پاکستان د نړۍ په هغو ۱۵ هېوادونو کې دی چې تر لسو ملیونو د زیات عمر کسانو ابادي لري. او په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان اووه فیصده ابادي چې څه یو کروړ ۴۰ لکه جوړیږي له ۶۰ کالونو نه زیات عمرونه لري.
د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله نن د مشال راډیو خبریال، طاهر خان سره په ځانګرې مرکه کی وویل چې له یو ښه پیغام سره افغانستان ته سنیږي. عبدالله پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر نن پاي ته رسوي. دغه مرکه دلته وګورئ.
دناګورنوقرباغ لانجمنې سیمې کې د آذربایجان او ارمنستان ترمینځ درنې نښتې نن څلرمې ورځې ته داخل سوې. دواړو خواوو نن ( سپتمبر ۳۰) ټینګار وکړچې دسرحدی سیمو په ګڼو استقامتونو بریدونو دوام وکړ. تروسه دلسګونو کسانو دمړینې خبر ورکړل سوی دی . نورتفصیل په دغې ویډیوکې وګورئ او له خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ
په خوست ښار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او ۶ ملکيان یې ټپیان کړي. د خوست والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه نن مازدیګر مهال ۴:۴۵ دقیقې د خوست دوهمې حوزې اړوند د مجاهد څلور لارې ته څېرمه وشوه. منګل وایي، یو کس غوښتل یې یو ماین ولېږدوي، چې خپل ماین پرې چاودلی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی. په پېښه کې ۶ ملکیان هم ټپیان شوي چې د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي. د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار په منځ... Читать дальше...
له دندو یو شمېر لرې شوي د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکاران وایي، په درېیو کلونو کې یې هم ولسمشر سره نه دي کتلي. دوی وایي، یوازې له ټولنیزو رسنېو اورېدلي چې له دندو لرې شوي. وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنېو کې د ولسمشر د ۱۷ سلاکارانو د ګوښه کېدو خبر ورکړل شول، یو شمېر ګوښه شوي سلاکاران وایي، څو ځلې یې اعتراض کړی و چې ولسمشر باید ورسره وګوري او مشورې یې واخلي خو وخت نه دی ورکړل شوی. په ولسي چارو کې د ولسمشر تازه ګوښه شوی سلاکار محمد ایوب رفیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې له تېر یوه کال راهیسې ولسمشر سره نه دي کتلي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وایي، هره میاشت د دې هېواد ډېری خلکو ته د امنیتي پېښو له امله مرګ ژوبله اوړي. سټیفانو پونته کوروو نن پر ټویټر ولیکل چې ناټو د ملګرو ملتونو د سازمان ترڅنګ په امنیتي پېښو کې په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو کارول په سختو ټکو غندي. د هغه په وینا ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري. په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو په دوام لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې. تر دې وړاندې... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وایي، له ښه پیغام سره به افغانستان ته بېرته ولاړ شي. عبدالله عبدالله نن په اسلام آباد کې د آزادي راډیو له خبريال سره په مرکې کې ویلي چې د پاکستان سفر یې لاسته راوړنې لري. هغه وویل: "زه ډېر هیله من یم، ښه سفر وو، خوښ یم، هغه بحثونه چې موږ له چارواکو، خلکو او بنسټونو سره درلودل، انشالله چې زمونږ پر اړیکو به ښه اغېز وکړي." تر دې وړاندې عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره د لیدو پر مهال سوله د افغانستان د خلکو او حکومت لومړیتوب بللی وو. ښاغلي... Читать дальше...
ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دې هېواد په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د هغه سيال او پخوانی مرستيال ولسمشر جوبايډن به پر کورونا وبا، تجارتي تګلارو او له توکم سره پر تړليو موضوعاتو بحث کوي خو د نومبر درېيمې انتخاباتو وړاندې دوی دواړو په خپله لومړۍ ټېليويژني مناظره کې تر تګلارو زيات پر يو بل شخصي حملې زياتې وکړې. احمد شاه اعظمي د اسوشيېټېډ اژانس ويډيو پښتو کړې ده.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هره میاشت په اوسط ډول ۱۲۰ کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله ټپیان او وژل کېږي. د دغه وزارت د ماین پاکۍ د برخې رییس محمد شفیق یوسفي ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د دغوچاودونو تلفات لږ شوي خو د سولې خبرو ته پام سره دا کچه اوس لوړه ده. د سړک د غاړې د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنې، اوس هم دافغانستان خلک وژني. د دایکندي د والي ویاند نصراله غوري وايي، تېره ورځ د دې ولایت د کجران په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ په بلخ کې د کرکټ د یو لوبغالي د جوړولو خبر ورکوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ټاکل شوې چې دغه لوبغالی په مزار شریف ښار کې په نړیوالو معیارونو سره جوړ شي. د کرکټ د دغه لوبغالي په تاسیساتو کې، ادارې برخې، د تمرینونو او زده کړې لپاره خونې، او له لوبې مخکې لوبغاړو ته د اندامونو یا غړو د نرمولو د ځانګړو څانګو جوړول هم شامل دي. دغه لوبغالی به په یو وخت کې د زرګونو نندارچیانو ظرفیت ولري. د دې لوبغالي کار نن پیل شو او یو کال کې به بشپړ شي خو کرکت بورډ یې د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.
د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپل لوړ پوړې پلاوي سره د پاکستان درې ورځنی سفر وکړ. هغوی د کوربه هېواد له مشرانو سره ليده کاته کړي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزه اړيکو ورسره غږېدلي دي خو افغان سولې پروسه د خبرو اترو مهم ټکۍ دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی او طالبان له سېپټېمبر له ۱۲مې نېټې راهيسې په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي چې پکې ځينې خنډونه رامنځ ته شوي دي. پوښتنه دا ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلام اباد سفر به په سولې عمل کې د شته... Читать дальше...
د افغانستان د فوتبال غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې به نن طوفان هریرود او موجهای امو لوبډلې سره مخ شي. دا به د دغو سیالیو څلورمه لوبه وي. تېره ورځ د سپین غر بازانو لوبډلې د سیمرغ البرز لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړه. د افغانستان د فوتبال غوره لیګ نهم دور د تېرې پنچشنبې په ورځ په کابل کې پیل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د نجونو او ښځو په ګډون ډېر خلک د دغو لوبو ننداره کوي.
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو 'ای پي ایل' په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان د لومړي ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې د ډېلي کپیټلز لوبډلې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې تهيې بریا خپله کړه. راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمې ۱۲ منډې ورکړې او درې مهمې وېکټې يې واخیستې. په دې لوبه کې چې تېره شپه د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو... Читать дальше...
یوه امریکایي تحلیلګر جانتن هېلمن په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د چین له لویې پروژې (یو کمرند او یوې لارې) پرده پورته کړې. دا کتاب ( د امپراطور نوې لار، چین او د پېړۍ پروژه) نومېږي چې د سپټمبر په ۲۹مه چاپ شو. د امپراطور نوې لار، چین او د پېړۍ پروژه په نوم کتاب کې ډېر تمرکز د چین د بهرني سیاست په نوښت شوی دی. دې کتاب کې د چینایي چارواکو د مرکو، تحلیل او څیړنې له مخې دا کیسه کېږي چې ایا چین د یو کمربند-یوې لارې په پروژې سره خپل نړیوال هدف ته رسېږي که نه؟ دا هغه پروژه ده چې چین ۲۰۱۳ کال کې مطرح... Читать дальше...
د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، اسلام اباد ته یې درې ورځنی سفر ښه تېر شو او له پاکستانیو چارواکو سره خبرو هیله من کړی دی. دا خبره نوموړي د سېپټېمبر پر ۳۰مه د خپل سفر په وروستۍ ورځ د مشال راډیو خبریال طاهر خان ته وکړې. ویډیو وګورئ.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرادری ورکړی دی. دې ادارې اټکل کړی ښيي، چې نن او په راتلونکو څو ورځو کې به نهه ولایتونه د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهدان ووسي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې نن او راتلونکې څو ورځې به د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهدان وي. کونړ، نورستان، پنجشیر، پروان، لغمان او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې به نن به په کې سیلابونه راووځي. Читать дальше...
د افغانستان د ځوانانو عالي شورا ۸ غړیو د ټاکنو لپاره د ۱۵۰۰ ځوانانو غونډه. دا یوه ورځنۍ غونډه نن په کابل کې روانه ده. د دې شورا ټول غړي به ۲۲ کسان وي چې ۸ نور یې جمهور رییس غني او شپږ نور یې حکومتي چارواکي ټاکي چې په دې کې بهر میشتي افغان ځوانان هم شامل دي. په کابل کې د لویې جرګې خیمه نن د ۱۵۰۰ افغان ځوانانو د غونډې کوربنه ده، چې د افغانستان د ځوانانو شورا ته خپل استازي ټاکي. دا شورا د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ جوړېږي. افغان حکومت د دغې شورا جوړول مهم او ګټور بولي. Читать дальше...
کونړ کې هغه څلور معلولین چې د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي. د کونړپه سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي درې پیغلې لوڼه او یو ځوان زوی معلول دي چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. روح الله انوري یې په اړه دا راپور چمتو کړی:
د ازادي راډیو اوونیز "د ګوړې اچار" پروګرام کې به واورئ چې؛ د روغتیا چارواکو، د کرونا ناروغۍ د دوهمې څپې پایقدم په نېک پال نیولی! د ګوړې اچار په دې خپرونه کې، لومړی د بسوګۍ شمسو خبرونه دراوروي. بیا مو د کامیابۍ او ناکامۍ له پایلې خبروو. او په پای کې د هغو لیکونو ځوابونه دراوروو چې اورېدونکو رالېږلي او فیلسوف صیبیې ځواب ورکوي. دا خپرونه محمد عارف ننګیار جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدای شئ:
یوې هندي محکمې ټولو هغو ۳۲ کسانو ته چې نږدې ۳۰ کاله دمخه پر یوه جومات په برید کې په لاس لرلو تورن وو، برائت ورکړ. هغه برید د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی راوپاراوه او شاوخوا دوه زره کسان پهکې ووژل شول. د هند د ملتپالي بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمېر لوړپوړي مشران په تورنو کسانو کې شامل وو چې نن د سپټمبر ۳۰مه برائت ورکړل شو. دغو کسانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په ۱۹۹۲ کال کې یې په اتراپرادېش ایالت کې د بابري په نوم د ۱۶مې پېړۍ پر جومات د برید سپارښتنه کړې وي. هندوان په دې باور دي... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان له ولسمشر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب په هېواد کې یې د سولې راوستل دي. عبدالله عبدالله نن تر غرمې دمخه له ولسمشر عارف علوي سره ولیدل. ښاغلي علوي ویلي چې پاکستان په هر اړخیز ډول د افغانستان د سولې هڅو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل او د ثبات ټینګښت غواړي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ویلي، دا مهال د روانو ستونزو څخه د راوتلو یو استثنایي فرصت رامنځته شوی دی،... Читать дальше...
په اوکراین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. دا د روان کال د مې میاشتې راهیسې چې دا وبا په اوکراین کې خوره شوه، په دې هېواد کې په یوه ورځ د کویډ ۱۹ ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده چې ثبت شوه. د اوکراین د عامې روغتیا وزیر ماکسیم ستیپانوف نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په ۴۰۲۷ نویو ناروغانو کې ۲۷۶ تنه یې ماشومان او ۱۷۱ تنه روغتیایې کارکوونکي دي. د ستیپانوف په خبره له دې شمېرې څخه ۷۳۳ تنه په روغتون کې بستر شوي دي. تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲... Читать дальше...
د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه دا برید وکړ چې په نتیجه کې یې په خپله طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې. هغه زیاته کړه: "تر ۱۵ ډېر طالب وسلهوال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لهخوا ووژل شول، خو له بده مرغه د کوهستان امنیه قوماندان عبدالظاهر ضیایي هم له دوو نورو سیمهییزو پولیسو سره په سیمه کې ووژل شو." وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې. دواړه لوري... Читать дальше...
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او جوبایډن لومړنۍ ټلویزیوني مناظره له لفظي ګوزارونو سره مله وه. جوبایډن ټرمپ یو مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله او په یوه برخه کې یې هغه ته وویل چې "خوله بندوې" که نه؟ د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دا یو نیم ساعته مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې وشوه چې له پيله کاندیدانو پر یو بل لفظي ګوزارونه کول. ټرمپ پر خپل سیال بایډن لفظي بریدنه کول، خو بایډن هم ډانګ پیلي ځوابونه ورکول. د ډیموکراټانو نوماند جوبایډن ټرمپ یو دروغجن، مسخره او د پوتین... Читать дальше...