Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2026

Новости за 13.01.2026

Pa.azadiradio.com 

نوی ډیلی او کابل د اړیکو پراخیدل مهم بولي

په هند کې د افغانستان سفارت چې چارې یې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نومول شوي لوړپوړي ډیپلومات ته سپارل شوي وایي، نوي ټاکل شوي شارزدافیر یې له هندي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو پرلارو چارو خبرې کړي دي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې نوراحمد نور لومړنی ډيپلومات دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د شارزدافیر په توګه ګومارل شوی. سفارت په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي نور د دندې له پیلیدو سره سم له هندي چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ ایراني لاریونوالو ته: «اعتراضونو ته دوام ورکړئ; مرسته په لار ده»

د متحدوایالاتو ولسمشر، دونالدټرمپ، دسه شنبې په ورځ وویل چې ایرانیان باید خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړي، دولتي تاسیسات ونیسي او د« ځپونکو عاملانو او قاتلانو» نومونه ثبت کړي. ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ،تروث سوشال کې ولیکل: «ایراني وطنپالو ! ،اعتراضونو ته دوام ورکړئ.» ټرمپ زیاته کړه: « د معترضینو د بې معنی وژنې تر درولو پورې یې ایراني چارواکو سره ټولې لیدنې لغوه کړي، مرسته په لار ده.» د امریکا ولسمشر وروستیو ورځو کې د ایراني لاریونوالو دملاتړلپاره ګڼ پیغامونه خپاره کړي دي. د شنبې په ورځ یې ولیکل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خبري هایلایټ

دافغانستان، سیمی او نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین د روسیې د تیرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې او د ملیونو خلکو بريښنا یې پرېکړې

اوکرایني چارواکي وايي په دغه هیواد باندې د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې ۴ کسه مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي. ددغو بریدونو په نتیجه کې د برښنا او تودوخې شبکې هم زیانمنې شوي او په ملیونو خلک د ژمې په دې سړه هوا کې له برښنا او د تودوخې له خدماتو بې برخې شوي دي. ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسي ځواکونو داوکراین په اتو سیمو دغو بریدونو کې تقریبا ۳ سوه ډرون ، ۱۸ بالیستیک توغندي او ۷ کروز توغندي کارولي دي. زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل چې په دغو بریدونو کې د انرژي او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي. روسي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي

د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د جنورۍ پر ۱۳مه سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي.د بلوچستان ګرینډ الاینس په نوم د سرکاري ملازمینو اتحادیې مشرانو په قلات، دالبندین، تربت، پسني او پښین ضلعو کې د احتجاج په توګه د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره لويې لارې تړلې وې او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د وفاقي ملازمینو په څیر دې ورته په تنخاګانو کې د توپير کمولو تخصيص يا ډيسپېريټي ريډکشن الاونس (ډي ار اې) ورکړل شي. سرکاري ملازمينو تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۱۲مه د هغې صوبې په خضدار، کلا سيف الله،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د انترنیت پرې کېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو او کورنیو تماسونه پرې شوي

په ایران کې د لاریونونو له امله د انټرنېټ د بشپړ د پرې کېدو نه پنځه ورځې تېریږي. په افغانستان کې یو شمیر هغه کورنۍ چې خپل خپلوان یې په ایران کې مېشت دي وایي، د خپلو عزیزانو له وضعیت نه لا هم بې‌خبره او له دې امله سخت اندېښمن دي. د بامیان ولایت اوسېدونکې فرشتې، سې شنبه د جنورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې له خپل ورور سره چې اوس مهال په ایران کې دی اړیکه نه ده روغه شوې: "زما مشر ورور ایران کې دی، هغه په افغانستان کې زما د مور، ورور او خور ملاتړ کوي. تر څلورو ورځو زیات وخت کېږي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایران وايي له امریکا سره مذاکراتو او جنګ دواړو ته چمتو دی

ايران ويلي چې له امریکا سره خبرو او جګړې دواړو ته چمتو دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې په هغه هېواد کې د مظاهرچیانو پرضد تر حکومتي اقدام وروسته امریکايي ولسمشر تهران ته د پوځی اقدام ګواښ کړی دی. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر خپل مالونه د پاکستان له بندرونو بیرته افغانستان ته صادروي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ترانزیټ سوداګریز توکي چې د کراچۍ، ګوادر په بندرونو او دغه شان له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي "د صادرونکو ( مالکینو یا سوداګرو) په غوښتنه له هر دغه بندر یا نقطې څخه بېرته صادر شي." خو دا چې چیرته په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. د دې وزارت په یوه خبرتیا کې چې یوه کاپي یې سې شنبه د جنورۍ ۱۳ مه ازادي راډيو ترلاسه کړې راغلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ ( اف، بي، ار ) ځانګړی معافیت ورکړو. که څه هم په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړل

ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړي چې افغان اړمن ځوانان او ښځې د وړوکسبونو له لارې مشروع عاید ترلاسه کړي. د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC) نن سه شنبې خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې د ایټالیا دغه مرسته د مشروع عاید دترلاسه کولو د فرصتونو د زیاتولو له لارې د ښځو او ځوانانو د سوکالۍ لپاره لګول کیږي. اعلامیه زیاتوي چې د بدیل معیشت ددغې پروژې دوهمه مرحله د یو ملیون یورو په لګښت په هرات او ننګرهار ولایتونو کې پلې کیږي او زیات تمرکز به یې د زعفرانو او ګلابو د کښت په پراختیا وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګرمسېرو ولایتونو ځيني ښوونکي: په مناسب چاپېریال کې د زده کړو فرصت نه دی راته برابر

د افغانستان د ځینو ګرمسېرو ولایتونو او سیمو اوسېدونکي وایي اوس چې په ښوونځیو کې د کال څلورنیم میاشتنۍ ازموینې روانې دي، د ښوونځیو د ودانیو د ننګونو له امله حتی ډېری وخت دا ازموینې هم په خپل وخت نه اخیستل کېږي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې په سیمو کې یې اکثره ښوونځي یا ودانۍ نه لري او یا هم په خبره یې رغولو ته اړتیا لري چې ماشومان په ازاد چاپېریال یا د خیمو لاندې زده کړو ته اړ باسي. د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د ښوونځي یو ښوونکي حکمت الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په ټول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لسګونه پاکستانیان له ایران خپل هیواد ته ستانه شوي

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کبله هلته مېشت لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) د تحقیقاتو د فډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول. پاکستاني چارواکي تمه لري چې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) به هم د ۵۰ زده کوونکو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ټرمپ : دایران په اړه "پیاوړو انتخابونو" باندې غور روان دی ; عراقچي: هم خبرو او هم جنګ ته تیار یو

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وايی د ایران په هکله " ډیرو پياوړو " انتخابونو باندې غور کوي، تهران وايي امریکا سره هم خبرو او هم جګړې ته چمتوالی لري. په عین حال کې رپوټونه وايی په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو په ترځ کې سلګونه یا ممکن زرګونه کسان وژل شوي دي. ټرمپ وړمه ورځ خبریالانو ته وویل چې دامریکا پوځ د لاریون کوونکو دملاتړ په لارو چارو فکر کوي. بلخوا ، د ټرمپ او نوروامریکايی چارواکو له مکررو ګواښونو وروسته ، دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون وویل چې ایران هم جګړې او هم خبرو ته امادګي لري. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له ایرانه لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي

په ایران کې د حکومت ضد د مظاهرو د پراخېدو له وجې هلته مېشت لسګونه پاکستانیان بیرته هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) یو پیغام خپور کړی وو او ویلي يې وو چې له پاکستانه دې خلک ایران ته "غیر ضروري سفر" نه کوي او هلته مېشت پاکستانیان دې هم له "احتیاطه" کار واخلي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د جنورۍ پر ۱۳مه د هغه هېواد د تحقیقاتو د فیډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 پاکستان وايي افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو کې بند پاته دي کیدای شي بیرته صادر شي

د پاکستان د تجارت وزارت اعلان وکړ چې هغه افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو او نورو سرحدي لارو کې بند پاته دي کیدای شي د صادروونکو په غوښتنه له هر بندر بیرته صادرشي. د تجارت وزارت دا پریکړه وروسته لدې وکړه چې د فدرالي عوایدو ادارې په دې برخه کې ځانګړې استثناء ومنله. افغان سوداګرو مخکې ویلي وو چې د ملیارډو ډالرو په ارزښت ددوی زرګونه کانتینر مال یواځې د کراچی بندر کې بند پاته دی. افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د تجارت وزارت دنوې پریکړې په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو دافغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شپږ پاکستاني پولیس د شمالي وزیرستان په ټانک کې وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي. د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس پرون دوشنبه د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو مخالفانو د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو یو زغره وال موټر په چاودیدونکو موادو باندې هدف ګرځولی دی. تراوسه هیچا د دغې پیښې مسولیت نه دی اخیستی. د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ویلي چې پیښه به څیړي. پرون دوشنبه د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې په دوو جلا امنیتي پیښو کې دوه ملکیان او درې وسله وال مخالفان وژل شوي دي. د دې پیښو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د حج لپاره نوملیکنه د مرغومي له ۲۴مې پيل او د سلواغې تر ۴مې دوام کوي

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا چهارشنبه ( د جدي ۲۴مه) د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره نوم لیکنه پيلوي او د دلوې تر ۴مې به دوام ولري. دغه وزارت پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې پخوا یې فرضي حج کړی غوښتنه کړې چې له بیا نوم لیکنې ډډه وکړي څو نورو کسانو ته زمینه برابره شي. خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې راتلونکي حج لپاره به څه شمېر افغان زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ځي. د حج په تېرو مراسمو کې ۳۰ زره افغانانو ګډون درلود.

Pa.azadiradio.com 

په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د خبرېالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي

دغې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۲۲مه) یوه خبرپاڼه کې وویل چې میرمن رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوي دي. وړاندې راغلي چې د نوموړې نیول کېدا د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري. پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته. تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي و چې طالبانو ناظره رشیدي د تیرې سې شنبې په ورځ نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده. د ناظرې خور هاجرې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغه د کندوز د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له ایران سره په سوداګرۍ کوونکو هېوادونو ۲۵ فیصده تعرفه اعلان کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو هېوادونو باندې ۲۵فیصده تعرفه اعلان کړه چې له ایران سره سوداګري کوي. ښاغلي ټرمپ دوشنبې ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې ولیکل:« هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره به د خپل هر ډول تجارت په خاطر ۲۵فیصده تعرفه ورکوي.» هغه ویلي چې دا اعلان سمدستي د اجرا وړ دی. د ولسمشر ټرمپ دا اعلان به په ایران چې پراخې مظاهرې پکې روانې دي لا فشار زیات کړي. له ایران سره د سوداګرۍ اصلي شریکان هند، چین او ترکیه دي چې بېرته له امریکا سره هم په ترتیب پراخې سوداګریزې اړیکې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مولوي عبدالکبیر: هیچا ته، په هیڅ ځای کې د حکومت ضد خبرې اجازه نشته

وروسته له دې چې د طالبانو لوی مشر پر طالب چارواکو نیوکې منع کړې، د طالبانو د کابینې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د حکومت په ضد خبره وکړي. رسنیز او سیاسي فعالان دا خبري د بیان ازادۍ خلاف بولي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus