د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، لس هغه د قانوني اسنادو لرونکي افغانان يې له دې هېواده ايستلي چې د ده په خبره په سیاسې فعالیتونو کې يې لاس درلود. خو هغه د دې افغانانو د سیاسي فعالیتونو په اړه ډېر جزيیات ورنه کړل. بګټي چې نن جمعه په اسلام اباد کې يې یوه خبرې کنفراس کې خبرې کولې وویل، بهرني اتباع نه شي کولی د پاکستان په سیاسي چارو کې مداخله وکړي. بګټي زیاته کړه، دوی اوسمهال د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو په لومړی مرحله کې دي. د هغه په خبره، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي وو، امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنې چټکې کړي او د دوی حکومت ته يې یو فهرست هم سپارلی دی. مجاهد نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، د حکمتیار خبرې حقیقت نه لري او د دوی حکومت له هیچا سره د ټولشموله حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړې. تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له قوله راپور ورکړی و چې امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت... Читать дальше...
د افغانستان په مرکز کابل کې د هنر سرا په نوم په یو مرکز کې نجونې هنري زده کړې کوي. هغوی په داسي حال کې د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز تر دوو کلون زیات وخت ووت. مرکز ته تلونکې نجونې وايي غوښتل یې چې فارغ وخت ښه تېر کړي او څه زده کړي نو ځکه انځورګري کوي. تفصیل د اسوشیتیدپریس خبري اژانس په ویډیويي راپور کې چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي
د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هم د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د حقاني د پاسپورټ ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري خو پلټنې یې پیل کړې دي.
د ارزګان ځينې اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي. د هغوی په وینا، د دغو ښوونځیو ودانۍ د تېر جمهوري نظام د سرتېرو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. د ارزګان اوسېدونکي د دغو ښوونځیو د بیا رغونې غوښتونکي دي. بلخوا ارزګان کې طالب مسوولان د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې ګڼ شمېر تخریب شوي ښوونځي یې رغولي او د پاتې د بیا رغولو چارې روانې دي. د دې راپور د اورېدو لپاره لاند لېنک کېکاږلی شئ:
تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د اسیا جام په لومړنۍ سیالۍ کې هندوستان د ۷ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه هندوستان ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه. افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۳ منډې یې وکړې. په افغان توپوهونکو کې جمشیدځدراڼ ۴۳، محمدیونس ۲۶ او نعمان شاه ۲۵ منډې وکړې. هندي توپ اچونکو کې ارشین کولکرني او راج لیمباني درې درې لوبغاړي وسوځول. هند ورکړل شوی هدف یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۸م اور کې پوره کړ. Читать дальше...
اسراییل پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا شدید کړي چې د فلسطینیانو د نورې محاصرې او سلګونو نورو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي. د جګړې د پراخېدو له کبله واشنګټن ویلي، اسراییل له هغو ژمنو شا ته شوی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې د زیاتو اقداماتو په باب کړې وې. د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې څه باندې۴۵۰ اهداف ویشتلي دي. دا له کله چې اوونۍ مخکې لنډمهاله اوربند مات شو، تر ټولو زیات اهداف ګڼل شوي دي. د غزې اکثریت اوسېدونکي له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې له بشري مرستو،... Читать дальше...
د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، هغه افغانې ښځې چې د طالبانو لخوا بندیانېږي، د شکنجې په ګډون له دوى سره ظالمانه چلند کېږي. د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، د طالبانو له ظالمانه سیاستونو څخه د ښځو هر ډول سرغړونه دوی له هغه ځورونې، وېرولو او لفظي او فیزیکي ځورونو سره مخامخ کوي چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت برابر کړي دي. دې انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې طالبانو په خپله ۲۸ میاشتنۍ واکمنۍ کې د ښځو او نجونو حقونه له منځه وړي او د هغوی پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو څارنه کوي. بایډن د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې د امریکايي ځواکونو د استولو په اړه لیکلي وو چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر ځای پرځای دي چې د امریکا او د هغې د ګټو پر وړاندې له دې هېواده د احتمالي ګواښونو ځواب ورکړي. هغه په دغه لیک کې چې د امریکا د نظامي ځواکونو پر استقرار او په افغانستان، عربستان، اردن، لبنان، ترکیې، جنوبي افریقا، کیوبا او فیلیپین کې له ترهګریزو... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي چې دی به د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي. په پام کې ده، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د پوتین په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې دی به دغو ټاکنو ته ځان کاندید کړي. ولادمیر پوتین په کرملین کې هغو مراسمو ته دا څرګندونې کړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې جنګېدلو سرتېرو د درناوي لپاره جوړ شوي وو او دغو سرتېرو ته د روسیې د اتلولۍ طلايي ستوري مډالونه ورکړل شول.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې هېواد کې د افغانستان ډیپلوماتیکې استازولۍ فعالې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت او په ممبۍ او حیدراباد کې د دې هېواد قونسلګرۍ فعالې دي. د یاد وزارت ویاند اریندام باګچي د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۷مه د رسنیو په اوونیزې ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا تاییده کړه چې د افغانستان دا استازولۍ په هند کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره فعالیت لري. د باګچي د خبرو یوه برخه چې د هندي رسنیو لخوا خپره شوې، ویلي... Читать дальше...
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې پاکستان او ایران د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پخواني صدارعظم عمران خان په زور د کډوالو د ستنولو په بهیر سختې نیوکې کړي دي. محمد اشرف غني د کډوالو په زوره ستنول ظالمانه او د نړیوالو اصولو خلاف بللي او عمران خان بیا ویلي چې دا کړنه به د پاکستان په اړه افغانانو... Читать дальше...
په افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال په بشپړېدو سره د شپږم ټولګیو یو شمېر فارغې نجونې وايي، تر وروستۍ ازموینې وروسته د خوشحالۍ په ځای په سرو سترګو کورونو ته ستنې شوي دي. له شپږم ټولګي فارغه شوې د کابل اوسېدونکې کاینات وايي، د طالبانو حکومت د یندیز له امله نور نو نه شي کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "مونږ د ازموينو وروستۍ ورځې ډېرې په سختۍ او سترس تېرې کړې، ټولو ژړل چې نورې زدکړې نه شو کولى، خو بيا هم ښوونکو مونږ ته تسلي راکوله چې کېداى شي اووم ټولګى پيل کړئ." کاینات... Читать дальше...
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هغه ۳۳۴ بندیان بخښلي چې د جنايي پېښو په تړاو بندیان وو. میرضیایف د ډسمبر میاشتې د اوومې یا د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د ۳۱مې کلیزې په مناسبت دغه فرمان لاسلیک کړی دی. په هغو کسانو کې چې عفوه ورته شوې ۱۸ بهرنیان، ۲۳ ښځې او ۱۵ هغه نارینه شامل دي چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو زیات دی. ۸۸ نور کسان په ممنوعه سازمانونو کې په غړیتوب محکوم شوي وو. د ازبکستان مستبد مشر میرضیایف وخت ناوخت تر لویو مناسبتونو مخکې د عفوې اعلانونه کوي.
په فلسطینیانو کې چې تر ډېره ورباندې د خوړو او څښاک اوبو رسولو لارې بندې شوي، پرون نهیلي په زیاتېدو وه. په داسې حال کې چې پر فلسطینیانو د خوړو او څښاک اوبو د رسولو زیاتې لارې بندې دي، پرون په دوی کې مایوسي په پراخېدو وه. یوه اوونۍ وروسته له هغې چې اسراییل خپل عملیات د غزې د جنوب نیمايي برخو ته وغځول، ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې هېڅ خوندي سیمه پاتې نه ده. د غزې د جنوب په خان یونس او شاوخوا سیمو کې د سختې جګړې له کبله په لسګونو زره کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې پر ډېرو یې د خوړو او څښاک اوبو رسولو لارې بندې شوې دي. Читать дальше...
د افغانستان ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی چې د حزب اسلامي افغانستان مشر ادعا کړې چې د امریکا متحد ایالتونو د طالبانو له حکومته د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې چټکې کړي دي. ګلبدین حکمتیار ظاهراً د خپل ګوند غړو ته په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې واشنګټن د طالبانو حکومت ته یو فهرست هم سپارلی دی. د طالبانو حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې. د محلي رسنیو د راپورونو له مخې حکمتیار ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که یې شرایط ونه منل شي د دوی د مخالفانو ملاتړ به پیل کړي. Читать дальше...
تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان او هندوستان ترمنځ پیل شوې ده. د لوبې پچه هندوستان وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۳ منډې یې وکړې. په افغان توپوهونکو کې جمشیدځدراڼ ۴۳، محمدیونس ۲۶ او نعمان شاه ۲۵ منډې وکړې. هندي توپ اچونکو کې ارشین کولکرني او راج لیمباني درې درې لوبغاړي وسوځول. هند به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي. د الف ګروپ دویمه سیالي د پاکستان او نیپال لوبډلو ترمنځ روانه ده.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي خدماتو لپاره د ناروې کمېټۍ په مالي مرسته جوړ مرکز کار پیل کړی دی. هغه مرکز د سیمې ښځو او ماشومانو ته ۲۴ ساعته وړیا خدمات ورکوي او په لازمو درملو سمبال دی. د سیمې خلک د هغه مرکز جوړېدو ته خوشاله دي او د ولایت په نورو سیمو کې هم د ورته مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې د اسیا په کچه په افغانستان کې د زېږون په مهال تر ټولو زیاتې ښځې مري. تفصیل په ویډیویي راپور کې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې کتنه کې جيلاني د افغانانو د سوکالۍ او پرمختیا د ملاتړ لپاره د ګډو چلندونو پر اهمیت ټینګار وکړ. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د سیمې څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، پرون په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم کتلي وو. Читать дальше...
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي. د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي پرون پنجشنبه په خپل اوونیز کنفرانس کې وویل، په نوې ډیلې کې د افغان سفارت تر څنګ په ممبۍ او حیدرآباد کې د افغانستان د قونسلګریو چارې هم په عادي ډول روانې دي. هغه ویلي، د افغانستان له بیرغ څخه څرګندېږي چې دغه ډیپلوماتیک مرکزونه د چا استازیتوب کوي او د دغو بنسټونو په باب د هند دریځ بدل شوی نه دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د افغانستان سفارت د افغانستان... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو د تروریستانو د پناه ځایونو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي: "دا مهمه ده، چې افغانستان په خپله خاوره کې دننه، د تروریستانو د پناه ځایونو په وړاندې چې پاکستان ته خطر پېښوي، کوټلي او اغېزناک اقدام وکړي." پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د ناامنیو په پېښو کې هغه وسلهوال دخیل بولي چې د دوی د ادعا له مخې په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري. د دغو ادعاوو په... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې یې د هغو کسانو شمېر زیات کړی چې په 'ایچ آی وي' یا ایډز د اخته کسانو په درملنه کې مرسته کوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ګلوبل فنډ ادارې په مرسته په ایډز اخته کسانو په درملنه، وقایه او د ژوند د کیفیت په بهترۍ کې همکاري کوي. د دې ادارې په وینا د درملنې لپاره د ګمارل شویو کسانو شمېر یې په ۲۰۲۲م کال کې ۱۱۶۲ ته رسولی، حال دا چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمېر یوازې ۳۴۰ و. تېره جمعه د ډسمبر لومړۍ نېټه د ایچ آی وي یا ایډز نړيواله ورځ وه. Читать дальше...
د کراچۍ صدر د ارټېلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې هغو کسانو د احتجاج پر مهال د ریاستي ادارو ضد ویناګانې کړې وې او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد پاروي.
یونان او ترکیې پرون په خپلو اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي وار لپاره آتن ته سفر وکړ. اردوغان د یونان له صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دواړو لوریو ترمنځ داسې ستونزه نه شته، چې د حل وړ نه وي. د ترکیې ولسمشر ویلي، دوی په خپلو اړیکو کې نوره پرمختیا او مثبت خوځښت غواړي. د کډوالۍ، په اژه سمندرګي کې د انرژۍ د اکتشافاتو او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر د دواړو لوریو ترمنځ... Читать дальше...
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر پينځمه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان له "ناامنۍ" سره مخامخ دي. نوموړي په داسې حالاتو کې د راتلونکو عامو انتخاباتو پر امکان شک څرګند کړ.