Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2025

Новости за 21.11.2025

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د جرمونو د پلټنې ملي ادارې یو افغان تبعه د خلکو په قاچاق تورن کړ

د بریتانیا رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ، عبادالله علیمي چې ۲۵ کلن افغان دی او په ډبلین کې اوسي، د نوومبر په ۱۹مه وروسته له هغه د بلفاست په ګرانډ سنټرل سټېشن کې ونیول شو چې له ډبلین څخه یې په ریلګاډي کې بلفاست ته سفر وکړ. هغه له پنځه نورو افغان وګړو سره یو ځای سفر کاوه. د بریتانیا د جرمونو د پلټنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د ادارې له لوري پر هغه شک دی په انساني قاچاق کې لاس لري. ادعا کېږي چې علیمي له یوې کورنۍ سره او همداراز له بل نارینه سره یو ځای سفر کاوه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارادۍ په څپوکې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي اوسوداګرۍ اړیکو کې دغه په ټپه دریدلی حالت که هغه همداسې وکړي، ایا د سیمې له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره د طالبانو روانې هڅې به د پام وړنتیجه ورکړي، داسې چې که پرپاکستان د افغانستان اتکا یومخ کمه نه بلکې حد اقل ته یې ورسوي؟

Pa.azadiradio.com 

فاطمه بوش د نړې د ښکلا ملکه شوه

تیره شپه، په تایلینډ کې د "د نړۍ د ښکلا ملکې" سیالۍ په پای کې، له مکسیکو نه فاطمه بوش د ۱۲۰ نجونو په ډله کې بریا ته ورسېده. مګر د وروستیو پایلو له اعلان څخه دمخه، سیالي له خنډونو او کړکیچنو شیبو ډکه وه. د فاینل څخه څو ورځې دمخه، د سیالۍ تایلینډي تنظیم کونکي په یوه عامه غونډه کې فاطمه بوش ته سپکاوی وکړ، هغه یې د خپلو دندو د یوې برخې غفلت کولو لپاره "ناپوهه" وبلله. بوش سمدلاسه له غونډې ووته. دې پیښې پراخ غبرګونونه راوپارول؛ د مکسیکو ولسمشرې د فاطمې بوش ملاتړ وکړ او ویې ویل فاطمه د هغو میرمنو لپاره یوه ښه بیلګه وه چې د بې احترامۍ په وړاندې ودریږي.

Mashaalradio.com 

د پنجاب په حراستي مرکزونو کې بندي افغانان څه وايي؟

د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې حکومت داسې لنډمهاله حراستي مرکزونه پرانېستي چې پکې افغان کډوال ساتل کېږي. چارواکي وايي په دغو مرکزونو کې هغه افغان کډوال په موقتي ډول ساتل کېږي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وي. ځینو افغان کډوالو مشال راډيو ته وویل چې په دغو مرکزونو کې مناسب خواړه او نور انتظامات نه ورکول کېږي خو چارواکي وايي دوی پوره انتظامات کړي دي. د مشال راډیو د خبریال وېډیويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

تلویزیون نړیواله ورځ؛ دا رسنۍ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې څومره بدله شوې؟

په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیونونو یو شمېر مسوولین، خبریالان، ښځینه ویاندویانې او د ټلویزیوني پروګرامونو تولیدونکي وايي، د طالبانو حکومت په دې هیواد کې پر تلویزیوني خپرونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

Mashaalradio.com 

د هند یوه جنګي الوتکه دوبۍ کې د هوايي نندارتون پر مهال وغورځېده

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د منځني ختیځ د ترټولو لوی هوايي نندارتون په وروستۍ ورځ یوه هندۍ جنګي الوتکه پرېوته او پېلوټ یې ووژل شو. دا پېښه د نومبر پر ۲۱مه وشوه چې پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې د الوتکې د غورځېدو صحنه لیدل کېږي. د رویټرز او فرانس پرېس اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له هنده د سوداګرۍ د لا زیاتېدو او د کارګو د لوژیستکي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د طالبانو حکومت له هند څخه وغوښتل چې سوداګري نوره هم پراخه کړي او د مالونو د لېږد لپاره په افغانستان کې د کارګو لوژستیکي مرکزونه جوړ کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې کابل له نوي ډيلي سره اړیکې پیاوړې کوي او له پاکستان سره له پرله‌پسې شخړو او د لارو له بندېدو وروسته بدیل لارې لټوي. د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ له هند څخه وغوښتل چې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره د منظم سمندري ترانسپورت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. دغه بندر د هند له لوري اداره کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پر وړاندیزونو له ولسمشر ټرمپ سره ویني

د اوکراین ولسمشر وروسته له دې چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د سولې د طرحې مسوده ترلاسه کړه، اعلان وکړ چې تمه لري په «راتلونکو ورځو» کې له ډونالډ ټرمپ سره د دې طرحې په اړه خبرې وکړي. ولودیمیر زیلنسکي ټینګار وکړ چې هر ډول توافق باید «عزتمنه سوله» وي او په کې د اوکراین د «خپلواکۍ او حاکمیت درناوی» تضمین شي. همداراز ټاکل شوې چې د اوکراین د درې اروپایي متحدانو؛ جرمني، بریتانیا او فرانسې مشران، نن جمعه (د لړم ۳۰مه) له زیلنسکي سره خبرې وکړي. د امریکا وړاندیز شوې طرحه له کیف څخه غواړي چې مسکو ته پراخ امتیازونه ورکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

روسیه وايي افغانستان کې د داعش پر موجودیت اندېښمنه ده

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیاله استازې انا اوستېګنېوا وايي هېواد یې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په موجودیت اندېښمن دی.نوموړې د نومبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، دا ډله خپل نفود پراخوي او غواړي چې افغانستان او ورها خوا سیمه بې ثباته کړي. انا اوستېګنېوا وویل چې په افغانستان کې د داعش پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي او د مخنیوي لپاره یې یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا شته. په امنیت شورا کې د روسیې استازي سرګي شویګو تر دې مخکې ویلي ول چې په افغانستان کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستاني سوداګر له افغانستان سره د تجارت تر بندېدو وروسته له ایرانه مېوې واردوي

په پاکستان کې د تازه مېوو سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو له امله اوس له ايرانه تازه مېوې واردوي. دوی وايي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د لارو بندېدو د تازه مېوو تجارت په ټپه درولی چې له کبله يې د پاکستان سوداګرو ته مالي زیانونه رسېدلي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.




Mashaalradio.com 

ارشد اقبال پښېمان وايي ټولنيزو رسنیو پښتو ادب ته تاوان نه بلکې ګټه رسولې

ډاکټر ارشد اقبال پښېمان د خيبر پښتونخوا د کرک اوسېدونکی دی چې دا مهال د سعودي عرب په کنګ عبدالعزيز پوهنتون کې د انګليسي ژبي او ادبیاتو استاد دی. نوموړی په پښتو کې شاعري او ليکنې کوي چې د ړنګ عسکونو په نوم يې شعري ټولګه چاپ شوې ده. راشد خټک په ځانګړې مرکه کې له نوموړي سره د هغه د ژوند، شاعرۍ، په پښتو ادب کې د نوو رجحاناتو او د ټېکنالوژۍ د اغېز ترڅنګ پر نورو موضوعاتو ورسره خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان وايي، د افغان زلزله ځپلو د درملنې لپاره یې طبي ټیم افغانستان ته استولی

د قزاقستان د روغتیا وزارت وايي، روغتیايي ټیمونه او طبی وسایل یې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته استولي دي. دغه وزارت پرون (پنجشنبه) افغانستان ته د قزاقستان په استول شوې طبي ډله کې داسي متخصصان شامل دي چې د تروما او عاجلو حالاتو په برخو کې تجربې لري. د قزاقستان د روغتیا وزارت د خبر له مخې، د دغه هیواد ډاکترانو په افغانستان کې لسګونه ناروغان معاینه کړي، مشورې یې ورکړي او جراحي عملیات یې کړي دي. په وروستیو کې دوو سختو زلزلو د افغانستان په ختیځ او شمال کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

Pa.azadiradio.com 

سوداګر وايي، د هوا له لارې به چین جلغوزې صادرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې سږ کال د جلغوزو حاصلات د ښه دي او ټاکل شوې چې دا محصول د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادر شي. د دغو خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزید پنجشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د جلغوزو د صادراتو د اسانتیا لپاره له افغان هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي. د افغانستان د وچو میوو د صادرونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې یوازې خوست ولایت سږ کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه جلغوزه تولید کړي، او د نورو ولایتونو مجموعي حاصلات ښايي ۳۵ زره ټنو ته ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نیویارک ښاروال ممداني له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ویني

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، نن، جمعه (د لړم ۳۰مه) د نیویارک له نوې منتخب ښاروال له زهران ممداني، سره، په سپینه ماڼۍ کې وګوري. دا به د ولسمشر ټرمپ او د نیویارک د نوي ښاروال ترمنځ لومړنۍ کتنه وي. ټرمپ او ممداني پخوا څو ځله یو پر بل نیوکې کړې وې. ټرمپ د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو پر مهال د ممداني د سیال اندرو کومو ملاتړ کاوه. ممداني بیا څو ځله د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې پر مهال د اسراییل د ملاتړ او د مهاجرتي محدودیتونو پر پالیسیو، توندې نیوکې کړې وې. ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پنجاب په یوه فابریکې کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي

د پنجاب د فیصل اباد کې په یوه فابریکه کې د ګازو چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي. د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير انور په يو بيان کې ويلي دي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) د فیصل اباد ملک پور سیمې ته نژدې په یوه فابریکه کې ګاز وچاودل. د ژغورنې ادارې په لومړني بیان کې ویلي چې پیښه سهار وختي د فابرییکې د بایلر له چاودېدو وروسته وشوه چې له امله یې فابریکه او نژدې ودانۍ ونړېدلې. خو وروسته تایید شوه چې ګاز لیک شوی دی. د کمېشنر دفتر په بیان کې ویل شوي دي چې ۱۵ جسدونه را ایستل شوي دي. لس تنه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د فلسطین معذوره فوټبالران وايي نهیلي نه دي

په فلسطین کې د اوږدمهالې ناکرارۍ او په غزې کې د جګړې پر مهال زرګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. سلګونه داسې لوبغاړي هم دي چې په جګړو کې د بدن له غړو محرومه شوي دي. اوس هغه معذوره لوبغاړي د فوټبال په لوبلړۍ کې برخه اخلي او وايي ولس ته د هیلې ورکولو لپاره لوبېږی. د دوی په وینا، په هر حال کې خپلو لوبو ته ادامه ورکول غواړي. د رویټرز اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

د خوست د ورزې خلک پوخ سړک غواړي

د خوست د ورزې سیمې اوسیدونکي د یادې سیمې د سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي. دوی وايي، په یاده لاره د دې ولایت ګڼو سیمو ته خلک تګ او راتګ کوي خو د دوی د پرلپسې غوښتنو سره، سره هم د ورزې لارې جوړولو ته پام نه دی شوی. بل لوري ته ځايي مسوولین وايي، چې د ورزې لارې تخنیکي سروې او ډیزاین ترسره شوي او دوی د بودیجې منظورۍ ته په تمه دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې

Pa.azadiradio.com 

د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د سوداګرۍ وزیر پر دوه اړخیزه تجارت خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره پرون تر لیدو وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې له ښاغلي عزیزي سره یې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ، اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې. نور الدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر هند ته ولاړ. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته وویل چې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال د افغانستان د خصوصي سکتور غړیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې په افغانستان کې د داعش موجودیت ته اندیښه ښکاره کړه

د ملګرو ملتو لپاره د روسیې مرستیالې استازې په افغانستان کې د داعش خراسان موجودیت ته اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ډله خپل نفود پراخوي او غواړي چې افغانستان او ورها خوا سیمه بې ثباته کړي. انا اوستیګنیوا د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ دا هم وویل چې د داعش پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي او د دې ترهګرو د مخنیوي لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا شته. په امنیت شورا کې د روسیې استازي سرګي شویګو تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د نړیوالو افراطي ډلو مربوط تر دوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر: پلازمینه تهران باید بل ځای ته ولیږدوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې د ګڼې ګوڼې او د اوبو د ژور بحران له امله باید د ایران پلازمینه له تهران څخه بل ځای ته انتقال شي. په تهران کې سږ کال ډیر لږ باران وریدلی دی چې د ځینو راپورونو له مخې په تیرې یوې پیړۍ کې دومره لږ ورښت نه و شوی. پزشکیان تر دې مخکې هم د اوبو له امله بلې سیمې ته د پلازمینې د لیږدیدو نظر ورکړی و. د ایران ایرنا اژانس د پنجشنبې په ورځ د پزشکیان په وینا خبر ورکړ چې وایي، حقیقت دا دی چې دوی بله هیڅ چاره نه لري، دا یو ضرورت دی چې پلازمینه بل ځای یوسو، د دې سیمې د اوبو ستونزه نه شو هوارولی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په زاپروژیا کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکراین وایي چې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ښار زاپروژیا کې د روسیې د برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. دا خبر تیره شپه د زاپروژیا والي ایوان فیدوروف په ټیلګرام کې ورکړ، خو نوموړي دا نه دې ویلي چې دا برید په څه ډول وسلې شوی دی. تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د لارښود بمونو په اړه خبرداری ورکړی و. زاپروژیا د اوکراین یو صنعتي ښار دی چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه یوازې شل کیلومتره لرې پروت دی.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په هرات ولایت کې د چادرۍ اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره برید بللی دی

په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د برقع یا چادرۍ د اجباري کېدو په اړه د اعتراضونو په دوام، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دا اقدام د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره برید دی. په هغې اعلامیه کې چې د نومبر په ۲۰مه د دې سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار له لوري د دې په ایکس پاڼه خپره شوې، راغلي چې طالبانو په دې محدودیت سره د ښځو ټول حقونه، په ځانګړي ډول د تګ راتګ ازادي، د کار حق او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په جدي ډول نقض کړي. په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې اجباري حجاب د طالبانو د هغه سیاست برخه ده چې له... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus