د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. د طالبانو حکومت د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر رسنيو ته په يو استول شوي پیغام کې دغه موضوع تايیدوي او وايي چې د تورخم دروازه د طالبانو حکومت له لوري تر بلې خبرتيا د هر ډول تګ راتګ، ټرانزیټي او سوداګريزو موټرو پر مخ تړل شوې ده. دغه دفتر د تورخم لپاره د طالبانو حکومت د کميسار مولوي محمد صديق له قوله وايي چې پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نهدي پوره کړي نو د طالبانو حکومت د مشرانو په لارښوونه دغه دروازه تړل شوې ده. خو دا چې پاکستاني لوري کومې ژمنې نهدي پوره کړي، په اړهيې جزییات نهدي ورکړي. Читать дальше...
د کندز یو شمېر کروندګر انجه د کوکنارو کښت پر وړاندې ښه بدیل بولي. په کندز کې د انجې کرکېلې ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې او له امله یې د دې ولایت شاړې دښتې او للمې ځمکې پرې اباد او سمسورې شوي دي. انجه، هنګ یا آنغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې کرکېلي وده کړې ده. پنځه څلوېښت کلن پاچا ګل د کندز ښار اړوند د عسقلان سیمې کې په خپلې کروندې کې انجه کرلې ده. هغه وايي، څوکاله وړاندې له بېوزلې او اقتصادي ستونزو سخت ځورېده، خو له کله راهیسې... Читать дальше...
افغانستان د شل اوریزو په لوبلړۍ کې ۲ـ۱ عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه. د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۴ وېکټو او ۵ توپونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ وېکټو په سوځېدو سره د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره یو ځل بیا محمد وسیم او ارویند ښه توپوهنه وکړه، دواړو په ترتیب سره ۷۵ او ۵۹ منډې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې لوبډلمشر راشدخان او ګلبدین نایب دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...
په افغانستان کې د زېړي په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره د وينې د تبادلې لومړی پروسيجر ترسره شو. دغه پروسیجر د بلخ د ابوعلي سینا روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکتر عبدالروف فروغ ترسره کړی. هغه وايي چې ماشومانو ته د وينې د لېږد پروګرام له يوې مياشتې راهيسې پيل شوى او تر اوسه تر ٢٠ زياتو ماشومانو کې دا پروسيجر سر ته رسېدلی دی. فروغ وايي، تر دې وړاندې خلک د دې پروسيجر د ترسره کولو لپاره له افغانستانه بهر تلل. ډاکتر فروغ وايي، د دې ناروغۍ لامل په نويو زېږېدلو ماشومانو کې د مور د وينې له ګروپ سره... Читать дальше...
د مونیخ درې ورځنۍ امنیتي غونډه کې د افغان ښځو او مېرمنو له حقونو ملاتړ وشو. که څه هم پر اوکرایین د روسیې یرغل د غونډې اصلي بحثونه جوړول خو ځینو ګډونوالو د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو په زیاتیدونکو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو هم خبرې وکړې. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د طالبانو حکومت په پام کې لري چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانۍ پوځي اډې په سوداګريزو مرکزونو بدل کړي. د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده. په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي. Читать дальше...
د غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر ۱۹مه په سهراب ګوټ کې د جلسې جوړولو موخه د غورځنګ د یوه مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځل او داراز، د نقیب مسید په وژنه کې د ککړو کسانو د سزا ورکولو ترڅنګ، پښتنو ته پر ورپېښه مسلو غږ اوچتول ول.
د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند احمدشاه زغم د ۶۶ کلونو په عمر وفات شو. احمدشاه زغم، چې د کابل په پغمان ولسوالي کې زېږېدلی و، له ۱۳۶۲ لمریز کال څخه یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د استاد په توګه کار کاوه. پوهاند دوکتور زغم ګڼ اثار هم کښلي چې یو شمېر یې چاپ شوي او ځینې ناچاپه پاتې دي. معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو... Читать дальше...
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یا وروستۍ شل اوره سیالي روانه ده. پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی باولېنګ يا توپ اچونه وکړي. د دې لړۍ، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظهبي کې کېږي، لومړۍ مسابقه افغانستان او دويمه متحده عربي اماراتو ګټلې ده. نننۍ مسابقه د دې درو شل اوره سیالیو د لړۍ ګټونکي معلوموي. له ۲۰۱۶ م کال راهیسې د دوو هېوادونو لوبډلو په خپل منځ کې ټولټال ۵ مسابقې کړي چې تراوسه یوه متحده عربي اماراتو او ۴ نور افغانستان ګټلي دي.
د ترکیې او سوریې د وروستۍ زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر پرون شنبه تر ۴۶ زرو واوښت. د دې زلزلې له کبله د ترکیې په جنوب کې ۲۶۴ زره ودانۍ نړېدلي او لا هم د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې په هیله عملیات دوام لري. له همدې کبله باور کېږي چې د مړینو شمېر به نور هم زیات شي. دا زلزله، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې و، په سیمه کې یوه تر ټولو وحشتناکه طبیعي پېښه وه او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې ترک چارواکو ته قناعت ورکړي چې د سوریې شمال ته د مرستو د لېږلو لپاره نورې سرحدي لارې پرانېزي. Читать дальше...
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې دېوالیه شوی دی. خواجه اصف دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د دغه هېواد اسعاري زېرمه درې میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې او د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان د مالیې وزارت خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې. پاکستان د بشپړ اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو هېوادونو پور ترلاسه کړي. خو خواجه اصف پرون شنبه په سيالکوټ کې یوې غونډې ته ویل چې پاکستان له مخکې څخه دېوالیه شوی او د پیسو د نړیوال صندوق پور یې ژغورلای نه شي.
په ارزګان کې د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوي دي. سيمه ييز مسوولان وايي، په دغو سیالیو کې ۱۱ لوبډلو برخه اخیستې چې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی دی. د کرکټ لوبغاړي د يوه معياري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د کډوالۍ نړیوال سازمانونه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي چې په بلغاریا کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو د مړو موندلو دوی ته ټکان ورکړی دی. محمدي د غزني ولایت اوسېدونکی دی او اوس د ایران په پلازمېنه تهران کې کار کوي. د محمدي په خبره، د ده دوه ملګري درې میاشتې مخکې ترکیې ته په ناقانونه لاره روان شول چې یو یې لا هم لاردکه دی. محمدي ازادي راډيو ته د خپل ملګري نوم نعمت واخیست او زياته يې كړه: "زما دوه ملګري له درېيو مياشتو راهيسې له ايران څخه تركيې ته تللي دي، يو يې افغانستان ته... Читать дальше...
د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه لیک استولی دی او ویلي یې دي چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په بامیانو ولایت کې یوه سړي د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره خپله ۱۶ بسوه ځمکه ورکړې ده. محمد ذکي د دوو لوڼو او یو زوی پلار دی چې د بامیان ولایت د مرکز دره فولادي په چپ دره سیمه کې ژوند کوي او په کرنه او مالدارۍ بوخت دی. نوموړي په دې وروستیو کې په دې سیمه کې خپله ۱۶ بسوې ځمکه د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ته د ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړې ده. دى وايي چې د دوی له سيمې څخه لرې د غره په سر يو ښوونځى شته، خو په خبره یې زده کوونکي يې د اوبو، تدريسي اسانتياوو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...
په ترکیه کې پر شوې زلزلې له دوو اوونیو تېرېدو وروسته د ژغورنې چارې نن یکشنبه ټکنۍ شوي دي. په ترکیه کې نن یکشنبه تر نړېدلو دانیو لاندې د راګیر پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې پای ته نږدې شوې دي. په دغه هېواد کې ګڼ کسان اوس د هغو خلکو لپاره دعا او ویر کوي چې لا یې مړي نه دي موندل شوي. د فبروري میاشتې د شپږمې نېټې زلزله، د ترکیې په معاصر تاریخ کې ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده. په قهرمان ماراس ښارګوټي کې د بلډوزرو یوه چلوونکي اقین بوزکورت چې د یوې نړېدلې ودانۍ د ټوټو په لیرې کولو بوخت و رویټرز خبري اژانس ته ویلي... Читать дальше...
افراسیاب خټک وویل چې دوی د دې رپورټ لپاره په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې د بلوڅ زده کوونکو تر څنګ د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) له مشرانو سره هم تفصیلي خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، ارزونې ښيي چې په افغانستان کې ۵۶ فیصده کورنۍ په هغو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې یو څه زیانمن شوي. دغې ادارې نن سهار په خپل ټویټر کې زیاته کړې چې ۱۸ فیصده نورې کورنۍ په هغو پناه ځایونو کې شپې ورځې سبا کوي چې د پام وړ تخریب شوي دي. اوچا وايي، په افغانستان کې د روان ژمي پر مهال د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل او نورو خطرونو د مخنیوي لپاره پناه ځایونو، د سون توکو او جامو ته عاجله اړتیا لیدل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې... Читать дальше...
