Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2026

Новости за 27.01.2026

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه: له طالب چارواکو سره نژدې په هرو لیدنو کتنو کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو موضوع مطرح کیږي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، برتراند وایي، د طالبانو له چارواکو سره نژدې پرهرو لیدنو کتنو او تعامل کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع مطرح کیږي خو پرهغوی د لګول شویو محدودیتونو لیرې کیدل اسانه خبره نده. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې د همدې لپاره له طالبانو د دوی اصولي تعامل او دوامداره خبرې روانې دي. هغه پرښځو او په ځانګړې توګه د نجونو پرزده کړې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونوته په اشاره وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: دی هیله لري چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدانشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي دی «هیله لري» چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدا نه شي، خو ده سیمې ته یو «لوی سمندري ځواک» استولی او د هوایي بریدونو احتمال یې هم ندی ردکړی. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۶مه له اکسيوس سره په مرکه کې وویل چې د ایران اړوند وضعیت «بدلېدونکی» دی، ځکه هغه سیمې ته «لوی سمندري ځواک» لېږلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د برید ډلې په ګډون د «يو اېس اېس ابراهام لنکن» په مشرۍ د الوتکو وړونکې بېړۍ اوس د منځني ختیځ په اوبو کې ځای پر ځای شوې ده. خو ټرمپ زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن چهارشنبې له سعودي عربستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي. افغانستان په دې سیالیو کې چې اندونیزیا یې کوربنه ده، په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې ترسره کړي دي. دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: طالب چارواکي باید د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د لغوه کولو پریکړه سمدستي لغوه کړي

د بښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنېشنل) د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو منع کول، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د دوی د کمپاین یوه برخه بللې ده. دې سازمان د سې ‌شنبې په ورځ، د دلو په ۷مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالب چارواکي باید سمدستي دا پرېکړه لغوه کړي او دغو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له ګواښ او فشار پرته خپلې مشروع چارې په ازاد ډول ترسره کړي. امنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د تاپي د ګازو د نل ‌لیکې کارونه چټک شوي دي

د تاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په هرات ولایت کې یوې نوې مرحلې ته رسېدلې او د دې نل لیکې ۹۱ کیلومتره اوږده کرښه د نلونو د ایښودو لپاره چمتو شوې ده. له منځنۍ اسیا څخه خپریدونکې د تریند ورځپانې د سې شنبې د ورځې د راپورله مځې دا خبره په افغانستان کې د تاپي پروژې مشر او د ترکمنستان جنرال قونسل، باتیر یولوف، د هرات له والي سره په لیدنه کې کړې ده. چارواکو ویلي چې د دغې کرښې ترڅنګ څو کاري کمپونه هم جوړ شوي او تمه ده چې د دې پروژې د هرات د برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي. ترکمنستان د دې پروژې پلي کېدو ته لومړیتوب ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: طالبان باید نړیوال مسولیتونه پرځای کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، که طالبان غواړي افغانستان بیرته له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره یوځای شي، باید هغه نړیوال مسولیتونه، په ځانګړې توګه د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې چې دې هیواد کړي، پرځای کړي. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل، د ښځو د حقونو ترڅنګ په ټوله کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت یوه لویه ستونزه ده. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشرتابه له لوري ډیرې پریکړې په ناسم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د مظاهرو پر مهال ځینې افغانان هم وژل شوي

د ایران په وروستیو مظاهرو کې چې د ایراني ځواکونو له پراخې ځپنې سره مل وې یو شمېر افغان کډوال هم وژل شوي دي. ازادي راډیو په دې ویډیويي راپور کې د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې، د خواله رسنیو د کاروونکو او فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو د معلوماتو په اساس د ځینو هغو افغانانو په اړه معلومات راټول کړي چې په وروستیو مظاهرو کې وژل شوي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

سېف د چلډرن: د پنځه میاشتې مخکې زلزلې اغېزمنو شویو کورنیو ژوند د یخ موسم له کبله له خطر سره مخامخ دی

داسې مهال چې نن سه شنبه د جنورۍ ۲۷مه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل شوی د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف د چلډرن" خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ په پنځه میاشتې مخکې شوې زلزله کې د اغیزمنو شویو کورنیو او ماشومان ژوند د سختې یخنې او اورښتونو له امله له خطر سره مخامخ دی. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې دوشنبه د جنورۍ ۲۶مه یې په خپل ویب پاڼه خپره کړې ویلي، لا هم نږدې ۵۷۰۰ کورنۍ د سختې یخنۍ او واورې په منځ کې په خیمو کې ژوند کوي او یوازې په یو ترپال سره له واورې او سوړ باد خوندي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لار پرانیستل شوه

افغانستان کې دطالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايی د سالنګ لار پرانیستل شوه. دوزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۷مه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه لویه لاره د ماسپښین له ۲:۰۰ بجو راهیسې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د سالنګ په لویه لاره د سفر پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، د ترافیکو قوانین مراعات کړي، او د ژمي خوراکي توکي او ګرمې جامې، او همدارنګه د وسایطو تجهیزات او توکي لکه چینونه او دموټر غوړ له ځان سره ولري. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په دونتسک او اودیسه د روسيې نوي مرګونې بریدونه

د اوکراین چارواکي وايي روسي ځواکونو په دوو جلا بریدونو کې دوه کسه ووژل او د دوو کوچنیانو او یوې امیدوارې ښځې په شمول یې ۲۰ تنه نور ټپیان کړل. د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ په اساس ، دغه بریدونه د اوکراین د دونتسک ختیځ کې د سلوویانسک ښار او په جنوب کې بندري ښار، اودیسه کې شوي دي. د سیمې والي اولیګ کیپر په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې روسي ځواکونو څه دپاسه ۵۰ ډرونونه وتوغول چې له امله یې دهستوګنې څو ودانۍ ، یوه کلیسا او څو ښوونځي زیانمن شول. د تورسمندر په غاړه داوکراین دصادراتو او وارداتو لپاره مهم اودیسه... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

یو افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونونو په مهال وژل شوی

دازادې اروپا / ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا،د موندنو په اساس د یزدان تمنا په نامه یو ۱۸ کلن افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونو په مهال د مرغومې په اتلسمه په مشهد کې په سر په ګولی ویشتل شوی وژل شوی دی. دغه ځوان او یو ایرانی ملګری یې ، د قاسم اباد سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې ویشتل شوي دي. خو په ایران کې د وروستیو لاریونونو په ترځ کې د افغانانو د وژل کیدو دقیق شمیر تراوسه نه دی خپور شوی او ایراني چارواکو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. خو فردا راډیو ته سرچینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دامریکايی رسنیو رپوټونه وايي د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د واشنګټن او طالبانو ترمینځ خبرې روانې دي

نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ له څو میاشتو راهیسې پټې خبرې رواني دي چې تمرکز یې د بندیانو په خوشې کولو دی چې ولسشمر ټرمپ ته اولویت لري. در پوټ په اساس، په داسې حال کې چې واشنګټن د لږترلږه دریو امریکايي بندیانو دخوشي کیدو غوښتنه کړې طالبان وايي دوی سره د دینیس والتر کویلې او پولینیسیس جاکسون په نومونو یواځې دوه امریکایان بندیان دي. طالبان وايي د محمود شاه حبیبي په نامه د دریم افغان الاصله امریکايي دبرخلیک په اړه معلومات نلري. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ته ویلي ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کراچۍ يوه سړي او د هغه مېرمنې د چين د پولې پر لور په پښو تګ پیل کړی

د پاکستان له کراچۍ ښاره يو سړي او د هغه مېرمنې د چين د پولې پر لور پلی تګ پیل کړی دی. دغه کسان اوس پېښور ته رسېدلي دي. هغوی مشال راډیو ته ويلي چې د مياشتو په دې سفر کې يې سختۍ ليدلي، خو ځای پر ځای يې ولس هرکلی هم کړی دی. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

د سختو ورښتونو په ترڅ کې د کونړ زلزله ځپلي هیر شوي

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې نن ورښتونه روان دي او سباته هم د ورښتونو اټکل شوی دی. په دې ترڅ کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف د چلډرن" خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د پنځه میاشتې مخکې زلزلې له امله د اغیزمنو شویو کورنیو او ماشومان ژوند د سختې یخنې او اورښتونو له امله له خطر سره مخ دی.

