Мы в Telegram
Добавить новость

На старт первого в сезоне велозаезда Gran Fondo в Лотошине вышли 400 участников

Опубликован список пострадавших при обрушении подъезда в Белгороде

Суд в Москве запретил объявления о работе «только для славян»

Королева выделила Тарзану отдельное помещение в загородном доме



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2020

Новости за 16.10.2020

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو خيبرپښتونخوا کې د ناټو څلور پوځي موټر سوځولي

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې هغو ټېلرو ته اور اچول شوی چې له افغانستانه یې د ناټو پوځي ګاډي لېږدول. چارواکو ویلي، د خیبر په باړه کې شوې دغې پېښه کې څلور پوځي موټر سوځېدلي دي. عیني شاهدانو او پولیسو ویلي، نن هلته نا معلومو وسله والو لومړی دغه ټېلر و درول، ډزې یې پرې وکړې او اور یې واچوه. هلته ژغورونکو ډلو ویلي چې اور یې مړ کړی او د عاملینو د نیولو عملیات یې پيل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

آذربایجان د دوو اونيو لپاره ټولې ښوونيزې ادارې تړي

اذربایجان پریکړه کړې چې د اکتوبر له نولسمې د دو اونیو په مخه ټول ښوونیز بنسټونه وتړي.  دا ګام له هغه وروسته اخیستل کیږي چې دغه هېواد کې د کورونا ویروس ورځنۍ پیښې زیاتې شوي دي.  چارواکو نن وویل چې په پلازمېنه باکو کې به د مترو سیستم فعالیت هم ودریږي.  دغه هېواد کې تر پرونه پورې د کورونا د مثبتو پیښو شمېر څه باندې ۴۳ زرو ته رسیدلی و.

Pa.azadiradio.com 

د هرات د نجونو فوټبال ټیم د لومړي ځل لپاره د ښځو غوره لیګ اتلولي وګټله

د هرات د نجونو فوټبال ټیم د لومړي ځل لپاره د ښځو د غوره لیګ اتلولي وګټله.  د هرات له لوبډلې سره نن د کابل ټیم پایلوبې ته وتلی و چې د لوبې په قانوني وخت کې دواړو یو-یو ګول وهلی و، خو وروسته د پنالټي په ضربو کې هرات بریالی شو.  د ښځینه فوټبالرانو په څلورم پړاو لیګ کې د جوزجان، بلخ ، غور او بامیان ټیمونو هم ګډون درلود.  بل لورته نن ماښام کابل کې د فوټبال غوره لیګ پایلوبه ترسره کیږي.  د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته د دغې لوبې د اهمیت په اړه وویل: سیمرغ البرز لوبډله ۷ کاله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پارلمان نوي ټاکل شوي صدر اعظم ته د واک لېږد تاېېد کړ

د قرغزستان پارلمان له پخواني ولسمشر نه نوي ټاکل شوي صدر اعظم سدیر جپاروف ته د واک لېږد تاېېد کړ.  دا ګام داسې مهال پورته کیږي چې هلته د اکتوبر د څلورمې له ټاکنو وروسته پراخو اعتراضونو هېواد له سیاسي کړکېچ او نامعلوم حالت سره مخ کړی و.  د دغو اعتراضونو له کبله ولسمشر سورونبای جاني بیکوف استعفا وکړه.  د پارلمان غړو په نننۍ غونډه کې هغه بیړنی حالت پای ته ورساوه چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پلازمېنه بشکېک کې اعلان شوی و.  نوی صدر اعظم جپاروف چې د اکتوبر په څورلسمه د پارلمان یوې ډلې غوره کړ، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: د بلاروس د سياسي مخالفانو مشره د پوليسو تر تعقیب لاندې ده

روسیه وایي، بلاروس کې یې د سیاسي مخالفانو د مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا نوم د هغو کسانو په لست کې شامل کړی چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.  روسي رسنیو نن( د اکتوبر ۱۶مه) د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په حواله ویلي چې دغه کار د روسیې- بلاروس د ګډې ټولنې د فعالیتونو له مخې شوی دی.  له دې مخکې بلاروس ادعا وکړه چې تیخانوفسکایا دغه هېواد کې د اساسي قانون پر بنسټ د رامنځته شوي نظم د ګډوډولو غوښتنه کړې ده.  تیخانوفسکایا په واضح ډول غوښتنه کړې چې الکساندر لوکاشینکا باید د اکتوبر تر ۲۵مې له واکه لرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آیا له کرونا ویروس وروسته د بلې وبا د راتلو امکان هم شته؟

کرونا ویروس لومړني موارد د چین په ووهان ښار کې وموندل شول خو که بله وبا راځي نو پیل به یې له کوم ځایه وي. ساینسپوهان اټکل کوي چې که په نړۍ کې بله وبا راتله نو علت به یې په برازیل کې د امازون ځنګلونو سوځېدل وي. په داسې حال کې چې په برازیل کې د امازون ځنګلونو ویجاړول او هلته د کروندو پراخېدل روان دي ساینسپوهان وايي، د دې امکان شته چې د ونو د پرې کولو او د ورشوګانو د پراخېدو له کبله د برازیل په صادراتو کې د غويي پر غوښې او سویا بین سربېره یوبل قلم چې ښايي یوه نوې وبا وي، زیات شي. د څېړنو له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مرضونو، جګړو او د لارې بندېدو د ارزګان باغداران ځپلي

نباتي ناروغیو او جګړو د انارو پر حاصلاتو اغېز کړی او ارزګان ته د تللو لارو تړل کېدو یې بیا بیې هم راټیټې کړي دي. سیف الله د ترینکوټ ښار اړوند سفیدخار سیمه کې د انارو پر باغ اوبه لګوي. په اوه جریبه مځکه د جوړ شوي دې باغ انار په پخېدو دي.  خو سیف الله خوښ نه دی، او وايي په نورو کلونو کې یې د انارو له حاصل لکونه افغانۍ ګټلې خو سږکال هم یې هم انارو مرضونه کړي او حاصل یې کم دی او هم سوداګر نه لري. هغه زیاته کړه: "زیات مرضونه یې کړي، څلورمه برخه په کې روغ انار نه شته، ټول وراسته شول، یا وچاودېدل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند بې ځایه شوي کورنۍ: مونږ سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې

د هلمند له تازه جګړې بې ځایه شوي کسان وایي، تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.  د کډوالو مشر محمد رامین وایي، نږدې اته زره کورنۍ بې ځایه شوي چې د مرستې لپاره یې د دغو کسانو سروې او نوملیکنه پيل کړې ده.  بې ځایه شوي وایي، که مرسته نه ورسره کېږي، دومره دې وشي چې سیمې یې له جګړې خلاصې او دوی بېرته کورونو ته ستانه شي.  د ازادي راډیو خبریال چې د جګړې پر وضعیت راپور جوړوي وايي، لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې یې د جګړې شدت هم یو څه کم شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ماین چاودنې غور کې ۶ ملکیان وژلي

غور کې د هغې کورنۍ موټر پر ماین برابر شوی چې یوه امېدواره مېرمن یې د زیږون لپاره روغتون ته لېږدوله.  امنیه قومندان وحیدالله نظامي وایي، چاودنه کې چې نن غرمه مهال د فېروز کوه ښار لویدیځ کې وشوه، د امېدوارې مېرمنې په ګډون ۶ تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.  نظامي وایي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ شوی و، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  په غور کې د بشري حقونو ولایتي کمېسیون دوه ورځې وړاندې وویل چې د روان لمریز کال له پيله تراوسه دغلته ۸۸ ملکیان وژل شوي او ۸۱ ټپیان دي چې د ډېرو مرګ ژوبلو لاملونه د ماینونو چاودنې وې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ولسمشر غني کابل کې د جنايي پېښو پر وړاندې د بیړنيو اقداماتو امر وکړ

په کابل کې هره ورځ د جنايي پېښو په اړه د خلکو له اندېښنو سره سم، ولسمشر اشرف غني د کابل پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د جرایمو د مخنیوي په اړه بیړنی اقدام وکړي.  ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ادارو ته ویلي چې د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په ټینګښت کې له ټکنالوجۍ ګټه واخلي.  ښکاري چې په کابل کې ورځ تر بلې د جنايي جرمونو په اړه د خلکو اندېښنې، تر ولسمشر محمد اشرف غني هم رسېدلي دي.  ارګ وايي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ټیم ته ویلي چې په دې ښار کې باید د... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

عبدالله: پر افغانانو د امارتي نظام بیا ځلي تپل د منلو نه دي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي، د طالبانو له‌خوا پر افغانانو د اسلامي امارت بیا ځلي تپل، خلکو ته د منلو نه دي. عبدالله عبدالله چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې خبرې کولې، د سولې د خبرو پر مهال طالبان نرمښت او د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل. پر یو شمېر ولایتونو په ځانګړې ډول هلمند د طالبانو له‌خوا شوی برید او د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل، هغه څه دي چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي پرې سخته نیوکه کوي. د ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ولسمشر غني د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې

په کابل کې هره ورځ د جنايي پېښو په اړه د خلکو له اندېښنو سره سم، ولسمشر غني د کابل له امنیتي ادارو غوښتي چې د جرایمو د مخینوي په اړه بېړنی اقدام وکړي.  ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ادارو ته ویلي چې د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په ټینګښت کې له ټکنالوجۍ ګټه واخلي.  ښکاري چې په کابل کې ورځ تر بلې د جنايي جرمونو په اړه د خلکو اندېښنې، تر ولسمشر محمد اشرف غني هم رسېدلي دي.  ارګ وايي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ټیم ته ویلي چې په دې ښار کې باید د جرایمو د مخنیوي پر وړاندې هر څه ژر بېړنی اقدام وشي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

حکومت نیب ته د احتساب خو اپوزيشن د انتقام په سترګه ګوري 

اپوزيشن مشرانو په وار وار ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت نیب له دوی څخه د سياسي انتقام لپاره کاروي او که څوک هم پر حکومت يا ادارو نيوکې وکړي نو نیب د هغه پر ضد د اداري يا مالي فساد مقدمه جوړه کړي.

Pa.azadiradio.com 

ډونالډټرمپ او جوبایډن په ټلوېزیوني بحثونو کې ګډون وکړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ټاکنو کې د ده سیال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن د دوهمې مناظرې پرځای پرون د اکتوبر په ۱۵مه په جلا غونډو کې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.  ولسمشر ډونالډټرمپ د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو په ګډون په هغه غونډه کې چې جریان یې په مستقیم ډول خپرېده د یو ساعت لپاره د خلکو پوښتنې ځواب کړې خو سیال یې جو بایډن د پنسلوانیا ایالت په فیلادلفیا ښار کې په ورته غونډه کې د رای ورکوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.  فلوریډا او پنلسوانیا دواړه د ولسمشرۍ د ټاکنو د جګړې ډګرونه بلل کېږي او ځکه ځانګړی اهمیت لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو د پروان پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي

پروان کې چارواکي وایي چې طالبانو په کوه صافي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.  دغه ولایت کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، د تېرې شپې دغه بریدونه په شا تمبول شوي چې د دولت پلوه پاڅون کوونکو یو وسله وال په کې وژل شوی دی.  هاشمي وایي، ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې اوس ورته معلوم نه دی.  طالبانو پروان کې د ادعا شوي دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د یوې غونډې ګډونوال: د جګړې د پلویانو پر وړاندې یو موټی شئ

د ننګرهار خلکو په یوه ولسي غونډه کې وویل چې د سولې په خبرو کې ځنډ د جګړې تودېدو او د وینو د بهېدلو د دوام په مانا ده. په دې غونډه کې چې په کامې ولسوالۍ کې د سلګونه قومي مشرانو او خلکو په ګډون جوړه شوې وه دولت او طالبان ګرم وبلل شول چې له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا یې جګړو ته زور ورکړی. د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له خلکو وغوښتل چې د جګړې د پلویانو پر وړاندې یو موټی شي. ښاغلي عمر د نړۍ په کچه د زړو دښمنیو د ختمېدو یادونه وکړه او ویې ویل: "ولې، تر کومه پورې؟ یهودان له... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له جنګه بې کوره شوې ښځه اوس خښتې جوړوي

د ننګرهار بي بي شاوخوا نهه کاله وړاندې د جګړو او ناامنیو له کبله له کوټ ولسوالۍ بې کوره شوه او سره رود ولسوالۍ ته ولاړه. نوموړې اوس هلته خښتې جوړوي او ۱۲ کسانو ته ډوډۍ پیدا کوي. د بي بي کیسه په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د جنګونو له لمبو د بټیو تر لوګیو

په ننګرهار ولایت کې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ یوه غړې د مجبورۍ له امله د خښتو بټیو کې کار کوي. نور په ویډیويي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د ایران د مالي خدماتو د یوه شرکت بنسټګر په بند محکوم شو

په امریکا کې د ایران د مالي خدماتو د یوه شرکت بنسټګر او اجراییه مشر په نږدې دوه کلن بند محکوم شو. د امریکا د عدلیې وزارت وايي، پر ۳۳ کلن سعید سجاد شهیدیان د داسې کار و بار د پرمخ بېولو تور دی، چې په ایران کې یې له خلکو سره د امریکا له بندیزونو په سرغړونه کې مرسته کړې ده.  شهیدیان چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پر خپل جرم اعتراف کړی و، پرون محاکمه شو. دی چې د ایران تابعیت هم لري، د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر میاشت په لندن کې نیول شوی او سږکال امریکا ته وسپارل شو. سعید سجاد شهیدیان د پېمینټ-۲۴ په نوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت.   دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد په ورځني ډول د زرګونو نویو پېښو د ستونزې او هرې سیمې ته د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه کوي.  د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، پرون پنجشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۶۰زره تازه پېښې ثبت شوې، چې دا د اګسټ میاشتې له څوارلسمې راوروسته تر ټولو شمېر ګڼل کېږي.    په امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر دوو لکو او ۱۷۰۰۰ اوښتی دی.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشرې ځان قرنطین کړ

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وان دېرلین له هغه د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سرمشریزې ووتله او ځان یې قرنطین کړ، چې د هغې د یوې همکارې د کرونا د ټېسټ نتیجه مثبته راووتله. مېرمن وان دېرلین پرون سهار په بروکسل کې په دې سرمشریزه کې حاضره وه. په دې سرمشریزه کې د اروپايي ټولنې د دولتونو مشرانو او جګپوړو چارواکو، له هغې ډلې د چک جمهوریت، لوکزامبورګ، پرتګال او هالنډ صدراعظمانو او همداراز د رومانیا ولسمشر او د اروپايي پارلمان مشر ګډون کړی و. د اروپايي کمېسیون مشرې پر ټویټر په یوه پیغام کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښايي نړۍ کې د کویډ۱۹ له کبله د رامنځته شوي بحران زیانونه دوامداره وي

د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی چې د کرونا د وبا له کبله ابهام ښايي هومره ډېر وي چې د نړیوالې اقتصادي رغونې مخه ونیسي. د پیسو نړیوال صندوق وايي چې ښايي د دې وبا له کبله د رامنځته شوي نړیوال مالي بحران زیانونه دوامدار وي. د پیسو نړیوال صندوق مشرې کریستالینا ګیورګییوا پرون وویل، روان بحران د پخوانیو هغو په څېر نه دی نو ځکه مېرمن ګیورګییوا له دې بحران څخه د خلاصون لپاره د داسې اقداماتو غوښتنه وکړه چې د پخوانیو هغو په شان نه وي. د پیسو نړیوال صندوق په خپل وروستي اقتصادي راپور کې اټکل کړی و، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو په ټلوېزیوني بحثونو کې ګډون وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې یې سیال جوبایډن  په دوو جلا ټلوېزیوني خپرونو کې د خلکو پوښتنې ځواب کړې.  هغه مناظره چې په پام کې دواړه په کې برخه واخلي، لغوه شوه او دواړه کاندیدان په دوو ټلوېزیوني بحثونو کې په جلا جلا ډول راڅرګند شول.  ولسمشر ټرمپ د فلوریډا ایالت په میامي کې د یوه ساعت لپاره پوښتنې ځواب کړې او جو بایډن د پنسلوانیا ایالت په فلادلفیا کې.  ولسمشر ټرمپ د اول وار لپاره وویل، چې دی به د عادلانه ټاکنو نتیجه ومني، خو زیاته یې کړه، چې دی غواړي دا ټاکنې صادقانه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۷۲ سلنه زیاته شوې

نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده. د هغې څېړنې له مخې چې د افغانستان د احصاییې ادارې دوه کاله مخکې خپره کړې ده د افغانستان په سلو کې ۵۴،۵ وګړي د بېوزلې تر کرښې ټیټه کچه کې ژوند کوي خو نړیوال بانک په خپل یو وروستي راپور کې ویلي دي چې د کورونا د وبا له خپرېدو وروسته د محدودیتونو په نتیجه کې احتمالاً په افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ کچه په سلو کې تر دوه اویا پورې لوړه شوې ده. په راپور کې راغلي چې نژدې ۱۵ میلیون افغانان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګېدلو محدودیتونو او د ښارونو د قرنطین له وجې د جدي اقتصادي زیانونو له ګواښ سره مخامخ دي.


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Во Владимир 16 мая прибудет Казанская икона Божией Матери

В Москве плановые отключения горячей воды отложили до 20 мая

«Угроза нового заморозка»: Позднякова предупредила дачников об ухудшении погоды

Скончался актер и каскадер из «Место встречи изменить нельзя»

Музыкальные новости

Бизнес-ланчи подорожали на 37 процентов в кафе Новосибирска

"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время

ЦСКА обыграл «Зенит» в Санкт-Петербурге впервые за 13 лет

Мишустин предложил повысить Дениса Мантурова до первого вице-премьера

Новости России

«Пока не приходится»: Позднякова предупредила о неблагоприятной погоде в Москве

Стоматолог Ланцева: хруст в челюсти не опасен в одном случае

Скончался актер и каскадер из «Место встречи изменить нельзя»

«Угроза нового заморозка»: Позднякова предупредила дачников об ухудшении погоды

Экология в России и мире

Раскрыт секрет моложавого вида Аллы Пугачевой: необычная методика удивляет

В День Пушкина театр кукол «Ульгэр» в райцентре Бурятии: Россия, Культура, Дети

Дети из Узбекского землячества Бурятии увидели театр кукол «Ульгэр»: Россия и Культура

Стой и не двигайся: доктор Кутушов рассказал, что делать при встрече со змеями

Спорт в России и мире

Первая ракета мира Джокович получил бутылкой по голове после матча в Риме

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году

Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме

Moscow.media

Осень в Хибинах...

OpenAI готовит конкурента поисковику Google, но на базе ИИ

При силовой поддержке столичного спецназа Росгвардии задержан домушник, маскировавшийся под курьера службы доставки

Сценарии для любого торжества, праздника, корпоратива - квесты, ролевые игры, конкурсы. Ищем авторов сценариев.











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Во Владимир 16 мая прибудет Казанская икона Божией Матери

Скончался актер и каскадер из «Место встречи изменить нельзя»

Пять нижегородских ДУКов вернули тепло 95% обслуживаемых домов

В Ростовской области сильно вырос спрос на медсестер и медбратьев