د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د اګست په ۳۱ د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د برید پرمهال ووژل شو. تر دې پیښې وروسته په کابل کې مظاهرې وشوې او مظاهره چیانو د امریکا او پاکستان پرضد شعارونه ورکړل. د الظواهري د وژلو پیښه به د سیمې سیاست پر کومه خوا یوسي؟ دلته په دې اړه بحث لیدلی شئ
له ننه ۷۷ کاله پخوا په نړۍ کې لومړی ځل اټومي بمب د جاپان په هیروشیما ټاپو وغورځول شو. د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په شپږمه لومړنی اټومي بم د امریکا لخوا به هیروشیما وغورځول شو. دغه بېساري برید ۱۴۰ زره کسان ووژل. په مړو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له اټومي چاودنې وروسته یې د اټومي راډیو اکتیف وړانګو د خپرېدو په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړ. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغې ویرجنې پېښې د یاد په مناسبت غونډې کې د خبرو په مهال وویل، چې دا دوهم ځل دی چې هیروشیما ته سفر کوي . انټونیو ګوټیرش زیاته کړه،... Читать дальше...
په غزه کې د اسراییلو د پوځ هوايي او توغندويي حملو نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام درلود. اسراییلو نن شنبې یوځل بیا د غزې پر تړانګه حملې وکړې او فلسطینیانو هم د ځوابي حملو په ترڅ کې د اسراییلو پر ښارونو راکټونه وتوغول. دا تاوتریخوالی وروسته له پیل شو، چې د اسلامي جهاد ډلې پرضد د اسراییل عملیاتو د ګډ سرحد په اوږدو کې یو کلن امن پای ته ورساوه. د جمعې په ورځ اسراییلو د اسلامي جهاد ډلې یو جګپوړی قوماندان د غزې په یوه لوړه ودانۍ کې په یوه ناڅاپي حمله کې وویشت او په ځواب کې فلسطینیانو د اسراییلو پر ښارونو توغندویي حملې پیل کړې. Читать дальше...
د کابل امنیه قومانداني وايي، د دې ښار د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې د نننۍ چاودنې په پایله کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ لهخوا رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چاودنه په يوه ګلدان کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې. سرچینه زیاتوي، په پېښه کې د یوه ټپي وضعیت نازک دی. دا په تېرو دوو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې پرلهپسې دوهمه چاودنه ده چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. په هغو ویډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي... Читать дальше...
په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د میرلي په ایدکو (عیدکو) او میرامشا کې روان احتجاج د ضلعې ټولو برخو ته غځېدلی دی. احتجاج کوونکو هغې قبايلي ضلعې ته تللې ټولې مرکزي لارې د ټرافيک پر مخ تړلي او ورسره يې د میرامشاه، میرلي، غلام خان او دته خېل ټول بازارونه او تجارتي مرکزونه هم تړلي دي. د پرلت مشرانو د احتجاج پراخولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې وه چې د اګست پر دویمه یې له ځايي انتظامیې سره مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.
د امریکا حکومت تر اوسه د ایمن الظواهري د مړي په اړه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي چې ګواکې پر هغه د شوي برید په ځای کې د چا جسد نه دی موندل شوی.
د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې چې اکثره شیعه مېشته دي نن یوه بله بمي چاودنه شوې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښې عیني شاهدانو ویلي، وېره ده چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وي. تر اوسه د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی. پرون مازیګر د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د محرم د مراسمو پر مهال د شیعه ګانو د ماتم کوونکو په منځ کې د چاودنې له امله د طالبانو په وینا لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ډلې/ داعش د جمعې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.
افغانستان نن د اسيا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال سياليو کې له تاجکستان سره لوبه کوي. د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پانه کې ليکلي، چې دغه سيالۍ د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پيلېږي. افغان لوبغاړو تېره ورځ له قرغزستان سره په لوبه کې ۰ - ۱ ماتې وخوړه. د معلوماتو له مخې افغانستان له تاجکستان وروسته ايران او بيا ازبکستان سره لوبې لري. دغه سيالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کېږي.
په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په يوې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دغه سياليو ١٧پړاو د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې. د دې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د ١٠ ورزشي کلپونو نه ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې د يوې ورځې لپاره وې. د دې سياليو په پاى کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه وټاکل شول. د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش د مشرتابه پلاوی د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه نن ترکیې ته سفر وکړ. دغې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پلاوي په تشکیل کې د ملي المپیک کمېټې د رییس په شمول د یادې ادارې څو نور چارواکي شامل دي. په خبر کې راغلي، چې له افغانستان څخه په دغو لوبو کې د لامبو وهلو، ځغاستې، معلولينو، تکواندو، کراټې او پهلواني ٢٢ورزشکاران په کې ګډون وکړي. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په کوربتوب د دې هېواد په قونيه ښار کې د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو... Читать дальше...
