په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ماشومانو پر رواني ستونزو او د هغوی د نفسیاتي صحت ښه ساتلو په اړه غږېدلي یو. په خپرونه کې به خبر شئ چې میندې او پلرونه څنګه کولای شي چې پوه شي چې ماشوم یې له کومې رواني ستونزې سره مخامخ دی. تر هغې وروسته مو پر عمومي صحت بحث کړی دی. بشپړه خپرونه واورئ.
د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتۍ کمېټۍ پر اېکس پاڼه د نوموړې د وینا یوه لنډه ویډیو او بیان خپور کړی دی چې پکې راغلي چې تر "پراخو هڅو وروسته ۱۶۰ بلوڅ احتجاجیان خوشې شوي" دي.
د افغان ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو د کال په پوره کېدو سره، ګڼ شمېر ښځو حرفوي زده کړو او د لاسي صنایعو کاروبار ته مخه کړې ده. په ورته مهال تېره اوونۍ په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی و او ډېری هغو ښځو په کې ګډون کړی و چې په وروستیو کې یې دغو کاروبارونو ته مخه کړې ده.