د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي سبا دوشنبه د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاین پیلېږي. په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "د ختیځې حوزې په څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو کمپاین سبا پیلېږي. دا چې د شرقي حوزې په محیط کې د پولیو ویروس شتون تثبیت شوی او په ۲۰۲۳م کال کې ۹ محیطي پېښې ثبت شوې دي." ویل شوي په دې کمپاین کې به به تر یو ملیون زیات هغه ماشومان واکسین شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي. Читать дальше...
د سوریې دولتي اژانس راپور ورکړی چې د اسراییل هوايي حملو نن سهار وختي د پلازمېنې دمشق یوه استوګنیزه ساحه ویشتلې او لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي، ۱۵ نور ټپیان کړي دي. سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې پر ځايي وخت نیمه شپه دوولس نیمې بجې د دمشق په مرکزي برخو کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي. د اژانس په وینا د سوریې هوايي مدافع د دمشق پر فضا د دښمن د هدافو پر وړاندې مقابله کوله. د پوځ ځینو سرچینو اژانس ته ویلي، په پنځو وژل شویو کې یو سرتېری هم شامل دی او په پېښه کې ځینې استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې دي.... Читать дальше...
په پېښور کې د هنرمندانو یوشمېر لوبډلو ترمینځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي. منتظمین وايي، د فبرورۍ ۱۸مې سیالیو موخه د پېښور ښار د ژوند او فرهنګ په اړه پوهاوی خپرول او لوبغالي ابادول وي. شاعر افسر افغان مشال راډیو ته وویل، سیالیو ته یې د "پېښور به ابادوو" سرلیک ورکړی وو او زیاتوي چې پېښور په "مینه او اخلاص" ابادېږې. ویډیويي رپورټ.
شمالي کوریا نن یکشنبه تایید کړه، چې پرون یې یو قاره ویشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی. شمالي کوریا ویلي، د دې بریالۍ ازموینې هدف د وژونکو اټومي حملو په وړاندې د شمالي کوریا د ظرفیت لوړول و. شمالي کوریا د هواسونګ_۱۵ په نوم دغه توغندی په ۲۰۱۷م کال کې هم ازمویلی و. د پرونۍ ازموینې په ځواب کې د امریکا متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات وکړل. په دغو تمریناتو کې د سوپرسونیک په نوم هغه بمونه هم کارول شوي چې تر غږ یې سرعت زیات دی. دا لومړی وار دی چې شمالي کوریا د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې دا ډول ازموینه کوي. Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه یوازې د مذاکرو له لارې ختمېدای شي. مکرون د فرانسې له لي فیګاغو او ژورنال دي دیماش ورځپاڼو سره په مرکه کې ویلي: "زه په اوکراین کې د روسیې ماتې غواړم او هیله من یو اوکراین وکړای شي د خپل موقف دفاع وکړي، خو په دې باور یم چې دغه شخړه پوځي حللار نه لري." د فرانسې ولسمشر بیا ټینګار وکړ چې اوکراین اوس داسې پوځي عملیاتو ته اړتیا لري چې روسیه بېرته د مذاکرو مېز ته راولي. د جرمني خبري اژانس په وینا، د فرانسې ولسمشر په دې اړه شک څرګند... Читать дальше...
یو شمېر کورني بې ځایه شوي چې له کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په کمپونو او کرایي کورونو کې ژوند کوي، شکایت کوي چې سږ کال نه حکومت او نه هم خیریه بنسټونو د دوی وضعیت ته پاملرنه کړې. پېغله نازنین د خپل پلار، ناروغې مور، دوه وړو خویندو او ورونو سره په کابل کې د کډوالو یو کمپ کې ژوند کوي. دې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال دوی ډېر سخت ژمي تېر کړی او لا هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نازنین وايي، په داسې حال کې چې دوی خوراکي او غیرخوراکي توکو ته سخته اړتیا لري، خو سږ کال نه دولت او نه هم کوم خیریه بنسټ له دوی مرسته کړې. Читать дальше...
طالب چارواکي وايي، وروستیو کې داعش وسلهوال له یو شمېر هېوادونو افغانستان ته راننوتي دي. د طالبانو د حکومت وياند دا ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه، بلکې یوه ستونزه يادوي. که څه هم طالبان داعش ستونزه بولي، خو په دې وروستیو کې د دې ډلې لهخوا ان په پلازمېنه کابل کې هم مهم اهداف په نښه شوي دي. داعش د مرغومي په ۲۱مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخ ته د هغې چاودنې مسوولیت ومانه، چې د دې وزارت له شلو زیات ټیټ رتبه او لوړ رتبه مامورین او ډیپلوماټان په کې ووژل شول. خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد... Читать дальше...