د ترکمنستان ولسمشر په یوه فرمان سره ۷۶۴ زندانیان بخښلي
تردې مخکې د ترکمنستان پخواني مشر سفر مراد نیازوف هرکال د زندانیانو د خوشې کولو فرمانونه ورکول.
اوسني ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف چې هرکال په دودیزو او مذهبي ورځو کې ورته ګامونه اخلي، د سږني کال په نوروز کې د ۲۰۰۰ زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.