Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Август
2023

Новости за 21.08.2023

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه وشوه

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د روان بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه وکړه. دې سازمان په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې مخکې ټویټر نومېده، پرون یکشنبې وویل چې د سرچینو په شریکولو، د معلوماتو په ورکولو او عملي اقداماتو سره کېدای شي د افغانستان په روان روغتیایي وضعیت کې بدلون راشي. د دې سازمان اجراییه رییس ډاکتر مایکل راین په یوه جلا تویټ کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. هغه پرون وویل چې د افغانستان روغتیایي سیستم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې قرغزستان ته ماتې ورکړه

د کافا په نوم د آسیا مرکز د تر ۱۷ کلونو کم عمره د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د افغانستان ټیم پرون قرغزستان ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاسر صافی د دغې سیالۍ چې تاجکستان یې کوربه دی، تر ټولو غوره لوبغاړی غوره شو. د افغانستان لوبډله له ایران او ازبکستان سره دوه نورې لوبې هم په مخ کې لري. د تر ۱۷کلونو کم عمره د کافا په نوم د فوټبال د اتلولۍ په دغو سیالیو کې چې پرون یکشنبې پیل شوې او د اګست د میاشتې تر۲۷مې پورې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ او ډنمارک اوکراین ته ایف۱۶ جېټ جنګي الوتکې ورکوي

هالنډ او ډنمارک ویلي چې د ځانګړو شرایطو له پوره کېدو وروسته به اوکراین ته ایف ۱۶ جېټ جنګي الوتکې ورکړي. اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول مرستو په تمه ده څو وکولای شي د روسیې د یرغل پر وړاندې دفاعي وړتیاوو کې رامنځته شوې تشه لرې کړي. هالنډ اوکراین ته د ۴۲ او ډنمارک د ۱۹ جېټ الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده. د روسي یا 'آر یو ایس آی' په نوم په بریتانیا کې دېره یوه څېړنیز مرکز تېر کال ویلي چې که د لوېدیځ یوکم شمېر جېټ الوتکې کولای شي د روسیې پر وړاندې د اوکراین د دفاع په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د 'پي ټي ایم' د لسګونو غړیو نیونه؛ د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام آباد کې د تېرې جمعې ورځې له ترسره شوي لاریون وروسته د خپلو لسګونو غړیو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په کې څو مشهورې څېرې هم شاملې دي. په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري او مخکښ سیاستوال او د قامي اسامبلې پخوانی غړی علي وزیر شامل دي. دوی پرون یکشنبې وروسته له هغې ونیول شول چې د تېرې جمعې په ورځ یې په اسلام آباد کې په یوه لاریون کې ګډون او ویناوې وکړې. ایمان زینب مزارۍ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د غړې او د بشري حقونو د پخوانۍ وزیري شیرین مزاري لور ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو اقتصادي ستونزې؛ محمدي: په ډېر بد وضعیت کې یم

په پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان شکایت کوي چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یا نورو لورو له‌خوا ورسره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. یو افغان خبریال زړګی حقمل وایي، له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسي او تر اوسه ورسره هیچا مرسته نه ده کړې. حقمل په خپلو څرګندونو کې چې په غږیزه بڼه ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ادعا کوي چې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ځینو مسوولانو په دې وروستیو کې په پاکستان کې له یو شمېر افغان خبریالانو سره د مرستو د کېدو خبره کړې، خو ده نه د دغو مرستو څرک لیدلی او نه هم کومه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: طالبان د لوی کانال له لارې وچو سیمو ته اوبه رسول غواړي

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "طالبان د لوی کانال له لارې د افغانستان وچو سیمو ته اوبه رسول غواړي." د مقالې په سر کې راغلي، کله چې دوه کاله وروسته د قوش تېپې کانال بشپړ شي، ۵۵۰،۰۰۰ هکټاره دښتې خړوبولای شي او په اغېزناکه توګه د افغانستان د کرنې وړ مځکو درېیمې برخې ته وده ورکولای شي. ورځپاڼه وايي چې د دې کانال پروژه په لومړي سر کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داوود خان په وخت کې په ۱۹۷۰ لسیزه کې طرحه شوې وه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د وروستي ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کار پیل شو. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus