له کلونو راهیسې په پاکستان کې خیریه ټولنې په بېلابېلو لویو ښارونو کې بېوزله خلکو، مزدورانو او مسافرو ته روژه ماتی برابروي. سږ کال هم په راولپېنډۍ او کراچۍ کې د وړیا روژه ماتو سلسله پیل شوې ده. د پاکستان اقتصاد له کلونو راهیسې د مشکلاتو ښکار دی چې له وجې یې هلته بېوزلي او بېروزګاري زیاته شوې ده. د روژه ماتو په اړه د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د بشري حقونو هغه سازمان د مارچ پر ۱۶مه پر خپله اېکس او ووبپاڼه په یوه بیان کې ويلي چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده شوې ده او هغوی له ۲۸ نورو مدني ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو سره يو ځای په هغه هېواد کې د اېکس د بیا بحالۍ لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
د لاهور اوسېدونکي وايي چې هلته ځینې کسان د سړکونو غاړو ته بېلابېلو مارغانو (مرغانو) ته خیراتي غوښه اچوي چې له وجې یې د هغوی شمېر زیات شوی دی او د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي. د هغه ښار د سړکونو غاړو ته ولاړ کسان په پلاستیکي کڅوړو یا لفافو کې غوښه خرڅوي او اخیستونکي یې بیا د خیرات په توګه مارغانو ته اچوي. دیني عالمان وايي شریعت د دې ډول کارونو اجازه نه ورکوي. د ښار اوسېدونکي وايي چې هغه مارغان ټیټ پرواز کوي چې د ټرافیکي پېښو سبب کېږي. کارپوهان هم د دې خطر یادونه کوي او وايي چې د لویو مارغانو له زیاتېدو سره د وړو مرغیو شمېر کمېږي. Читать дальше...
د باميانو له واورو ډکو غرونو کې په دې وروستيو کې د سکي سيالۍ شوي، خو د پخوانيو درېيو کلونو په څېر نجونو په کې ګډون نه درلود. طالبانو نجونې له ورزش منع کړي دي.