Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د عاشورا مراسم؛ خلک: طالبان د امنیت ټینګښت توان نه لري

په کابل کې له پرونۍ چاودنې وروسته، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د عاشورا د مراسمو پر مهال امنیت نشتون ته اندېښمن دي.


علي جان د کابل په لوېدیځ کې اوسېږي، هغه سیمه چېرته چې ډېری شیعه ګان اوسېږي.


هر کال د کابل په دې سیمه کې د عاشورا مراسم په ځانګړي پروګرامونو ترسره کېږي.


خو علي جان وايي، سږ کال د بل هر وخت په پرتله د هغو خلکو امنیت ته ډېر اندېښمن دی چې غواړي په دې مراسمو کې ګډون وکړي.


عاشورا ته دوه ورځې پاتې او علي جان له اندېښنو سره سره، طالبان تورنوي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب توان نه‌لري.


نوموړي وویل: "د محرم لسیزه کې یې د عاشورا ورځ هم رخصت اعلان نه‌کړه او هغه پرسونل چې دوی سره دی، د خلکو امنیت هم نه‌شي خوندي کولای. پرون مو ولیدل چې سرکاریز کې ډېر خلک د چاودنې له امله ووژل شول. په دې پېښه کې ډېرې ډلې چې له دوی سره اړیکه لري او که ووایم نږدې دوی خپله لاس لري. دوی د افغانستان د خلکو، شیعه‌ګانو او نورو امنیت له‌منځه یوړ او له ګواښ سره یې مخ کړي."


هغه که څه هم د خپلې ادعا لپاره کوم سند نه‌لري، خو په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی، هغه ډله چې طالبان وايي، دوی به یې حتماً ځپي.


 




یو بل کابل مېشتي جاوېد هم ازادي راډیو ته وویل، چې د عاشورا په مراسمو کې د خپل ځان او د نورو امنیت ته اندېښمن دی.


هغه وايي: "موږ د خپل امنیت په اړه اندېښمن یوو چې هسې نه خدای مه کړه، کومه پېښه ونه شي. مګر بیا هم له خپلو امنیتي ځواکونو هیله کوو چې زموږ امنیت وساتي. هر ډول چې کېږي د خلکو امنیت باید خوندي شي، څو موږ وشو کولای چې په ازاد ډول خپل د وېر مراسم پر ځای کړو."


په افغانستان کې شیعه ګان داسې مهال د خپل امنیت په اړه اندېښنه ښيي چې پرون د جمعې په ورځ د کابل په سرکاریز سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.


هلته یو شمېر کسان د عاشورا په مناسبت د خپلو مذهبي مراسمو لپاره راټول شوي وو.


طالبانو د ټپیانو له ډلې د یو شمېرو وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ دا برید غندلی.




هغه په خپله ټویټرپاڼه د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او زیاتوي، د دې پېښې عاملان باید محاکمه شي.


ریچارډ بنیټ د دې پېښې مسوولیت پر داعش ډلې اچولی او لیکي: "طالبان مسوول دي چې ټول افغانان خوندي وساتي."


دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و، په محرم میاشت کې به د عاشورا د مذهبي مراسمو لپاره د راټولېدونکو امنیت خوندي وساتي.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل له طالبانو په دې اړه وپوښتي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد او د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدو ځواب نه دی ورکړی.


تر دې مخکې په افغانستان کې د  جمهوري نظام لپاره  هم د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو د امنیت ټینګول ننګونکي وو، او وخت پر وخت  د عاشورا او د شیعه ګانو په نورو مذهبي مراسمو بریدونه کیدل. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus