Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Ноябрь
2025

Новости за 13.11.2025

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دفاع او کورنیوچارو وزیران: پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملین افغانان و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي چې روانه اونۍ په پاکستان کې د دواړو ځانمرګي بریدونو ترسره کونکي افغانان وو. نقوي نن پنجشنبې په اسلام آباد کې د پارلمان یوې غونډې ته چې جریان یې په ژوندۍ بڼه پرټلویزیون خپریده، وویل چې په اسلام آباد او واڼه کې د ځانمرګو بریدګرو هویت تثبیت شوی او دواړه افغانان وو. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم نن د پارلمان په ودانۍ کې خبریالانو ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې پلټونکو په وروستي برید کې د ښکیلو کسانو په منځ کې افغان اتباع موندلي دي. هغه زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر او د پوځ اوسني مشر د ټول عمر لپاره قانوني معافیت ترلاسه کړ

پاکستان په خپلو قوانینو کې ژور بدلون وروسته تر دې راووست چې پارلمان ته وړاندې شوې لایحه تصویب شوه او دا لایحه ولسمشر توشیح کړه. له دې قانون سره چې روانه اونۍ په مشرانو جرګه کې هم بحث پر وشو اپوزسیون ډلې، تحریک انصاف سخت مخالفت وکړ خو دا ډله ونه توانیده چې د دې مخه ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې ډاکټرانو سازمان: په ختیځ کې د ژمي له رارسیدو سره خلک خورا ناهیلي دي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي د افغانستان په ختیځ کې د ژمي په رارسیدو سره خلک خورا ناهیلي او اندېښمن دي. دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې زرګونه خلک زیانمن کړي، چې ډیری ژغورل شوي کسان اوس په موقتي کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړې ډول په کونړ ولایت کې یو شمېر زلزله ځپلي وايي، په ژمي کې د هوا په سړېدو ناروغۍ زیاتې شوي، تر خیمو لاندې ژوند ورته سخت دی او خپل راتلونکي ته اندیښمن دي. فرید د ۲۲ کسیزې کورنۍ سرپرست او د کونړ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خوست اوسېدونکو ځوانانو ته د کار او زدکړو د شرايطو برابرولو غوښتنه کړې

د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې ځوانانو ته دې د ټولنې په چارو کې د فعاله ګډون او د کار او زدکړو شرایط برابر کړل شي. په خوست کې د يوې غونډې پر مهال هغوی زياته کړه چې هلته يوشمېر ځوانانو پوهنتونونه لوستي، خو په حکومتي او ناحکومتي ادارو کې د کار کولو شرایط نه دي ورته برابر شوي. بل خوا د طالبانو حکومت مسوولین وايي چې د ځوانانو غوښتنې يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې او هغوی ورسره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هوارولو ژمنه کړې ده. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: اسټرالیا ممکن پر افغان طالبانو نوي بندیزونه ولګوي

«هیومن رایتس واچ» د چهارشنبې په ورځ د (نومبر پر ۱۲مه) پر خپله وېب پاڼه په یو خپرو کړي بیان کې ویلي دا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونکو د فشار واردولو لپاره یو ښه اقدام دی. په بیان کې راغلي، د اسټرالیا حکومت په پام کې لري چې د تحریمونو په اړه خپلو مقرراتو کې د اصلاحاتو په راوستلو سره پر طالب مشرانو هدفمنده تحریمونه او د سفر بندیزونه وضع کړي. خو دا چې په کومو طالب چارواکو او کله به ولګول شي، جزئیات نه دي ورکړل شوي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي. منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي. پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي. د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹  افغانان خوشي شوي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول. د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي

د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی. دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري. په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه وايي روان کال تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

د یو اېن ډي پي راپور د خپلې یوې سروې یا نظرپوښتنې پر اساس وايي، ډېری افغان کډوالو له پاکستان او ایرانه له ځان سره ګڼ مسلکونه وروړي خو په خپلو پښو درېدو لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دا غونډه پرون( د نومبر په دولسمه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه. د مرکزي اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه د اروپايي ټولنې په کوربه ‌توب جوړه شوې وه. په بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې د سلوونیا، تاجکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان استازیو ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو یو ګډ سیمه‌ییز لیدلوری مهم دی او ګډه همغږي باید پیاوړې شي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل اوسېدونکي: د ډبرو سکرو لپاره د طالبانو حکومت په ټاکلې بیه د پېر توان نلرو

د طالبانو حکومت کابل ښاریانو ته د ژمي تیرولو لپاره د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.اوس د کابل ولایت یو شمیر اوسېدونکي دا بیه لوړه بولي وايي، دوی یې په دې نرخ د اخیستلو توان نه لري. دا کابل ښاریان وايي، پکار ده چې د خلکو بیکارۍ او بې وزلۍ ته په کتو په دې اړه بیا غور وشي. د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي سید مصطفی چې په یو ښوونیز کورس کې کار کوي او وايي، د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ تنخوا لري، جمعه د نومبر په ۱۳ مه ازادي راډیو ته وویل: " دولتي د ډبرو سکرو یو ټن په ۶۸۰۰ افغانۍ دي، که هڅه وکړي چې بیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روبوټه د انسانانو ژوند اسانوي که روزګار یې اخلي؟

په چین کې د ژوند د بېلابېلو چارو تسره کولو لپاره د روبوټونو جوړولو سیالي چټکه شوې ده. هر شرکت کوښښ کوي چې تر بل زيرکه روبوټ جوړ کړي. يو شرکت داسې مصنوعي لاسونه جوړ کړي چې د مغزو یا دماغو په اشاره چلېږي. د شيانو د لېږدولو روبوټونه هم جوړ شوي او د عامه استعمال لپاره بازار ته راتلونکي دي. خو ایا دا نوې ټېکنالوژي به انسانان بې روزګاره کړي؟

Mashaalradio.com 

روبوټه د انسانانو ژوند اسانوي که روزګار یې اخلي؟

په چین کې د ژوند د بېلابېلو چارو ترسره کولو لپاره د روبوټونو جوړولو سیالي چټکه شوې ده. هر شرکت کوښښ کوي چې تر بل زيرکه روبوټ جوړ کړي. يو شرکت داسې مصنوعي لاسونه جوړ کړي چې د مغزو یا دماغو په اشاره چلېږي. د شيانو د لېږدولو روبوټونه هم جوړ شوي او د عامه استعمال لپاره بازار ته راتلونکي دي. خو ایا دا نوې ټېکنالوژي به انسانان بې روزګاره کړي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د رويټرز له ويډيو په جوړ رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځو او نجونو ته ژوند ( د نه زغملو وړ) شوی دی

د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" ته بدل کړی دی. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو ګوښې ته شوي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي. د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی. وړاندې راغلي چې نړۍ باید له افغان ښځو سره لاس یو کړي او د طالبانو له چارواکو د ښځو د حقونو د نقض په خاطر حساب کتاب وغواړي. طالبانو واک ته له رسیدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر ۳۲ هغو ادارو او اشخاصو بندیزونه ولګول چې د ایران د وسلو د تولید ملاتړ کوي

متحده ایالاتو پرون چهارشنبه ( د نومبر ۱۲مه) په څو هیوادونو کې پر اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول. بندیزونه ځکه ولګول شول چې دا اشخاص او ادارې د ایران د بالیستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د تولید ملاتړ کوي.

Pa.azadiradio.com 

خلک او د نظر خاوندان: له پاکستان سره د سوداګرۍ بشپړ بندول به پر بازار منفي اغیز وکړي

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې  پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه به، د خلکو ورځنۍ ستونزې زیاتې کړي. دویی وایي د وارداتو لپاره د بدیلو لارو د نه شتون په صورت کې به، په دې محدودیت سره د توکو بیې پورته او د بېکارۍ کچه هم لوړه کړي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د حکومت د یوې برخې تر ټولو اوږده مرخصي د ټرمپ په لاسلیک پای ته ورسېده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د یوې برخې د مرخصۍ یا ( شټ ډون) د پای ته رسېدو لایحه لاسلیک کړه. دا لایحه د ټرمپ تر لاسلیک مخکې په استازو جرګه کې رایه اچونې ته وړاندې او تصویب شوه. سنا جرګې دوه ورځې وړاندې دغه لایحه تصویب کړې وه. ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مرخصۍ د ملامتۍ ګوته ډیموکراتانو ته ونیوله او په وینا یې دوی په لوی لاس د فدرالي ادارو نژدې یو میلیون کارکوونکي بې معاشه کړي وو. ډیموکراتان بیا د دولت د شټ ډون کېدو پړه پر جمهوري غوښتونکو اچوي. د تصویب شوې لایحې له مخې بودیجه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus