Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2019

Новости за 21.09.2019

Pa.azadiradio.com 

د طالب جنګیالیو د ادغام په اړه د سیګار ادارې راپور ته د کابل غبرګون

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور په غبرګون کې د افغانستان حکومت ویلي، د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالب اورپکو د ادغام بحث به، د سولې هوکړې تر لاسته راتلو وروسته وشي.

Mashaalradio.com 

خوست: وزیرستاني کډوال د انصاف غوښتنه کوي

د خوست په ګلان کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دې د پاکستان پوځ پر خلکو له ظلم او زورزیاتي لاس واخلي. د غونډې ګډونوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو مشرانو د خوشې کولو د ضمانتونو پر منظورۍ خوښي څرګنده کړه خو غوښتنه يې وکړه چې د خړ کمر پيښه دې په اساسي ډول وڅيړل شي. بلخوا د پاکستان پوځ په وزيرستان کې د زوز زياتي تورونه په وار وار رد کړي دي. نور حال د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني افغانستان کې د وینې تویېدنې ملامتیا پر طالبانو واچوله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د روانې جګړې په ترڅ کې د رامنځته کېدونکو تلفاتو ملامتیا پر طالبانو واچوله چې دده په خبره اوربند ته غاړه نه ږدي. په وروستیو میاشتو کې افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ورسره مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ د بند امیر، بُست او امو زونونو مسؤلین له دندو لېرې کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د بند امیر، بُست او امو زونونو مسؤلین له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد له امله له دندو لېرې کړل. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه د يادو زونونو د مسؤلینو د کاري پروګرامونو او کړنو له ارزونو وروسته دغه پرېکړه کړې. د دوی په خبره، د بند امیر زون مشر میر مبارز، د بُست زون مشر مسعود رحماني او امو زون مشر نور عالم فرید چې له شااوخوا پنځو کلونو راهیسې یې د زونونو رهبري کوله، د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې. د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ۱۶ کلنې فوټبال لوبډلې په دغه لوبه کې نیپال ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه. د افغانستان تر ۱۶ کلنو عمره فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د فلسطین پر وړاندې ۲ پر ۲ مساوي کړې وه. د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې د افغان لوبډلې بله لوبه د يکشنبې په ورځ د کوربه ایران پر وړاندې ده چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان لوبډله نن د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي

ټاکل شوې چې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیز کرکټ سیالیو په لړ کې افغانستان نن د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي. دغه شل اوریزه لوبه نن مازدیګر مهال په پنځو بجو د بنګله دېش په چټاګروم لوبغالي کې پېلېږي. افغان لوبډلې په دغه سیریز کې تېره شپه د زمبابوې پر وړاندې لوبه وکړه، چې په اوو وکټو یې ماتې وخوړه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روانو سیالیو کې په دوو بریاوو او يوې ماتې سره د نومرو په جدول کې لومړی، بنګله دېش په ورته پوزېش سره دوهم او زمبابوې بیا په څلورو لوبو کې له یوې بریا سره درېیم ځای خپل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان بزګران د خپلو حاصلاتو لپاره باراز غواړي

ځایي بزګران وایي چې په ارزګان کې سږکال د وچو او تازه میوو حاصلات زیات شوي خو بازار نه لري. د ارزګان د مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګرانو ازادي راډيو ته وویل چې د وچو او تازه مېوو حاصلات يې د پخوا په پرتله دوه چنده شوي او لامل يې سږکال زیات بارانونه یادوي. خو دوی وايي، که څه هم حاصلات يې زیات شوي، خو بازار نه لري. غوښتنې يې دا دي چې دولت دې د حاصلاتو لپاره بازار ورته پیدا کړي. په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، پلان لري چې څو په دغه ولایت یخې خونې جوړې کړي.

Mashaalradio.com 

طالبان سخت ځپل شوي: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.




Pa.azadiradio.com 

کندهار کې هوايي برید۱۰ طالبان وژلي دي

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چارواکي وایي، په ارغستان ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د کندهار دوالي ویاند بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. ښاغلي احمدي وویل چې دغو وسله والو غوښتل د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي خو پلان یې افشا شو او پخپله ووژل شول. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا سعودي ته اضافي سرتېري استوي

په سعودي عرب کې د تېلو په تنصيباتو د بريدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په متحده عربي اماراتو او سعودي عرب کې د اضافي سرتېرو د استولو امر ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

هغه نجلۍ چې د نارینه په نامه یې زده کړې کړي!

راحله رحمانزاده هغه نجلۍ چې د طالبانو په وخت کې یې د نارینه په نامه له ګڼو ګواښونو سره سره زده کړې وکړې. دا اوس د غور ولایت د ښوونکو د روزنې د مرکز رئیسه ده. راپور: منصور خسرو

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په لوګر کې هوايي برید پنځه وسله وال طالبان وژلي

په لوګر کې امنیتي چارواکو ویلي چې د جمعې په شپه د کمال خېلو په سیمه کې په هوايي حمله کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ازادي راډیو د خبریال په حواله، په دې حمله کې د وسله والو یو مشر بابک هم وژل شوی دی. په لوګر کې د څلورمې پلې لوا ویاند احمد شکیل تسل دا خبر تأیید کړی، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده. وسله والو طالبانو لا په دې اړه خبرې نه دي کړي.

Pa.azadiradio.com 

شیدا محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو

د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره کاندید شیدا محمد ابدالي پرون د سپټمبر په شلمه د جمهور رئیس محمد اشرف غني له انتخاباتي کمپاین سره یوځای او له کاندیدۍ تېر شو. ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په مراسمو کې له شیدا محمد ابدالي مننه وکړه. شیدا محمد ابدالي د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو له ابتدايي لېسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تأیید کړي وو، دوهم کاندید دی چې د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو. تر ابدالي مخکې زلمی رسول د اشرف غني په ګټه تېر شوی و. د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه یا د سپټمبر په اته ویشتمه دي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره پایلوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د سپټمبر په یویشتمه له بنګله دېش سره د شلو اورونو کرکټ وروستۍ (فاینل) مسابقه لري. سیالي به د کابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو پیل شي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د د زېمبابوې له لوبډلې په اوو ویکټو ماته وخوړه. د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرید هوتک پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان په دې لړۍ کې دوه مسابقې وګټلې، یوه یې وبایلله او فاینل ته ووت. د بنګله دېش، زېمبابوې او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل اوره کرکټ د مسابقو دا لرۍ د سپټمبر په څوارلسمه پیل شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور طوفان هریرود لوبډلې وګاټه

په افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور د طوفان هریرود لوبډلې ګټلی دی. د غوره لیګ فاینل مسابقه پرون د سپټمبر په شلمه ماښام د طوفان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ وه. په پرونۍ سیالۍ کې یوازې د طوفان هریرود لوبډلې یو ګول وواهه چې د لوبډلې په ګټه دغه ګول هم حاتم شېردل وهلی دی. مسابقه یو پر صفر پای ته ورسېده. په دې سیالیو کې د افغانستان د اتو زونونو د فوټبال لوبډلو ګډون درلود.

Pa.azadiradio.com 

د مومندو په قبایلي سیمه کې چاودنې ۲ پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستان پوځ وايي، افغان پولې ته څېرمه یې د ماین په چاودنه کې د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ۲ پوځیان وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر مشر اصف غفور د جمعې په ورځ ناوخته د دغې ادارې پر ټویټر پاڼې لیکلي: دا پېښه د جمعې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د مومندو په قبایلي سیمه کې رامنځته شوې ده. د غفور په خبره، پوځیانو پر افغان پولې پر هغه سیمه د اغزن تار لګولو بهیر څاره چې پر ځمکه په خښ شوي ماین ور برابر شول. دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې افغان پولې ته څېرمه پاکستاني پوځیان وژل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ زرګونه کسانو د اقلیم د ککړتیا د مخنیوي په اړه لاریونونه وکړل

د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پرون د سپټمبر په شلمه زرګونه کسانو د اقلیم د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې لپاره لاریونونه وکړل. د اسټرالیا له سډني ښاره تر کابل او اسلام اباده خلکو په سوله ییزو لاریونونو کې له نړیوالو رهبرانو غوښتنه وکړه چې داسې پرېکړې وکړي چې پر اساس يې په نړۍ کې د زهرجنو ګازونو تولید کم شي او چاپېریال ته له دې امله متوجې ګواښونه کم شي. له تقریباً یوه کال راهیسې یوه ۱۶کلنه سویډنۍ نجلۍ چې ګرېتا تونبرګ نومېږي، د جمعې په ورځو د اقلیمي تغییراتو د مخنیوي لپاره سوله ییز لاریون کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتو پر ایران د بندیزونو بل دور اعلان کړ 

د امریکا متحدو ایالاتو پر ایران د بندیزونو بل دور اعلان کړ چې د ایران مرکزي بانک او ملي پراختیا صندوق ېې په نښه کړي دي. د امریکا حکومت دا کار تر هغه وروسته وکړ چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو حمله وشوه او پړه یې پر ایران ور واچول شوه. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سپټمبر په شلمه وویل چې دا په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه دي چې پر یوه هېواد لګول شوي دي.  ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د هغه په باور له زغمه کار اخیستل د ډېر زیات قوت څرګندونه کوي او په دې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus