د امریکا متحده ایالاتو پرون (پنجشنبه) د ایران ۱۸ نور بانکونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل. د امریکا د خزانې (مالیې) وزارت د وېبپاڼې پر اساس، ۱۸ ایراني بانکونه چې تر اوسه د امریکا له ځینو محدودیتونو معاف ول، په تور لېست کې شامل شول. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچېن وویل، ننني بندیزونه د امریکا ډالرو ته د ایران د غیر قانوني لاسرسي د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو ژمنه ښيي. ده زیاته کړه، تر څو چې ایران د ترورېستي فعالیتونو له ملاتړه لاس نهوي اخیستی او اټمي پروګرامیې درولی نهوي، د ایران پر ضد د بندیزونو لړۍ به دوام لري. Читать дальше...
په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د اکتوبر اتمې پر مازیګر په بیان کې ویلي چې دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د "سولې مستقیمې خبرې یوه تاریخي موقع"
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل. په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د دې کتنې په اړه ویلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده. ازاد خبریال طاهر خان چې په دې اړهیې د امریکا د سفارت اعلامیه کتلې، ازادي راډیو ته وویل: "دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې پرې وکړ. Читать дальше...