Mashaalradio.com 

خوست کې د ۲ کورنیو تر مينځ ۱۱ کلنه "دښمني" په "دوستۍ" بدله شوې ده

د افغانستان د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د قومي مخورو په هلو ځلو او مينځګړتوب د دوو کورنیو تر مينځ ۱۱ کلنه "دښمني" په "دوستۍ" بدله شوې ده. د يادې دښمنۍ پر مهال دواړو لوريو ته پکې ځاني او مالي زيانونه اوښتي ول. د پخوانۍ دښمنۍ ښکیلو لورو له نورو خلکو هم وغوښتل چې شته دوښمنۍ خپل نوي نسل ته په میراث کې پرینږدي. د خوست د ځايي ادارو د معلوماتو له مخې یوازې د هغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کېد شخصي دښمنیو ۳۴۲ قضیې ثبت دي. ويډيويي راپور .

Mashaalradio.com 

پاکستان کې ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي، ۱۳ ژوبل دي

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په دریو جلا، جلا ټرافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه (د جنورۍ پر ۲۶مه) په صوابۍ کې له انبار انټرچېنج سره نېږدې د باران پر مهال د يو ټرېلر له دريو نورو ګاډو سره د جنګېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول. نوموړي زياته کړه د پېښې ژوبل کسان د هغې ضلعې باچا خان روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. اخوا د پاکستان ډان او جيو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جاپانیانو چین ته له لېږدوونکو پانډاګانو سره مخه ښه کړې

د جاپان حکومت هغه دوه پانډاګان چین ته لېږدوي چې بیجنګ ورته د "پانډا ډېپلوماسۍ" په نوم د لسیزو پخواني دود له مخې ورکړي ول. په دې لړ کې د جنورۍ پر ۲۵مه ګڼ خلک د ټوکیو ژوبڼ ته له دوو پانډاګانو سره مخه ښې ته ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ټوکیو او بیجنګ ترمینځ تعلقات ساړه شوي دي. په دې اړه د رویټرز او اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د المپیک ملي کمیټې مشر د اسیا المپیک شورا د لیاقت جایزه ګټلي ده

په تعبید کې د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې مشر حفیظ الله ولي رحیمي د اسیا د المپیک شورا د "لیاقت"جایزه ګټلي ده. هغه ته دا جایزه د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) د ازبکستان په پلازمینه دوشنبې کې د دې شورا په۴۶مه عمومي ناسته کې ورکړه شوه. رحیمي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشري په غاړه لري. په ۲۰۲۱کال کې د تیر جمهوري نظام له پرځیدو وروسته دې کمیټې په تعبید کې په کار پیل وکړ چې مشري يې ښاغلی رحیمي کوي. که څه هم د افغانستان دننه د طالبانو حکومت احمد الله وثیق د المپیک د ملي کمیټي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونیسیف؛ په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده. یونیسیف د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل، "د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز، د دوه نیم میلیونو نجونو سربیره په ښوونځيو کې د هلکانو په نوملیکنه هم کمښت راوستی دی". دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د یوه نوي نسل راتلونکی په خطر کې اچولی دی. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومه دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ۱۹کلنې لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د نړېوال جام د دویم پړاو په لومړنۍ لوبه کې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه. د سریلانکا او افغانستان ترمنځ دا لوبه نن دوشنبه ترسره شوه چې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۴۹،۵ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه. د سریلانکا لوبډلې وکولی شو چې په ۴۶ م اور کې ټاکل شوی هدف پوره او د ۴ ویکټو په توپیر لوبه په خپل نوم کړي. په دې پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د جمعې په ورځ له ایرلینډ سره ده. د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې د نړېوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي

په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي. د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، د واورې توپان په بیلابیلو ایالتونو کې میلیونونه کسان اغیزمن کړي دي. د دغو راپورونو له مخې، په ټکساس ایالت د موټرو د ښوییدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي. د جرمني خبري اژانس د نیویارک ښارول زوهران ممداني په حواله راپور ورکړی چې په دې ښار کې پنځه کسان د یخې هوا له کبله مړه شوي دي. راپورونه وايي، د ټکساس او نیویارک سربیره په میشګین او لوییزیانا ایالتونه کې هم خلکو ته مرګژوبله اوښتي ده. له تیرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کیدو غبرګونونه راپارولي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لغوه کول د رسنیو د ازادیو خلاف بللي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي". یاد سازمان دا اقدام "د واکمنې ادارې د یو غږیز سیاست په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د بهیر دوام" بللی دی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus