د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې دېوالیه شوی دی.
خواجه اصف دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د دغه هېواد اسعاري زېرمه درې میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې او د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان د مالیې وزارت خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.
پاکستان د بشپړ اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو هېوادونو پور ترلاسه کړي.
خو خواجه اصف پرون شنبه په سيالکوټ کې یوې غونډې ته ویل چې پاکستان له مخکې څخه دېوالیه شوی او د پیسو د نړیوال صندوق پور یې ژغورلای نه شي.