Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن پوسټ: طالبان د لوی کانال له لارې وچو سیمو ته اوبه رسول غواړي

واشنګټن پوسټ:


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "طالبان د لوی کانال له لارې د افغانستان وچو سیمو ته اوبه رسول غواړي."


د مقالې په سر کې راغلي، کله چې دوه کاله وروسته د قوش تېپې کانال بشپړ شي، ۵۵۰،۰۰۰ هکټاره دښتې خړوبولای شي او په اغېزناکه توګه د افغانستان د کرنې وړ مځکو درېیمې برخې ته وده ورکولای شي.


ورځپاڼه وايي چې د دې کانال پروژه په لومړي سر کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داوود خان په وخت کې په ۱۹۷۰ لسیزه کې طرحه شوې وه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د وروستي ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کار پیل شو.


کله چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبانو واک ترلاسه کړ، د مقالې په وینا دوی دا پروژه په کې میراث ترلاسه کړه او په چټکۍ سره یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالر تصویب کړل چې د افغانستان د کلني مالیې د عاید شاوخوا څلورمه برخه جوړوي.


په مقاله کې راغلي چې شاوخوا ۶۰۰۰ کارګران اوس شپه او ورځ د کانال کیندلو او د درنو بار وړونکو لاریو په واسطه د ۱۰۰ مترو اوږدې کندې جوړولو لپاره کار کوي.


د مقالې د لیکوال په باور طالب مشران پر دې کانال په کار چټکولو سره غواړي خپل ښه تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.


خو مقالې د بهرنيو افغان کارپوهانو له قوله لیکلي چې افغانستان نه یوازې د دومره لوی کانال په جوړولو کې بلکې په فعالولو کې هم له ننګونو سره مخامخ دی.


وروسته راغلي چې د لګښتونو کمولو په خاطر د کانال بستر په سمنټو نه دی تړل شوی او په ځینو برخو کې يې تر مځکه لاندې اوبه وار دمخه لا کانال ته ورګډې شوې او د مځکو لپاره تازه اوبه یې ککړې کړي دي.


په مقاله کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغو خبرو ته هم اشاره شوې چې منلې يې ده چې د کانال د مدیریت او د اوبو د لانجې په اړه د طالبانو د وړتیا په اړه 'پوښتنې' شته، خو ده ویلي چې دا ستونزې به حل شي.


مېل انلاین:


مېل انلاین خپرونې د یوه افغان پناه غوښتونکي په اړه لیکلي چې پر یوې دوولس کلنې البانیايي پناه غوښتونکې نجلۍ يې په بریتانیا کې دوه وار جنسي تېری کړی دی.


دا پېښه په هغه ودانۍ کې رامنځته شوې چې د بېلابېلو هېوادونو پناه غوښتونکي په‌کې اوسي.


دا کس چې نوم یې سخي‌داد احدي یاد شوی، د مقالې په وینا پنځه ویشت کلن دی او محکمې ته یې ویلي چې پر دوولس کلنې نجلۍ يې جنسي تېری یوازې یو وار کړی دی.


ده ادعا کړې چې د دې نجلۍ له ده سره خوښه وه او ده فکر کاوه چې دا نجلۍ نولس کلنه ده.


خو په مقاله کې راغلي، کله چې احدي پر نجلۍ جنسي تېری وکړ، هغې د ودانۍ ساتونکي ته وویل، پولیس خبر شول او احدي ونیول او محاکمه شو.


په مقاله کې د نجلۍ د مور له قوله راغلي چې له دې پېښې وروسته د دوی ژوند تباه شو.


سخي داد احدي باید لږ تر لږه اته کاله په زندان کې تېر کړي او ټول عمر به یې نوم د جنسي تېری کوونکو په لېست کې ثبت وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus