د پښتون ژغورني غورځنګ ځینو مشرانو او فعالانو لخوا نوی سیاسي ګوند اعلان کړل شوی دی چې په پارلیماني سیاست کي به برخه اخلي. د دغه ګوند نوم ملي جمهوري غورځنګ دی او د ستمبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې د دې د پرانستي غونده شوه. د یاد ګوند مشر محسن داوړ وايي, په دې ګوند کې به ځوانانو ته زیاته برخه او نمایندګي ورکړل کېږي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ په فغالیتونو به د دې ګوند له وجې څه منفي اثر نه پریوځۍ. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د اګست پر ۳۱ مه امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت ختمولو او اخري امریکايي پوځي د وتلو اعلان وکړ. له هغې وروسته د کابل هوايي ډګر کنټرول هم طالبانو تر لاسه کړ او د خوشحالۍ لمانځلو تر څنګ یې خلکو ته د ژوند، مال او ناموس د خوندیتوب ډاډ ورکړ. خو فعالان او په خاصه توګه د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. په دې اړه منورشاه د مشال راډیو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور وړاندې کوي.
د پاکستانيو ورځپاڼو د مديرانو شورا، د پاکستانيو خبریالانو مرکزي اتحادیه او د ټول پاکستان د ورځپاڼو سازمان وايي، چې د حکومت د مجوزه قانون مقصد دا دی چې په هېواد کې د بیان پر ازادۍ نور بندېزونه ولګوي او له ولس څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق وتروړي.
په خوست کې محصلان او استادان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دې محصلینو ته حضوري زده کړې ژر پیل شي. دوی زیاتوي، په وروستیو دوو کلونو کې چې د کرونا وبا خپره شوې تحصیلي او ښوونیز موسسو پرله پسې رخصتیو ستومانه کړي او د محصلانو د زده کړو بهېر يې په کلکه اغېزمن کړی دی. خوستیو استادانو او محصلانو یادې څرګندونې نن چهارشنبه (د وږې په ۱۰مه) په شیخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وکړې. استادان او محصلان انديښنه څرګندوي، که په پوهنتونونو کې زده کړې پیل نه شي، ممکن سږ کال يې ضایع او د محصلانو تحصیلي دوره یو کال اوږده شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې شپې په خبرو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه. نوموړې همدارنګه وویل تر ده مخکې د ډنالډ ټرمپ ادارې د طالبانو سره د هوکړې په لاسلیکولو، دده لپاره یوازې دوه انتخابونه پريښي وو؛ چې یا د ټولو سرتیرو ایستل او یا د څو نورو کلونو لپاره د جګړې دوام و. بایډن وویل، ده لومړۍ انتخاب غوره کړ او هغه دا چې دا " بې پای جګړه " باید پای ته ورسیږي. د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر د هغوی له ۱۲۰۰۰۰ افغان همکارانو سره د اګست په ۳۰ مه بشپړ شو.
پر افغانستان د طالبانو قبضه او د اګست پر ۳۱مه نېټه د امريکا په بشپړه توګه له دې هېواده وتلو ته په سيمه ييز او نړيواله کچ د يوې لويې پېښې په سترګه کتل کېږي. نړيوال او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بيا پاکستان هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندې کړي. د افغانستان او پاکستان مشرانو او کارپوهانو تل ويلي چې د دواړو هېوادونو حالات پر يو بل ژور اغېز کوي. پخوا چې کله هم په افغانستان کې بدلون راغلی نو د پاکستان سياسي ګوندونو ورته په ډېره فعاله توګه غبرګون ښودلی خو د کارپوهانو په وينا، دا ځل دغو... Читать дальше...
اروپايي کمېسیون وايي، د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو په سلو کې ۷۰ سلنه بالغ نفوس د کرونا وایروس په وړاندېواکسین شوی دی. د دې کمېسیون په وینا دا هغه هدف دی چې د روان کال په لومړیو کې یې ټاکلی و. د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین بهېر د کال په لومړیو میاشتو کې ټکنی و. د اروپا په اکثرو شتمنو هېوادونو کې تر ۷۰ سلنې زیاتو کسانو واکسین کړی، خو د دې لویې وچې ځینې بې وزله هېوادونه دې هدف ته نه دي رسېدلي. اروپايي کمېسیون د جنوري په میاشت کې ویلي و چې تر دوبي پورې به د اروپايي... Читать дальше...
راپورونه وايي، د پنجشېر د درې په خوله کې د طالبانو او د هغو د مخالفو مقاومت کوونکو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده. په ګلبهار او د جبل السراج په غرنو کې نن سهار لس نیمې بجې جګړه پیل شوه او لا هم دوام لري. تراوسه پورې د جګړې له کبله دوو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزئیات نه دي ترلاسه شوي. له دې سره د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي رسنیو ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې وایي چې د پنجشېر په اړه خبرو پایله ور نه کړه. متقي په خپل پیغام کې د پنجشېر خلکو ته ویلي، هغه خلک چې جګړه کوي یا ورته قناعت ورکړئ یا ورته ځواب ورکړئ. Читать дальше...
د افغانستان وروستیو پېښو د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت پراخه اغیز کړی دی.ډېری افغانان خپل د کورونو وسایل په کمه بیه په بازارونو کې پلوري او د سوداګریزو او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، د بانکونو بندوالی، د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو نه ورکول او د وزګارتیا پرخوالی د دې لامل شوی چې خلک د خپلو کورونو وسایلو وپلوري. د کابل یو اوسېدونکی عزیز احمد د خپل کور وسایل یو دوکان ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي چې په پیسو یې خپلو وږیو ماشومانو ته نفقه برابره کړي. دی... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د بهېر له بشپړېدو وروسته وویل، د دغو ځواکونو د ایستلو مسوولیت مني. بایډن په واشنګټن کې په یوه ټلوېزیوني وینا کې تېره شپه وویل: "تېره شپه د امریکا متحدوایالاتونو په کابل کې د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه. موږ خوندي ځایونو ته د څه باندې ۱۲۰ زره کسانوپه لېږدولو د هوا له لارې د خلکو د بیولو یوه تر ټولو ستره پروسه بشپړه کړه." د امریکايي پوځیانو وروستۍ ډله د جمعې په ورځ ناوخته له افغانستانه ووتله.
دا چې د نوي حکومت طرز او جوړښت به څنګه وي او له طالبانو پرته به پکې نور چاته ونډه ورکړل شي او که نه، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.
په کندز ولایت کې زیات شمېر خلک شکایت کوي چې د افغانستان روان حالت او د نظام نشتوالي په دغه ولایت کې د خلکو پر ورځنیو چارو منفې اغېزې کړي. ۴۵ کلن اختر محمد له شل کالو راهیسې په کندز ښار کې چېپس پخوي او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي. هغه وايي، پخوا یې هره ورځ ۱۵ منه کچالو چېپس کول او پلورل، خو اوس له ۸ منو زیات چېپس نه شي پلورلی: "روان حالت زموږ په کار او بار ډېر منفي اغېز کړی دی، دا کاروباز زموږ لګښت هم نه پوره کوي، ځکه مخکې یو ۵ لیټره د غوړیو قوطۍ په ۵۰۰ افغانۍ و اوس په ۹۰۰... Читать дальше...
بايډن د اګست پر ۳۱مه په خپله ټېليويژني وينا کې په افغانستان کې د وروستیو اقداماتو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې نوموړي دوې لارې درلودې، "یا به له افغانستانه وځي او یا به جګړه تېزوي"، خو ده لومړۍ لاره غوره کړه او د خپلې دغې پریکړې "مسوليت" مني.
د خوست مدني فعالانو، روڼ اندو او طالب چارواکو له ځوانانو وغوښتل چې له هېواده دې نه وځي او د افغانستان په ابادۍ کې دې برخه واخلي. د خوست لپاره طالب مسؤل محمد نبي عمري وایي، د هېواد د نظام برابرول د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او یوازې یوه ډله یې په یوازې ځان نظام نه شي سمبالولی. نوموړی وایي: " دا ځوانان باید زموږ حمایت وکړي، دوی باید خپل استعداد په کار باندې واچوي، د دې ځوانانو ويښولو ته ضرورت نشته، وېښ دي، فقط دې په کار باندې شروع وکړي، که ټول امارت په یو وزارت کې ځای کړو زما فکر دا دی فکر نه کوم... Читать дальше...
طالب چارواکي وايي چې له اوږدو خبرو، سلا مشورو وروسته د نوي حکومت د تشکیل په اړه بحثونه پای ته رسېدلی. د طالبانو مطبوعاتي غړي مولوي بلال کریمي نن د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي: "د حکومتوالی او حکومت په اړه چې کومې مشورې او بحثونو دوام درلود هغه بشپړ شوي دي، موږ امیدواره یو چې ډېر نژدې راتلونکي کې به یو نوی حکومت اعلان شي او موږ به یې شایدان یو." خو دا چې د حکومت طرز، جورښت او څرنګوالی به څه ډول وي او له دوی پرته په کې نور چاته ونډه ورکړل شوې، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل. Читать дальше...
ټاکل شوې چې په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ سرای شهزاده سبا پنجشنبې پرانېستل شي. د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې تمه ده نن له افغانستان بانک سره یوې پایلې ته ورسېږي. دغه مارکیټ له تېرو څو اونیو راهیسې تړل شوی چې ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي. که څه هم بانکونو په محدود ډول خپل فعالیت پیل کړی، خو لا هم د بانکونو اکثره څانګې بندې دي او خلک په اوږدو لیکو کې د پېسو اخېستلو لپاره انتظار کوي، خو د افغانستان بانک مسوولین ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته وګرځي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې ناستې په پای کې پرېکړه وکړه چې د نرخونو کنټرول او تثبیت لپاره باید یوه ځانګړې کمېټه رامنځته شي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د وږي په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمېټه کې به د خوراکي توکو اتحاديې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي شمولیت ولري. نوموړي وویل، دغه کمېټه د ستونزو را کمولو او اسانتیاو رامنځته کېدو کې به رغنده رول ولري. ښاغلي مهمند له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه دغې خونې... Читать дальше...
وروسته د افغانستان ملي مصالحې عالي شوری مشرعبدالله عبدالله په ويډيويي پېغام کې د [اشرف غني] له هېواده د وتلو تصديق وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي. انتونیو ګوتېرېش پرون د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یو بیان کې وویل چې د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. ګوتېرېش زیاته کړه، افغانان له دې ګواښ سره لاس ګرېوان دي چې ښايي د عوامو لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي. د سرمنشي په وینا د افغانستان اتلس میلیونه وګړي د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي، په هرو درېیو کسانو کې... Читать дальше...
د اسټرالیا د کرکټ بورډ وايي، په افغانستان کې له بدلونونو سره-سره به له افغان لوبډلې سره د ټېسټ لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي. د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوه ویاند نن اعلان وکړ چې له افغان لوبډلې سره د لوبو د دې لړۍ لپاره پر پلان کار روان دی. ویاند زیاته کړه چې په متحده عربي اماراتو کې د شل اوورېزو لوبو له نړیوال جام وروسته د اسټرالیا د تسمانیا ایالت په مرکز هوبارت کې د ټېسټ لوبې د ترسره کولو برخه کې د دواړو هېوادونو د کرکټ د مسوولو ادارو ترمنځ مثبت نظر شته. د شل اوورېزو لوبو په جام کې هم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبه کوي. Читать дальше...
د بریتانیا حکومت له طالبانو سره له افغانستانه د بریتانوي وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی. د بریتانیا د حکومت ویاند پرون سې شنبه (د وږي ۹مه) په یوه بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د صدراعظم بورېس جانسن ځانګړی استازي سایمن ګاس دوحې ته تللی چې هلته د طالبانو له استازو سره په دې اړه خبرې وکړي. په بیان کې یادونه شوې چې ښاغلي ګاس د طالبانو له استازو سره په روانو خبرو کې د بریتانیا د اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو پر اهمیت ټینګار کړی چې په... Читать дальше...
له دوه لسیزو وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حضور پای ته رسېدل، د نړۍ د ډېری ورځپاڼو سرلیکونه دي. واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، امریکايي ځواکونه له دوو اوونیو هرج و مرج او له ۲۰ کلونو جګړې وروسته بالاخره له افغانستانه ووتل. د ورځپاڼې په باور کله چې د دوشنبې د شپې په نیمايي کې وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت، امریکا داسې یو هېواد شاته پرېښود چې په ظاهري بڼه له تېرو اوونیو سره زیات توپیر لري. وړاندې په مطلب کې راغلي، نور په افغانستان... Читать дальше...
د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د ښځو د چارو سرپرسته وزیره د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اندېښمنه ده او د ملګرو ملتونو له لوري د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي. حسینه ساپۍ بریتانیا ته تللې ده. دې ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو او بریاوو د ساتنې لپاره له طالبانو څخه ضمانتونه واخلي: "باید یوه بېړنۍ جلسه ونیول شي، په دې غونډه کې د امنیت شورا پرېکړه لیک ۱۳۲۵ او هغه کانونسیونونه چې افغانستان ورسره ژمن پاتې شوی دی، باید د یوه ضمانت په صفت ونیول شي، څو هغه خویندې چې... Читать дальше...
په افغانستان کې د بریتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی وایي، طالبان باید دا واضح کړي چې د القاعده شبکې ملاتړ نه کوي او دې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي. نیکولاس کې پرون له طالبانو سره د نړیوالو د مرستو یو خنډ له القاعده سره اړیکي یاد کړل. نوموړي وویل: "که طالبان د دغه ډول ځانګړنو په څرګندونو پیل وکړي هم به د افغانانو د ډاډ سبب شي او هم به د نړیوالې ټولڼې چې د هغو کسانو لپاره چې له دې هېواده وځي خوندي لاره برابروي، نو فکر کوم بیا به د نړیوالو د همکارۍ احتمال... Читать дальше...
قطر چې نژدې یو نیم کال د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و، پر طالبانو غږ کړی چې ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل چې دوی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې تل یې طالبانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې داسې حکومت مه جوړوئ چې کوم افغان لوري ترې پاتې شي.