په کابل کې له پرونۍ چاودنې وروسته، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د عاشورا د مراسمو پر مهال امنیت نشتون ته اندېښمن دي. علي جان د کابل په لوېدیځ کې اوسېږي، هغه سیمه چېرته چې ډېری شیعه ګان اوسېږي. هر کال د کابل په دې سیمه کې د عاشورا مراسم په ځانګړي پروګرامونو ترسره کېږي. خو علي جان وايي، سږ کال د بل هر وخت په پرتله د هغو خلکو امنیت ته ډېر اندېښمن دی چې غواړي په دې مراسمو کې ګډون وکړي. عاشورا ته دوه ورځې پاتې او علي جان له اندېښنو سره سره، طالبان تورنوي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب توان نهلري. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې باروت کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي. نن شنبه د اګسټ ۶ نېڼه د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري برید اوومه ورځ ده، خو د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د مرګ خبر چې د امریکا ولسمشر جو بایډن یې اعلان کړی نه رد او نه تایید کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دې اړه ورستي معلومات د اګست په پینځمه نېټه له ازادي راډیو سره شریک کړل ویلي، تر اوسه د ایمن الظواهري په استوګنځای کې د څېړنو په ترڅ کې کوم جسد نه دی موندلی. Читать дальше...
نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر لومړی له کوره ویستی او وروسته یې په ډزو وژلی دی. د سیمې اوسېدونکي ملک عباد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه شااوخوا ۸نیمې بجې شوې خو جسد یې نن سهار وختي د دوی لاسته ورغلی دی. د ملک عباد په خبره، وژل شوی قومي مشر ملک جمیل نومېږي چې د قران حافظ او د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو سیمې اوسېدونکی دی. د ملک عباد د معلوماتو له مخې، دوی چې غوښتل یې جسد یې د تورخم- جلال اباد لویې لارې ته د احتجاج په توګه انتقال کړي، د سیمې د امنیتي... Читать дальше...
د جرمني د کډوالو فدرال اداره وايي، شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته جرمني ته کډه شوي دي. جرمنۍ ویلټ ورځپاڼې د دې ادارې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، جرمني د ۲۳۶۱۴ تنه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو د منلو ژمنه کړې وه. د ورځپاڼې د راپور له مخې تراوسه ۱۷۵۵۶ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي دې هېواد ته ننوتي دي. د چارواکو په وینا ۵۱۴۱ تنه افغانانو چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره په ملکي برخو کې یا د ژباړونکو په توګه کار کاوه ویزې ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۷۵۶ کسان په جرمني کې استوګن دي.
د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د کوچیانو په یوه ګرځنده کلي کې د شري ناروغي خپره شوې او تراوسه پورې لږترلږه ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې ساحې ته یې روغتیايي ټیمونه استولي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د شري ناروغي ډېره خپره شوې وه خو وروسته یې تر ډېره مخه ونیول شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي. حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هېواد پارلمان ته وکړه. ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده. ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.
په داسې حال کې چې مسکو او کییف په اوکراین کې د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ د حملو پړه پر یوبل اچوي، د روسيې پوځ د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې په اړوندو ښارونو کې عملیات پیل کړي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستردرستیز نن سهار خبر ورکړ چې پر ختیځو یاکوفلیفکا، ویرشین، کودیم او زایڅیفي ښارونو د روسيې د پوځ حملې یې په بریالیتوب سره په شا تمبولي دي. دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې. د اوکراین په جنوب کې د پوځ د سیمه ایزې قرارګاه مشر ویتالي کیم نن پر خپله ټلګرام پاڼه اعلان وکړ، چې په میکولایف... Читать дальше...
د پاکستان انتخاباتي کمېشن به اګست پر ۲۳مه د عمران خان تر حاضرۍ وړاندې د هغه پرضد د اګست پر ۱۸مه د هغه ریفرینس اورېدونه هم کوي چې د عمران خان د نااهله ګرځولو لپاره دایر شوی دی.
د پاکستاني وزیراعظم د دفتر لخوا په بیان کې ویل شوي شهباز شریف د خزانې وزارت ته امر کړی دی چې زر تر زره دې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام قومي ادارې ته پنځه اربه روپۍ جاري کړي.
اسراييلي پوځ د اګست پر پينځمه په غزه کې يوه ودانۍ په نښه کړې چې د دوی په وينا د اسلامي جهاد ډلې يو لوړ پوړی قوماندان يې وژلی دی. په دې بريد کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي چې يوه ماشومامه هم پکې شامله ده. ګل اياز د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی.
دا له هغې وروسته ده چې امریکا د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري وژلی دی.
د طالبانو حکومت وايي، چې د متحده عربي اماراتو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ۱۲ افغانان نن بېرته افغانستان ته ستانه شول. د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي، چې افغان بندیان خوشې کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لسګونه افغان اتباع د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي. دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغانان د کوم جرم په تور بندیان شوي وو. متحده... Читать дальше...
ایران له عراقه غوښتي، چې د سعودي عربستان له زندانه د یوه ایراني تبعه په خلاصون کې مرسته وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ایراني تبعه د روان کال په جولای میاشت کې د حج د مراسمو پر مهال نیول شوی و. نور جزییات نه دي ورکړل شوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان د جمعې په ورځ له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له عراق څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي. عراق د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه دی. تهران او ریاض په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اړیکې پرې کړي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په کندهار او هلمند ولايتونو کې صرافانو او پولي شرکتونو ته د جواز اخيستلو په برخه کې د يوې نوې طرحې د جوړېدو خبره کوي. دغه بانک په خپل ټويټر ليکلي، چې د بانک لومړي مرستيال نور احمد اغا د يادو ولايتونو له صرافانو او پولي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې د يادې طرحې پر تطبيق ټينګار کړی. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د يادې طرحې په تطبيق سره به صرافان او د پولي شرکتونو مالکان وکولای شي خپل جوازونه او نور هغه اړوند اسناد چې په پولي راکړه ورکړه... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي. د دغې خونې چارواکو تېره ورځ ناوخته په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي. دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي. Читать дальше...