Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2020

Новости за 01.09.2020

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د شخصي سکولونو اتحادیې احتجاج

د خیبر پښتونخوا د پېښور اسمبلۍ مخې ته د غېر سرکاري سکولونو اتحادیو او استادانو د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه احتجاجي مظاهره وکړه. دوی په مظاهره کې له حکومته د شخصي سکولونو د بیا پرانېستلو غوښتنه کوله. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

هند کې یوه شپه او ورځ د کرونا ویروس ۷۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوي

دومین کشور پر جمعیت جهان با یکی از دشوار‌ترین شرایط، شب و روزش را سپری می‌کند.  په ډهلي کې په مکس روغتون کې د زړه د ناروغیو د څانګې مشر منوج کومار وایي چې اوس کلیوالې سیمې د کرونا له سخت ګواښ سره مخامخ شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: تخار کې د تخنیکي ستونزې له امله یوه هیلیکوپټر غورځېدلې

دفاع وزارت نن په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې MI17 ډوله هیلیکوپټر چې د کندوز د ۲۱۷ پامیر قول اردو څخه الوتې او د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ پرلورې روانه وه، نن له غرمي وروسته شاوخوا دونیمې بجې په سیمه کې د کېناستو په مهال د تخنیکي ستونزې له امله را وغورځېده.

Mashaalradio.com 

د پخواني جرنېل عاصم باجوه د رپوټ په خپرولو دړکې راکول کېږي: نوراني

د پاکستان یو تحقیقاتي خبريال احمد نوراني وايي، د اطلاتو په برخه کې د دې هېواد د وزيراعظم سلاکار جنرال(ر) عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنيو د شتمنيو په اړه يې تر رپورټ خپرېدو وروسته د مرګ دړکې ورکول شوې دي. احمد نوراني د اګست پر ۲۷مه نېټه پر خپله ویبپانه (فېکټ فوکس) باندې يو ځانګړی تحقیقاتي رپورټ خپور کړی وو چې پکې يې ادعا کړې وه چې عاصم باجوه او کورنۍ يې په څلورو هېوادونو پاکستان، امريکا، متحده عرب امارات او کنېډا کې سرمايه ګزاري کړې ده او هلته کاروبار او جايدادونه لري. د دې رپورټ له خپرېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پاتې خوشې شويو بنديانو د دوهمې ډلې تصويرونه

د کابل له پلچرخي زندان څخه یو شمېر طالب بندیان خوشې شول. د خوشې شویو طالب بندیانو کره شمېر لا نه‌دی معلوم، خو یوې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل، تمه ده سبا د چهارشنبې په ورځ پاتې بندیان هم خوشې شي. وېډيو: شفیع کریمي

Mashaalradio.com 

سرکاري ملازمين دې "حکومت ضد" وټس اپ ګروپونه پرېږدي: بلوچستان حکومت

د بلوچستان حکومت د صوبې شاوخوا درې لکه سرکاري ملازمينو ته امر کړی چې د ټولنيزو رسنيو له هغو پاڼو او وټس اپ ګروپونو څخه ووځي چې د دوی په وينا ناسم معلومات خپروي او د صوبايي حکومت پر ضد منفي تبليغات کوي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد های کورټ نواز شريف عدالت ته غوښتی

د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه د اسلام اباد های کورټ دوه کسېزه بنچ نواز شريف ته د احتساب عدالت لخوا په العزيزيه سټيل مل او ایون فيلډ قضيو کې اورولې شویو سزاګانو او مريم نواز او د هغې خاوند کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته په ایون فيلډ قضيه کې اورولې شویو سزاګانو پرضد داير کړل شویو درخواستونو اورېدنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: غني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره پر سوله او بندیانو خبرې کړي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې ولسمشر له اوبراین سره د سولې د بهیر او د بندیانو د تبادلې پر مسلو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د طالبانو او حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ناکامورا څلور لارې د جوړولو کار پیل شو

د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د خوست ښار په ختیځ لوري کې د تیتسو ناکامورا په نوم د نومول شوې څلور لارې د جوړولو کارونه پیل شول. ناکامورا د پي ایم اېس په نوم د یوې جاپانۍ موسسې مشر وو، چې د تېر ز کال د ډسمبر پر څلورمه دندې ته د تګ پر مهال جلال اباد ښار کې د خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای د څو تنو وسله والو په برید کې ووژل شو.




Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

نن سې شنبه سهار د پکتیا مرکز ګردېز کې د عامه نظم په قطعه موټر بم برید وشو چې دوه تنه بریدګرو له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه. په دې پېښه کې دواړه بریدګر وژل شوي او دغه راز ملکيانو او نظامیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته. نور جزئیات د احسان ارین په راپور کې:


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus