زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنا ده.
تر دې وړاندې د امریکا سنا هغه لایحه په قاطع اکثریت سره تصویب کړه چې د حکومت مامورین پر دولتي وسایلو د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د نامتو چینايي شبکې ټیک ټوک له لیدو منع کوي.
ډیلي میل ورځپاڼه لویې جرګې ته په اشاره چې نن یې کابل کې غونډه یلېږي لیکي چې د افغانستان شورا پرېکړه کوي چې حکومت د طالبانو څلورسوه بندیان خوشې کړي کنه.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې دوه مرستیالان او د پروژو مدیر هم په دې قضیه کې په لاس لرلو تورن دي.
د جمهوري ریاست بیان زیاتوي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د کانونو او د تجدید وړ انرژۍ او په تېره له لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخو کې د دې کمپنۍ مشر ته معلومات ورکړل.
د پاکستان حکومت ویلي چې د سرپټو لوبغالو بیا پرانیستو او د هغو ټورنمنټونو او سپورتي لوبو پیل ته به اجازه ورکړي چې لوبغاړي تماس نه پکې کوي.
مکرون پرون د اګست په شپږمه په داسې حال کې بیروت ته ولاړ چې د لبنان د روغتیا وزارت وویل د چارشنبې ورځې په لویه چاودنه کې لږترلږه ۱۳۷ کسان وژل شوي، لسګونه تري تم دي او لږترلږه پنځه زره کسان ټپیان شوي دي.
د متحدایالاتو سنا هغه لایحه په قاطع اکثریت سره تصویب کړه چې د حکومت مامورین پر دولتي وسایلو د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د نامتو چینايي شبکې ټیک ټاک له لیدو منع کوي.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګست په شپږمه په یوه بیان کې وویل چې یوبل ډیپلومات ایلیوت ابرامز په موقتي ډول په دې دنده ګومارل شوی دی.
دا درې ورځنۍ لویه جرګه به د هغو شاوخوا ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه ولسمشر ته سلامشورې ورکړي چې حکومت یې خطرناک بندیان بولي.
افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوهيې د سولې پروسې اړوند وې. که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.