د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په تېرو درېيو اوونيو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۶۰ کسان مړه شوي دي. هرات يو له هغو ولايتونو دی چې تر نورو ډېر زيانمن شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د موندلو او استخراج شرکت وايي چې هلته یې د ګیسو نوې ذخیرې موندلې دي. ماړي پېټرولییم کمپني وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی. چارواکي وايي، له هغه ګیسه به پاکستان په کال کې ۲۶۵ مېلیونه ډالر وګټلای شي. نور په رپورټ کې.
د روژې له راتګ سره سم په کراچۍ کې د خرما (کجورې) کاروبار او نرخ لوړ شوی دی. په کراچۍ کې د پاکستان د خرما تر ټولو لویه منډيي ده چې له هغه ځایه د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي. کاروباریان وايي، تېر کال بارانونو د پاکستانۍ خرما حاصل خراب کړ چې له وجې یې له ایران او عربي هېوادونو ورغواړي. په پاکستان کې مسلمانان عموماً روژه په خرما ماتوي. ویډیويي رپورټ.
د هرات اوسېدونکې عایشه وايي، معلمه وه، خو اوس په نشهيي توکو اخته شوې ده. هغه له خپل مېړه او ماشومانو سره د هرات په سړکونو شپې او ورځې تېروي. نور په ویډیو کې:
په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ځمکو پر سر د بېلابېلو سیمو د ولسونو ترمینځ لانجې زیاتې شوې دي. د هغې ضلعې اوسېدونکي وايي د دې لامل د ځمکو د ملکیت رېکارډ نه شتون دی. دوی له حکومته د لانجو د هواري غوښتنه کوي. انتظامي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) په مرسته د ځمکو ثبتولو چارې پیل کړې دي. نور په دې رپورټ کې.