بېړۍ ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي
د البانیا دفاع وزیرې اولتا شاکا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتلیې د یونان لور ته پورې وځي، وژغورل او سیمهییزو چارواکو تهیې وسپارل.