په پام کې وه دغه بندیز د ملګرو ملتونو د مخکېني پرېکړهلیک له مخې د اکټوبر له ۱۸مې راکم شي.
دوی د هند تر ولکې لاندې د کشمیر د ځانګړي موقف ختمول وغندل او دا یې د هندوستان ځپونکې پرېکړه بللې ده.
ده ویلي، د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ویروس وضعیت پېچلی دی او د ده په ټکو لا هم دغه ویروس نهدی قابو شوی.
د بشري حقونو ملاتړو هم ویلي چې پولیسو دغلته پرون خپلواک څارونکي د لاسوهنې په تور نیولي دي.
چارواکي وایي، چاودنه د امونیم نایتریت کیمیاوي سرې له کبله رامنځته شوې، دا مواد له څو کلونو راهیسې په ناخوندي ډول بندر ته نږدې یوه ګدام کې ساتل کېدل.
پر دغه زندان برید کې د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او زندانیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.
د نیمروز مسؤلین وایي، دا ماین طالبانو ایښی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نهدي ویلي.
د دغې جرګې د عامه اړیکو د کمېټې یوه غړي غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، رابلل شوي ډېر مېلمانه رارسېدلي او پاته نور به تر نن ماښامه راورسېږي.
د ایران نیمه دولتي ایسنا خبري اژانس پرون د محمد حسین درودي له قوله راپور ورکړ چې په دې اړه هېڅ ډول قضایي حکم نهدی صادر شوی.
محمد حنیف اتمر وایي، هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.